سردار محمد هاشم خان

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
سردار محمد هاشم خان

سردار محمد هاشم خان (۱۸۸۵ ز. - ۱۹۵۳ ز.) (په انګرېزي:Sardar Mohammad Hashim Khan) په افغانستان کې د شاهي نظام يو ديپلومات او د افغانستان لومړنی لومړی وزير و.

مخينه

سردار محمد هاشم خان د سردار محمد يوسف خان زوی، د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه تره او د محمد نادر شاه، د سردار شاه محمود خان او سردار شاه ولي خان ورور و. هغه د محمد نادر شاه لخوا د جوړ شوو تګلارو پلوی و د هغه د حکومت په وخت کې د افغانستان د دولت بنسټيزه موخه د افغان پوځ د پياوړي کولو تر څنګ د افغان وټيز نظام پرمختګ او غوړېدنه وه. د سردار محمد هاشم خان د حکومتولۍ په وخت کې د افغانستان لېږد رالېږد نظام او د مخابراتو بنسټ ايښودل شوی و. د افغان حکومت تر ډېره حده په باندنيو مرستو ولاړ و. دا چې سردار محمد هاشم خان نه غوښتل چې افغانستان يوازې د روسيې او برتانيې مرستو ته اړتيا ولري نو پدې وخت کې يې پام جرمني ته واړاوه او د ۱۹۳۵ ز. کال له پيل نه يې ګڼ شمېر جرمني کارپوهان او سوداګران افغانستان ته بلنه ورکړه چې هغوی په افغانستان کې يو شمېر فابريکې او برېښناکوټونه جوړ کړل. د محمد هاشم خان د واکمنۍ په وخت کې جاپان او اټاليا افغان حکومت سره د يو شمېر مرستو لپاره ژمن شول. نوموړی له ۱۴ د نومبر، ۱۹۲۹ ز. کال نه تر مۍ، ۱۹۴۶ ز. کال پورې د افغانستان د شاهي نظام لومړی وزير و.

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې