سوقرات

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
سوقرات

سوقرات (يوناني: Σωκράτης sɔkɹətiːz, Sǒcratēs; ۴۷۰ز م.ز.پ) يو لرغونی يوناني فېلسوف ؤ چې د غربي فلسفې د بنسټ ايښودلو يا پلار وياړ يې ترلاسه کړی دی. د سوقرات په هکله تر ټولو پخه او ډاډمنه سرچينه افلاطون و. که څه هم چې لرغوني پوهان پدې کې سره يوه خوله نه دي چې آيا د تاريخ له نظره د سوقرات انځورونه د سرچينو نه سم اخذ شوې. آن دا چې افلاطون هم د سوقرات يو بشپړ انځور نه دی راڅرگند کړی خو د هغه ډيالوگونه موږ ته سوقرات د يو ښوونکي په توگه راپېژني چې د سوفستيانو د زده کړو مخالفت يې کاوه. سوفستيانو به خپلو زده کوونکو ته د خبرو اترو کړه وړه ورښودل چې په بحثونو کې بېلابېلو پوښتنو ته څنگه په هوښيارۍ سره ځوابونه ووايي خو سوقرات بيا خپل زده کوونکي دې ته اړ وېستل چې په خپل شاوخوا نړۍ کې تل د حقيقت پلويان اوسي او تل دې په دې هڅه کې وي چې د خپل د ضمير سره په هماهنگۍ کې ژوند وکړي، آن تر دې بريده چې که چېرته د هغوی همدا کار د هېواد د قانون سره په ټکر کې هم مخامخ وي خو دوی بايد د رښتيا په دريځ ولاړ وي. سوفيستيانو بيا د سوقرات په مخالفت کې راپورته شول او داسې انگېرنې يې کولې چې سوقرات زده کوونکو ته ناسمې لارښونې کوي او د دی زده کوونکي د داسې بامنطقه کسانو په توگه د ټولنې پر خلاف راڅرگندوي څوک چې د هغه خدايي غږ په لار روان دی، کوم چې د سوقرات په سر کې ازانگې وهي. خو سوقرات يو نېک او روک سړی و څوک چې د خپلې خبرې څخه نه اوړي او د هغه مهال د حکومت لخوا محاکمه کېږي.

د سوقرات د ځای په هکله داسې وييل کېږي چې هغه د آتن وو چې د آتن د محکمې لخوا پدې تورن شوی وه چې هغه د سپېڅلتيا سپکاوی کړی او د آتن ځوانانو ته د ناسمې لارښوونې په کولو سره هغوی له لارې وباسي. چا چې د هغه د ژوند پېښې بيان کړي، داسې وايي چې که څه هم چې د سوقرات د محاکمې په پای کې هغه ته د هېواد نه د شړلو اختيار هم ورکړ شوی وه خو هغه د شوکران زهر څښل پخپله خوښه وټاکل as he believed to go into exile would both further dishonor the agreement he had willingly made to abide by the laws of Athens, and that he would fare no better teaching in other cities.


د سوقرات محاکمه او مړينه

(469_ 399 تر ميلاد وړاندې)

”اچ جي وېلز[1]“ په خپل (د ماشين دورې) نومي کتاب کې، موږ د خيال پر وزرونو پخوانيو وختونو ته بيايي. که همداسې څلېرويشت پېړۍ څټ ته لاړ شو، په ۳۹۹تر ميلاد وړاندې به ځانونه په ”اتن“ کې ومومو. په داسې يوه ځاى کې به پښه کښېږدو، چې هلته به ډېر ژر د سوقرات محاکمه پيل شي.

د اتن ښار د ښکلا او بدرنگۍ يو هېښوونکى ترکيب دى. يو خوا مرمرينې ماڼۍ او د سرو زرو مجسمې سترگې برېښوي، بل خوا انسان تر زنگنو پورې په خټو او لوښو کې ښخېږي. د ښار اوسېدونکي هم بېلابېلې مفکورې لري. دوى ټول له پيدايښت، ايجاد او پايښت څخه يو ډول پټېږي. له يووالي سره مينه ښيي، خو سياسي ژوند يې له ستونزو او ناخوالو څخه ډک دى. له خدايانو سره په راز و نياز بوخت دي، خو د خپلو گاونډيانو په تېرايستلو کې بيړه کوي.

يو وحشي ملت دى، خو استعداد لري. په خپل هنر کې غښتلي دي، خو له يو بل سره يې کړنلاره د وحشيانو په څېر ده، د مجسمې په جوړولو کې که د مجسمې يوه گوته نيمگړې وي، نو لويه گناه يې گڼي، خو د دښمن د يرغمل شويو (اسيرانو) د گوتو په پرې کولو وياړي او دا کار هېوادپالنه گڼي.

دا خلک د محکمې پر لوري چټک گامونه اخلي، چې د خپلې دورې د يوه هوښيار او مدبر انسان په حق کې قضاوت وکړي.

دا هغه خلک دي چې څو کاله وړاندې يې د خپل عصر يو نوميالى مجسمه جوړوونکى (فيدياس)[2] په يوه جوړ شوي (ساختگي) تور، د زندان د تورو تمبو تر شا په مرگ محکوم کړ.

نبوغ په لرغوني اتن کې يو خطرناک او زهرجن زړى دى، کله چې د محکمې تالار ته ورگډېږو، د قاضيانو يو پنځه سوه کسيز پلاوى پر خپل ځاى وينو، داسې ښکاري لکه چې يوه لويه ډله چې د بغاوت او خواشينۍ د خپرولو لپاره ټاکل شوې وي، نه د محاکمې لپاره.

غونډې رسمي بڼه نيولې ده. درې تنه شکايت لرونکي غواړي چې پر خپلو خبرو پيل وکړي، تورن کس اصلي ځاى ته راولي، د خلکو شور او ځوږ د تالار فضا پر سر اخلي، خو سوقرات ارام او غلى ولاړ دى.

فيلسوف په تالار کې تر ټولو غوره شخصيت دى. که څه هم د خپل عمر اويا کاله يې تر شا پرېښي، خو د يوه څلوېښت کلن سړي غوندې تکړه ښکاري. دى ټول عمر تر شنه اسمان لاندې په زده کړه بوخت و، ځکه يې رنگ زيتوني بڼه غوره کړې ده. گرځنده او بې مزده حکيم دى، پکه ککرۍ او لوڅې پښې يې يوې ټيټې ”برونزي“ مجسمې ته ورته دي، خړه ږيره، گرده پزه او ننوتى تندى، هوښيارې او مهربانې سترگې، پنډې شونډې او له بدگومانۍ څخه ډکه مينه ناکه موسکا، دا نيمايي دېب او نيمايي پرښته موجود، انسان تر خپلې اغېزې لاندې راولي. روښانه ديد يې تر ټولو حاضرينو پورې رسېږي، داسې يو ديد، لکه د يوه مهربانه پلار نظر چې د خپل نالايقه اولاد پر لوري يې ورواړوي. هغه کم عقله او ساده اولاد چې يوازې د شر او فساد لپاره لوى شوى وي.

سوقرات به چې کله د هغو له کړاوه ډکو او نمجنو څېرو ته وکتل، رحم به پرې برلاسى شو او داسې ورته اېسېدل، لکه دې وگړو چې د ژوند کرغېړنه او له ستونزو ډکه دوره ترشا پرېښې وي. يو اوږد او له تلفاتو ډک عصر.

تر يوه ديکتاتور حکومت وروسته يو انقلاب رامنځته شوى او د انقلاب پرضد کړنلارې د يوه داسې حکومت راوستلو ته لار پرانيستلې وه، چې ځان غوښتونکو او متکبرو واکمنانو منگولې پرې لگولې وې.

که ټول يو پر بل بدگومانه شي، د حيرانۍ وړ خبره نه ده. د حيرانوونکو پېښو کمى نه شته، دومره چې د خلکو د عقل پر روغتيايي حالت يې اغېز کړى دى.

هر څوک چې د فکر کولو زړورتيا ولري، په محکمه کې به له دردوونکي برخليک سره مخ شي.

بيړه وکړئ، محاکمه پيلېږي!

(2)

منشي د دعوه ليک په لوستلو پيل وکړ:

”سوقرات د خپل هېواد په وړاندې په جنايت تورن دى، زموږ د خدايانو له منلو څخه يې سر غړولى او زموږ د ځوان نسل مفکورې يې فاسدې کړې دي. دا دواړه يوه سزا لري او هغه هم مرگ دى“.

ناست خلک حيرانېږي، يو ځوان تر شونډو لاندې کرار خپل ملگري ته وايي:

”دوى ځکه سوقرات خداى نه پېژندونکى گڼي، چې يوازې پر يوه خداى ايمان لري“.

سوقرات پر خپل ځاى غلى ولاړ دى، دى به پر خپل وار سره د دغو دعوو ځواب ورکړي. د اوس لپاره يې غوره گڼلې ده، چې غلى وي او شکايت لرونکي خپلې خبرې بشپړې کړي.

د شکايت لرونکو مشر ”انيتوس“ يو چرم پلورونکى دى. نوموړى له سوقرات سره شخصي کينه او دښمني لري، خو زوى يې د دې زاړه فيلسوف ټينگ پلوى دى. انيتوس تور لگوي، چې سوقرات د هغه زوى تېر ايستلى او زلمى يې له سمې او گټورې لارې څخه بې برخې کړى دى. هغه غواړي چې دا مفسد استاد يې زوى، بېرته د چرم پلورنې کار ته راوگرځوي. خو دا يې اصلي موخه نه ده، نورو دعوه کوونکو هم هيله لرله، چې سوقرات له منځه ليرې کړي.

سوقرات د ځواکمنو پر لار يو اغزى و، کله چې دعوه کوونکو د سوقرات پرضد اسناد وړاندې کړل او قاضيانو ته يې هغه د يوه فتنه پلټونکي انسان په توگه وروپېژانده، دا حقيقت په ښه توگه څرگندېږي. هغه څوک چې له وېرې پرته، په ازاده توگه خپل فکر په نورو کې خپروي. داسې افکار چې د ځوانانو اخلاق کمزوري کوي او د زړو کسانو امن ته ستر گواښ پېښوي.

خو د اتن اوسېدونکي په دې خوښ نه وو، چې سوقرات ته دې د مرگ سزا واورول شي. شکايت لرونکو په خپلو خبرو کې سوقرات ته د تېښتې لار پرانيستې وه. پروفيسور کولاى شول له دې لارې څخه گټه پورته کړي. د هغوى هڅه دا وه چې يوازې يې ژبه وربنده کړي. نه دا چې ژوند ورڅخه واخلي.

دې کار ته د اتن قوانين هم چمتو وو. انيتوس د خپلو خبرو په پاى کې د محکمې له پلاوي څخه وغوښتل چې که سوقرات وغواړي سزا به يې راټيټه کړي او دا غوښتنه د اتن د اوسېدونکو له روحيې سره سمه وه.

په دې توگه سوقرات د خپل راتلونکي په ټاکنه کې برلاسى و. ده کولاى شول د مړينې پرځاى د خپل هېواد پرېښودلو لار غوره کړي. تمه کېده چې د محکمې پلاوى به هم د ده دويمې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

خو سوقرات به څه وکړي؟

(3)

مخکې تر دې چې سوقرات د ځان په دفاع راپورته شي، پر ټول تالار چوپتيا واکمنه وه. که څه هم اوس مهال موږ په دې فکر کې يو، چې سوقرات به څنگه د ځان دفاع وکړي، خو لومړى به د هغه پر تېر ژوند يو ځغلند نظر واچوو او کېدى شي دا معلومات راسره مرسته وکړي، چې سوقرات د خپل ځان دفاع پر مهال څه وايي.

د سوقرات د تېر ژوند په اړه معلومات به په همدې تالار کې د سيلانيانو په خبرو کې ولټوو، داسې ښکاري چې په دې برخه کې د سپين ږيرو خبرې راسره مرسته وکړي:

يو بوډا، يوه ځوان ته وايي: ”زه د اسپارتيانو په وړاندې په جگړه کې د سوقرات ملگرى وم. د هغه زغم د حيرانتيا وړ و. په ساړه ژمي کې چې د ځمکې مخ کنگل او سپينو وارو پوښلى و، ټولو خپلې پښې پټې کړې وې، خو سوقرات په داسې حال کې چې سندرې يې ويلې، په لوڅو پښو لار لنډوله. داسې ښکارېده لکه غوښتل يې چې په خپلو څپړو د خاورو سطحه لمس کړي. هغه ته يخني، لوږه، ستړيا، پوچ پاش ويل، هرڅه د زغملو وړ وو، ستړيا او ستومانۍ به يې يا په بې پروايۍ او يا هم په موسکا بدرگه کولې“.

يو بل ځوان زياتوي: ”هو! داسې ښکاري لکه هېڅ شى چې يې نه ځوروي يخني، لوږه، ستړيا..“

درېيم تن زياتوي: ”له دغو ټولو سره- سره يې تل شراب هم په لاس کې وي، ما د هغه په څېر کوم بل بنيادم نه دى ليدلى“.

يو بل تن چې بڼه يې د مصريانو په څېر ده، وايي: ”ما د سوقرات د دوستانه بزم په اړه چې ډېر مشهور دى، ډېر څه اورېدلي دي. زه غواړم هغه مېلمستيا ياده کړم، چې په هغې کې سوقرات خوړل، څښل او تر سپېده چاوده پورې له خپلو ملگرو سره د مينې په خبرو اترو بوخت و...“

يو زوړ سړى د هغه خبره ورپرې کوي:”...ته وايې چې هغه تر سپېده چاوده پورې ويښ وي؟“.

_ ”هو! ټول مېلمانه په درانه خوب بيدېدل، خو سوقرات به وروستى غوړپ د ”اپولو“/Apollo په نوم چې د رڼا الهه ده، پر سر اړاوه او د زده کړې لپاره به کوڅو ته وت...“.

د سوقرات يوه مدير وويل:”ما هم اورېدلي چې سوقرات په اتن کې هغه يوازېنى انسان و، چې د شپې له خوا به گرځېده“.

يو بل نندارچي د هغه د خبرو په تاييد سر ښوروي: ”همدا لامل دى چې هغه يې محکمې ته راوکاږه“.

_”سياستوال له هغه چا څخه کرکه لري، چې د دوى په غوږونو کې ووايي، چې د لټۍ او د طلايي خوبونو د ليدو پرځاى بايد د خلکو د ژوند هوساينې ته پاملرنه وکړئ“.

هغه څوک چې لومړى په خبرو راغلى و، خپلې خبرې اوږدوي: ”هغه په خپل ژوند کې هېڅکله ځواکمنو ته تسليم نه شو او نه يې هم د خپلو افکارو له خپراوي څخه ډډه وکړه“.

هغه کس چې مصريانو ته ورته و، وپوښتل: ”اوس به په يوه داسې محکمه کې چې ژوند يې له گواښ سره مخ دى، څه وکړي؟“.

_ ”هغه کار چې تل يې کاوه، موږ دواړو د سرتېرۍ په وخت کې د نورو سرتېرو د ژغورلو لپاره خپل ځانونه په خطر کې اچول، خطر که هرڅومره لوى او موقعيت نازک و، باور مو درلود، چې سوقرات به وړاندې لاړ شي“.

د ساه اخيستلو وخت پايته نژدې کېده، ډېر ژر به له سوقرات څخه وغوښتل شي، چې په خبرو پيل وکړي. خو سوقرات په فکر کې ډوب دى. زاړه سړي د خپل ملگري غوږ ته خوله ورنژدې کړه: ”دا د هغه يو حيرانوونکى حالت دى. په پوځ کې د خدمت پر مهال يوه شپه او يوه ورځ په خپلو فکرونو کې ډوب ولاړ و. ما ډېر ځله هغه څارلى دى، خو ان د بدن يوه غړي يې هم حرکت نه کاوه. کټ مټ لکه اوس، وگوره په دې بشپړه ارامتيا کې داسې ښکاري، لکه له چا سره چې اړيکي لري“.

