د ودانیو جوړښت کې د پام وړ ټکي:

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ودانیو جوړښت کې د پام وړ ټکي د انجینیرۍ په اصولو که چېرې څوک کابل کې کور، اپارټمېنټ، او نورې ودانۍ جوړوي نو باید پام وکړي چې ددې جوړښتونو موقیعیت او اړخونه د شمال و جنوب پر لور اوسي. یانی مرستیال (کومکي) کوټی د شمال پر لور او بنسټیزې (اساسي) کوټی د جنوب پر لور جوړې کړای شي. په بل عبارت د ودانۍ او کوټور اوږدوالی (طول) باید له خیتځه د لویدیځ پر لور وغځول شي، ځکه چې د ودانۍ او کوټو داخلي برخه د لمر له اغیزمنو وړانگو څخه په اعظمي ډول گټه پورته کړای شي! د لمر وړانگې چې ځمکې ته را رسېږي؛ یواځې درې وړانگې یې په ودانیو کې ډېرې گټورې دي: ۱- نوري (رڼایي) وړانگه چې د رنگونو او اجسامو د لیدلو او تشخیص لپاره کارول کېږي. ۲- ماروای بنفش وړانگې چې د مکروبونو له منځه وړلو لپاره کارول کېږي. ۳- مادون قرمز وړانگې چې د ودانیو او کوټو د گرمولو لپاره کارول کېږي. د پورته ټکو په پام کې نیولو سره باید د ودانیو او کوټو دروازی او کړکۍ په داسې ډول او کچه جوړې کړای شي چې له یوه اړخه د لمر له انرژۍ په اغیزمنه توگه گټه واخېستل شي او له بل اړخه په اوړي کې د ودانیو او کوټو له حده ډېر گرمېدل د لمر د زیانمنو وړانگو په وسیله او په مختلفو فصلونو کې د رڼایۍ د تنظیم په ښه توگه سمبال کړای شي.

تړالې لیکنې[سمول]

ودانۍ انجینیري

سرچینې[سمول]

وېشنیزه:انجینیري وېشنیزه:ودانۍ وېشنیزه:جوړښتونه وېشنیزه:انجینیري