سردار شاه ولي خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سردار شاه ولي خان
سردار شاه ولي خان

مارشال سردار شاه ولي خان (۱۶ د اپرېل، ۱۸۸۸ ز. - اپرېل، ۱۹۷۷ ز.) د محمد نادر شاه، سردار محمد هاشم خان او سردار شاه محمود خان ورور او د افغانستان يو پوځي افسر و. هغه په افغانستان کې يو شمېر اهمې رسمي دندې ترسره کړي او د افغانستان په سياسي تاريخ کې يو مطرح شخصيت و.

دندې

  • په ۱۹۰۶ ز. کې د شاهي ساتونکو بولندوی
  • په ۱۹۲۱ ز. کې د سپرو پوځيانو بولندوی.
  • په ۱۹۲۴ ز. کې د امير امان الله خان د شاهي پوځ غړی.
  • د پوځ سر اعلی قومندان چې د حبيب الله کلکاني پلويانو ته يې ماتې ورکړه او کابل يې په ۱۰ د اکتوبر ۱۹۲۹ ز. فتح کړ او په همدې توگه يې د مارشالۍ رتبه او فاتح کابل لقبونه خپل کړل.
  • په ۱۹۲۹ ز. کې د محمد نادر شاه وايسرای.
  • له ۱۹۳۵ ز. - ۱۹۳۶ ز. پورې د افغانستان د دفاع وزير
  • له ۱۹۳۶ ز. - ۱۹۳۷ ز. پورې د افغانستان د دفاع وزير
  • له ۱۹۴۸ ز. - ۱۹۴۹ ز. پورې پاکستان کې د افغانستان سفير