د چېک د جمهوریت هوایي ځواک
د ويکيپېډيا لخوا
| د چېک د جمهوریت هوایي ځواک Vzdušné síly Armády České republiky |
|
|---|---|
| پیدایښت | ۱۹۹۳ |
| هېواد | د چېک جمهوريت |
| بولندوی | |
| جګړې | |
د چېک د جمهوریت هوایي ځواک (په چېکی ژبې کې:Vzdušné síly Armády České republiky) د چېک جمهوریت د هغو ځواکونو څخه دي چی د دې هېواد په ملي امنیت کې اړین رول لوبوي. د چېک د جمهوریت هوایی ځواک د چکوسلواکیې تر تقسیمولو وروسته په ۱۹۹۳ کال کی جوړ شو او په اوس وخت کی د چېک په جګړه يیزو درندو وسلو کې ۷۵ الوتکې او ۸۰ هلیکوپترونه (چورلکې) شاملې دي. د چېک په چمهوریت کی څلور پوځی هوایی ډګرونه دي چی د چاسلاف، پراګ، نامنېشټ او پښېروف په ښارونو کې پراته دي. د چېک جمهوریت د ۱۹۹۹ کال څخه د ناټو غړیتوبتوب لري. د چېک د هوایی ځواک قوماندان جنرال یرږي وېرنېر دي.