سقراط

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
سقراط

سقراط (يوناني: Σωκράτης sɔkɹətiːz, Sǒcratēs; ۴۷۰ز م.ز.پ) يو لرغونی يوناني فېلسوف ؤ چې د غربي فلسفې د بنسټ ايښودلو يا پلار وياړ يې ترلاسه کړی دی. د سقراط په هکله تر ټولو پخه او ډاډمنه سرچينه افلاطون و. که څه هم چې لرغوني پوهان پدې کې سره يوه خوله نه دي چې آيا د تاريخ له نظره د سقراط انځورونه د سرچينو نه سم اخذ شوې. آن دا چې افلاطون هم د سقراط يو بشپړ انځور نه دی راڅرګند کړی خو د هغه ډيالوګونه موږ ته سقراط د يو ښوونکي په توګه راپېژني چې د سوفستيانو د زده کړو مخالفت يې کاوه. سوفستيانو به خپلو زده کوونکو ته د خبرو اترو کړه وړه ورښودل چې په بحثونو کې بېلابېلو پوښتنو ته څنګه په هوښيارۍ سره ځوابونه ووايي خو سقراط بيا خپل زده کوونکي دې ته اړ وېستل چې په خپل شاوخوا نړۍ کې تل د حقيقت پلويان اوسي او تل دې په دې هڅه کې وي چې د خپل د ضمير سره په هماهنګۍ کې ژوند وکړي، آن تر دې بريده چې که چېرته د هغوی همدا کار د هېواد د قانون سره په ټکر کې هم مخامخ وي خو دوی بايد د رښتيا په دريځ ولاړ وي. سوفيستيانو بيا د سقراط په مخالفت کې راپورته شول او داسې انګېرنې يې کولې چې سقراط زده کوونکو ته ناسمې لارښونې کوي او د دی زده کوونکي د داسې بامنطقه کسانو په توګه د ټولنې پر خلاف راڅرګندوي څوک چې د هغه خدايي غږ په لار روان دی، کوم چې د سقراط په سر کې ازانګې وهي. خو سقراط يو نېک او روک سړی و څوک چې د خپلې خبرې څخه نه اوړي او د هغه مهال د حکومت لخوا محاکمه کېږي.

د سقراط د ځای په هکله داسې وييل کېږي چې هغه د آتن وو چې د آتن د محکمې لخوا پدې تورن شوی وه چې هغه د سپېڅلتيا سپکاوی کړی او د آتن ځوانانو ته د ناسمې لارښوونې په کولو سره هغوی له لارې وباسي. چا چې د هغه د ژوند پېښې بيان کړي، داسې وايي چې که څه هم چې د سقراط د محاکمې په پای کې هغه ته د هېواد نه د شړلو اختيار هم ورکړ شوی وه خو هغه د شوکران زهر څښل پخپله خوښه وټاکل as he believed to go into exile would both further dishonor the agreement he had willingly made to abide by the laws of Athens, and that he would fare no better teaching in other cities.

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې