زرمينه بېگم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
زرمينه بېگم

زرمینه بېګم (۱۹۱۷ ز. ، - ۲ د اپرېل، ۱۹۷۸ ز. ) (په انگرېزي: Zarmina Begum) چې په زينب بېگم هم مشهوره وه، د افغانستان د پاچا محمد نادر شاه درېمه لور او د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه خور او د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان مېرمن وه. کله چې په سردار محمد داود خان کودتا وشوه نو دا هم د خپل خاوند او ماشومانو سره يو ځای د خلق او پرچم د کودتاگرو لخوا ووژل شوه.