د سوقرات يو شاگرد وايي: ”ښايي له خداى څخه دا غوښتنه کوي، چې هغه ته لار وروښيي او ورته ووايي چې څه وکړي“.

بوډا د هغه خبرې مني او وايي: ”دا هغه مطلب دى، چې يوه ورځ يې ما ته ويلي وو، ما په ټوکه سوقرات ته وويل، چې د فکر کولو په وخت کې داسې ښکارې، لکه له لوړ عالم څخه چې څه پيغام اخلې. هغه په موسکا راته وويل: گران ملگريه! ته رښتيا وايې، زه الهي غږ ته غوږ ږدم، چې څه بايد وکړم. په بله وينا وپوهېږم چې څه بايد ونه کړم“.

يو بل تن په شونډو کې وايي: ”نه پوهېږم چې دا غږ به هغه ته نن ورځ څه ووايي“.

بوډا ځواب ورکوي: ”په دې راز به ډېر ژر وپوهېږو“.

(4)

د ساه اخيستنې وخت پايته ورسېد، هغه نندارچيان چې تالار يې پرېښى و، بېرته پر خپلو ځايونو کښېناستل. مشر د جلسې د رسميت اعلان وکړ او سوقرات ته يې بلنه ورکړه، چې د ځان دفاع وکړي.

سوقرات په راوتي ټټر او ارامه څېره په پښو ودرېد، په درانه او ارام غږ يې په خبرو پيل وکړ، په يوه داسې غږ چې د کرکې، وېرې او بېباورۍ کومه نښه نه په کې ښکارېده.

څرگندونې يې هغه غوره خبرې وې، چې د يوه انسان له خولې څخه راوځي. هغه له خپل ځان څخه دفاع ونه کړه او نه يې هم د عفوې او بخښنې لپاره خوله جينگه شوه. پر خپل ايمان او باور باندې يې د پخوا په څېر خپله عقيده ټينگه وساتله.

دى په دې پېښه کې پر دې اخلاقي حقيقت لا باوري شو، چې نېک انسان ته هېڅکله هم د شر له کبله په ژوند او مړينه کې زيان نه رسېږي. راځئ د هغه خبرو ته غوږ شو.

سوقرات قاضيانو او د محکمې غړو ته مخ واړاوه:

”سوقرات ته لږه پاملرنه وکړئ. خو رښتينولۍ ته ډېره. پر ما باندې دعوه کوونکو دومره ښې او رښتيا خبرې وکړې، چې خپل ځان يې راڅخه هېر کړ، رښتيا دا ده چې د حق يوه خبره يې هم له خولو څخه راونه وتله.

هغوى تاسو وپوهولئ، چې زما د خبرو پر فصاحت ونه غولېږئ. خو په دې خبره به ډېر ژر باوري شئ، چې زه غوره وياند نه يم او نه هغه خطيب يم چې د اور په څېر خبرې وکړم، نه هغه قاضي يم چې نورو ته قناعت ورکړي. زه هغه ساده انسان يم چې د حقيقت لټه کوي.

هيله لرم چې قاضيان ما وبخښي، ځکه زه د محاکمې په ژبه خبرې نه شم کولاى. په خپل اوياکلن ژوند کې مې لومړى ځل دى چې محکمې ته راوستل شوى يم. پرېږدئ چې په خپله ژبه خبرې وکړم، زما د خبرو ډول ته پام مه کوئ، بلکې هغه حقيقت واورئ چې په څرگندونو کې مې نغښتى دى. حقيقت دا دى چې زه بېگناه او له دغو تورونو څخه ليرې يم، چې پر ما راتپل شوي دي“.

وروسته سوقرات يو- يو تور ردوي. خلک هغه خداى نه پېژندونکى گڼي او وايي چې سوقرات ځان تر دې ډېر لوړ او هوښيار گڼي، چې پر خدايانو دې باور ولري.

