ودانۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ودانۍ

یوه ودانۍ د انسانانو، څاروي او یا د شیانو د ساتلو د پاره نه یوازې د پنځ له پېښو (باد، باران، لمر، تودوخه او داسې نورو) څخه خو تر حده د انسان د ورانۍ څخه په لوی لاس او یا په تېر وتنه (غلا، سوڅول، په تېروتنه اور اخیستل او داسې نور) کې ساتي. یوه ودانۍ د څو کړونتياو غونډې ته ویل کېږي چې د ودانیزو کړنلارو په بڼست مخته ځي. ودانۍ د ودانیزو توکونو د یو ځای کولو او تړلو څخه جوړېږي. دغه توکونه کېدای شي پخه خښته، ډبره، سمينټ (سیمټ)،لرگی ، وسپنه، ډامبر، ښیښه او داسې نور وي. یوې کېږدۍ او یا بېړۍ ته ودانۍ نه ویل کېږي. هره ودانۍ په یوه ځای کلکه ولاړه وي او خپله دنده لري.

د ودانېو ویشنیزه د دندې پر بڼست

  • کورونه : کور، اپارتمان.
  • ټولیزه او دودیزه ودانۍ : موزیم، سینما، بڼکوټۍ (باغگوټۍ)، ستدیون، هوایي هډې، د ټیکټ پلورځای او د هغه اړوند لرونکې ودانۍ لکه تمځای ، د موټرو رغون ځای، هغه زړې ودانۍ (کوټۍ، ماڼۍ، کلا) چې دودیزه ارزښت لري.
  • - پوځي ودانۍ : هډې، کاغوشونه، مځکلاندی.
  • واکمنې (حکومتي) ودانۍ : وزارت، ارگ، ښاروالۍ.
  • ځانگړې ودانۍ: هوټل، خوړنځای.
  • دیني ودانۍ : جومات، مدرسه.
  • کاري ودانۍ: کارځای (فابریکه)، د برښنا برج.

سرچينې