د مرغاب سیند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مرغاب سیند
په بادغیس ولایت کي د مرغاب سیند
Marghab River watershed, upstream of Saryyazy Reservoir (Interactive map)
بل نوممرغاب، مرقاب
Countriesترکمنستان_افغانستان
طبعي ځانګړتياوې
اصلي سرچينهمرغاب، د سفید کوه لړۍ
د اوبو سرسيمهMary Oasis (ultimately the Aral Sea via Amu Darya)
اوږدوالی~۸۵۰ kم (۲٬۷۹۰٬۰۰۰ فوټه) units?
وچول
  • منځنی څرګنداوی:'
    ۴۸٫۷ م3/ث (۱٬۷۲۰ قدم3/ث) units?
د حوض ځانګړتیاوې
د سیند سیسټمامو سیند
د حوض اندازه۳۴٬۷۰۰ kم2 (۳٫۷۴×۱۰۱۱ قدم2) (Harirod-Murghab basin)[۱] units?


نور وګورئ[سمول]

  1. https://www.moore.af/MediaLibsAndFiles/media/afghanistan.moore-global.com/files/Research/17-Afghanistan-Water-Management.pdf کينډۍ:Bare URL PDF

د مرغاب سیند ( فارسي / پښتو : مرغاب، مورقاب ، بلوچي : مرگاپ) په منځنۍ اسیا کي ۸۵۰ کیلومتر (۵۳۰ ميل) اوږد سیند دی. یاد سیند د غور په ولایت کي د پاروپامیسس غرونو کي راپورته کیږي، ورپسې د مرکزي افغانستان له مرغاب ولسوالۍ څخه تیریږي او بیا شمال لویدیز بالامرغاب ته بهیږي. د ترکمنستان په قراقم دښته کي د مریم نخلستان ته په رسیدو سره مرغاب سیند د قراقم کانال ته ننوځي، چي د امو دریا څخه د اوبو یو انحراف بلل کیږي. د مرغاب مساحت ۴۶٬۸۸۰ کیلومتر مربع (۱۸٬۱۰۰ ميل2) اټکل سوی دی.

جغرافيایي څرنګوالی[سمول]

د مرغاب سيند د افغانستان په مرکزي غور ولايت کي د پاروپاميسس ، غرجستان او بند ترکستان د غرونو په لړۍ کي غځېدلی دی. مرغاب سیند په لوړ جریان باندي له ختیځ څخه لویدیځ ته د مخمدخان سیمي په لور شاوخوا ۳۰۰ کیلومتر (۱۹۰ ميل) په اوږدو وربهیږي. یاد جریان په یوه تنګه دره کي چي له یو کیلومتر څخه کم پلنوالی یې اندازه ده په ځینو ځایونو کې تنګ غرونه هم لري.

مرغاب د بند ترکستان له لوېدیځې برخې څخه تېرېږي او بیا د شمال لوېدیځ لور ته په یوه ژور کنډک کې تېرېږي. په مخمدخان کي دا د جاوکر په نوم غرونه هم په ځان کي رانغاړي. له دې وروسته دره یو څه پراخه کیږي، او په تدریجي ډول د ۲ کیلومتر (۱٫۲ ميل) عرض په اندازه ترکمنستان ته رسیږي. د مخمدخان څخه په هاخوا د مرغاب د اوبو یوه کوچنۍ برخه د خړوبولو لپاره کارول کیږي چي په افغانستان کي له مرغاب څخه کابو ۱۰٬۰۰۰ هكتار (۲۵٬۰۰۰ أكر) ورباندي خړوبیږي. مرغاب په ښي خوا کې د قیصار سیند اوبه ترلاسه کوي، ورپسې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ ۱۶ کیلومتر (۱۰ ميل) اوږدوالی تشکیلوي.

په ترکمنستان کې، تالق آباد ته نږدې مرغاب له کیڼ اړخ څخه د کاشان سیند ته رسیږي. د کوشک سیمي سره د سیند لاندې د سریازي زیرمه ده چې په 1959 کي جوړه سوې ده او په 1978 کي پراخه سول. مرغاب سیند او د هغه شاوخوا سیمه د مرغانو لپاره د ایکولوژیکي پلوه مهمه ده. د مریم نخلستان ته رسیدو سره، مرغاب خپلې اوبه د قراقم کانال سره یوځای کوي، او د امو دریا څخه د اوبو یو انحراف رامنځ ته کوي.

هایدرومیټري: په تګتابازار کي د سیند جریان[سمول]

د مرغاب جریان د شلمي زیږدیزي پېړۍ پر مهال د 50 کلونو (1936-85) په اوږدو کي د ترکمنستان د ۳۰ کیلومتر (۱۹ ميل) په اندازه په تغتابازار سیمه کي هم تثبیت سو. دا وروسته له هغه کله چي مرغاب سیند د افغانستان له خاوري په هاخوا د کشک سیمي سره د سنگم په اوږدو کي څو کیلومتره پورته بهیږي. [۱] په یاده موده کي د تګتابازار د اوسط کلني جریان مشاهده 48.7 کیوبیک متره تثبیت سوې ده کوم چي ددغي ساحې 74 فیصده په ځان کي رانغاړي. د جغرافیې له پلوه په اوسط ډول د هایدرومیتریک دغه جریان د حوزې له یادي برخي تیریږي، چي د جریان له نظره خورا لوی بلل سوی دی، او په دې توګه په کال کي 44.3 ملی مترو ته ځان رسوي، په ځانګړې توګه په ویجاړه سیمه کي خورا په لوړه کچه وي.

د مرغاب میاشتني اوسط جریان ( یوه ثانیه د متر مکعب په حساب ) د تخت بازار د هایدرومیټریک په سټیشن کي اندازه کیږي د مرغاب میاشتني اوسط جریان ( یوه ثانیه د متر مکعب په حساب ) د تخت بازار د هایدرومیټریک په سټیشن کي اندازه کیږي

د 2021 یوه څیړنه ښیي چې په نږدې وخت (تر 2040 پورې) د مرغاب سیند جریان کیدای سي د اقلیم د بدلون له امله یو پر دریمه برخه راټیټ سي، او د 21 پیړۍ په پای کي یې 40 سلني ته د راښکته کېدو امکان سته. [۲]

  1. "UNESCO - Bassin du Murghab - Station : Takhta-Bazar". Archived from the original on ۰۴ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  2. . April 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)