”خو زه هېڅکله هم هوښيار نه يم، پوهېږم چې په هېڅ هم نه پوهېږم. ښايي دا هغه څه وي چې تاسې يې د عقل په نوم پېژنئ. خو داسې وگړي شته، چې ان نه پوهېږي چې په څه نه پوهېږي“.

دا د ځانغوښتونکو شکايت لرونکو په وړاندې يو هوښيارانه گوزار و. سوقرات باور درلود، چې دا خبرې يې په گټه نه دي، خو هغه په دې فکر کې نه و، چې خپل ځان وژغوري. هغه غوښتل چې حقيقت دې برلاسى وي.

”دا زما د ژوند يوازېنۍ هيله ده، دا خبره مې د ډېرو واکمنانو غوږونو ته رسولې ده، چې د واکمنۍ پر مهال د هېواد دود، کلتور او د حکومت چارو ته پام وکړي، داسې لکه يو بوټ گنډونکى چې د بوټ په گنډلو ښه پوهېږي.

زما دا عمل چې په خپله د خداى عبادت دى، بېځايه گڼئ، ما د دې وخت نه درلود، چې خپل ژوند سمبال کړم. تاسې وينئ چې ټول عمر مې په دې لار کې تېر کړ، همدا لامل دى، چې خوار يم او هېڅ هم نه لرم“.

د لومړي تور د ردولو لپاره همدومره بس دي. سوقرات د خدايانو په وړاندې بې عقيدې نه، بلکې هغه رښتينى معتقد دى او خلکو ته د عدالت ښوونه، د خداى ستاينه گڼي. په تالار کې پرله پسې گنگوسې اورېدل کېدې، داسې لکه د غومبسو په ځاله کې چې لرگى ووهې.

سوقرات د لاس په اشاره خلک هڅوي چې غلي شي، چوپتيا پر ټول تالار واکمنېږي.

سوقرات پرځان دويم تور راسپړي او يو دعوه کوونکى د شاهدانو پر څوکۍ کښېنوي. دا يوه په زړه پورې خبره ده، په هغه لومه کې چې په خپله يې اوبدلې ده، په خپله په کې نښلي. هغه شاعر (ملتوس/ Meletus) هم ورسره کينه لري، خو فيلسوف پوزخند پرې وهي، دې شاعر يوازې يوڅو توري سره کتار کړي دي، فيلسوف داسې يوه داسې ځاى ته راکاږي، چې ډاډه يې کړي گواکې ټول وگړي کولاى شي په اتن کې ځوانان اصلاح کړي او يوازې دا کار د سوقرات په وس نه دى پوره.

روښانه ده چې دا خبره بېځايه او له حقيقت څخه ليرې ده، چې ټول خلک دې هوښيار وي، خو يوازې سوقرات دې ناپوه وي. له دې کبله په ټول تالار کې د خندا غږ انعکاس مومي، سوقرات خپلې خبرې پسې اوږدوي:

”د (ملتوس) د تور په ځواب کې به همدومره خبرې بس وي، ښه پوهېږم چې کوم دښمنانه احساسات مې د هغه پرضد راپارولي دي. دا احساسات زما د صافو خبرو او د عقيدو د بيان زېږنده دي او کولاى شي چې زما د له منځه وړلو لامل هم شي. خو دا ملتوس يا انيتوس نه دى، چې ما محکوموي، بلکې که محکوم شم، دا د نړۍ حسد او کينه ده، چې په نړۍ کې يې له ډېرو نېکمرغو کسانو څخه ژوند اخيستى دى او وېره يې نه شته چې زه به وروستى کس يم“.

سوقرات په دې توگه د خپل محکوميت سند په خپل لاس لاسليک کړ. د هغه زړه ته يوې وړې وېرې هم لار ونه موندله.

”نېک انسان بايد د خپل ژوند او مرگ په باب فکر ونه کړي، بلکې سوچ يې بايد دېته وي، چې عمل يې سم دى که نه؟ د ژوند درد او مصيبت په غم کې نه، بلکې په رسوايۍ او بدنامۍ کې نغښتى دى“.