د بوټي هورمون

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
د نباتی هورمونو کمښت او دنبات کمه وده (right)

نباتي هورمونونه له هغه مركباتو څخه عبارت دي چې د نبات په يوه برخه كې جوړيږي او په بله برخه كې دنده تر سره كوي او د نباتاتو د ودې برابرونكو Growth regulator په نامه سره هم ياديږي.

نباتي هورمونونه په طبيعي ډول په نباتاتو كې او په مصنوعي ډول هم منځ ته راځي. د كلني وده ايز فصل په اوږدوكې د هورمونونو اندازې په نباتاتو كې تغيير مومي. د هورمونونو فعاليتونه د يو توازن په ډول په نباتاتو كې سرته رسيږي . كله د يو هورمون فعاليت زيات شي او كله دبل فعاليت زيات شي.


دا هورمونونه معمولا په ډیره کمه کچه سره پیدا کیږی. هورمونونه د نبات وده زیاوتوی ، د ساقیم او پانو د تشکیل لامل کیږی. او زړو پانو د تویدیو لامل کیږی.


د نباتی هورمون کلمه د دلمړی ځل لپاره د په کال ۱۹۴۸ کی د Thimann لخوا منځ ته راغله او استعمال شوله.

په خلاصه توګه به ووایو چی د نبات وده د د ارثی عواملو ، چاپیریالی عواملو او کیمیاوی هورمونونو چی په نبات کی وجود لری متاثره کیږی. مهم طبيعي هورمونونه د Auxins، Gibberelline ،Cytokinins ، Ethylene او Abscisic acid (ABA) څڅه عبارت دي.

نيوليک

دنباتی هورمونو مشخصات

Auxins

The auxin indole-3-acetic acid

اکسین هغه مرکبات دی چی د نبات د حجرو د اوږدوالی لامل کیږی. د نوی زخو د تشکل سبب کیږی او همدا شان د نویو ریښو د پیدا یښت او منځ ته راتګ لامل کیږی. دا هورمون د نورو نباتی هورمونو د تولید سبب هم کیږی. د سایتوکنین سره یوځای د ساقی، ریښو او میوی وده کنترولوی او ساقه په ګل باندی اړوی.

اکسین اولی د نبات د ودی کنترولونکی یا growth regulators دی چی کشف شوی دی. يواځينى طبيعي Auxins چې په نباتاتو كې شتون لري د Indole acetic acid (IAA) څخه عبارت دى . يو شمير مصنوعي آكسونونه Auxins هم منځ ته راغلي چې له Naphthalene acetic acid (NAA) ،Indole butyric acid (IBA) او ډاى كلورو فيناكسي اسيد (2-4-D) څخه عبارت دي.

اکسین په خاصه توګه 1-Naphthaleneacetic acid (NAA) او Indole-3-butyric acid (IBA), ډیر مشهور دی او ډیر استعمال لری.‌دا دوه هورمونونه هغه وخت استعمالیږی چی کله د نبات څخه یو قسمت واخستل شی او موخه دا وی چی هغه په بل ځای کیښنول شی. او په هغه کی د نویو ریښو د پیدایښت لامل کیږی.

Indole acetic acid (IAA )

IAA يواځينى طبيعي Auxins دى چې په بوټو كې پيداكيږي، يو شمير نور هورمونونه هم شتون لري چې په IAA باندې اوړي. IAA نباتي هورمون د نباتاتو د خاښونو په اخري نوك ،كوچينيو پاڼو، انكشافي جنين او يا په فعاله مرستماتيكي نسجونو كې شتون لري. آكسينونه Auxins د حجرې په ديوال باندې اغيزه لري حجروي ديوال اوږدوي، په يو معين غلظت سره Auxins كوچينۍ ميوې ړنګړۍ كوي او په يو ټاكلي غلظت سره د ميوؤ د تويدو څخه مخنيوى كوي. همدارنګه په ميوؤ كې د اتيلين د غاز د توليد سبب كيږي . چې دا غاز د ميوؤ د پخيدو سبب ګرځي. IAA يا IBA د بوټو د قلمو د نيلو د توليد لپاره پكار وړل كيږي، قلمې د آكسينونو په پودر سره لړل كيږي چې له كينولو وروسته په چټكۍ سره د نيلو د توليد سبب كيږي،دا هورمونونه په تجارتي ډول توليديږي چې د بوټو په زياتوالي (تكثير) كې ورڅخه ګټه اخستل كيږي. آكسينونه Auxins د ځمكې د جاذبې قوي په وسيله له پاسه ښكته خواته حركت كوي چې د اړخونو د خاښود پندكونو( غوټيو) د ودې مخنيوى كوي. كه پاسنى اخري پندك يوه اندازه ښكته خواته كوږ شي او يا له پندك څخه ټيټ انتقالي نسجونه پرې شي د آكسين Auxins حركت ښكته خواته له منځه ځي او د اړخونو د خاښونو د پندكود دوې سبب كيږي. د لمر ګلي حركت ( د لمر په لوري مخ اړول) هم د Auxins فعاليت دى د لمر ګلي دا حركت د Phototropism په نوم سره ياديږي.

Gibberellins

Gibberellin A1

دا هورمون له يو ډول فنګس Gibberalla fujikuria څڅه په لاس راغلى .په شولو باندې دنوموړي فنګس له حملي وروسته ښكاره شوه چې فنګس يو ډول مواد توليد كړ چې بوټي يې اوږده او حاصل يې كم كړ. په كال ۱۹۷۶ كې د نوموړي هورمون ۴۵ نوعې وپيژندل شوې . چې له دې جملي څخه GA3 زيات لګښت لري او په تجارتي ډول توليديږي. دا هورمون په دانه نه لرونكو انګورو باندې د انګورو د دانې د غټوالي په موخه استعماليږي ، د انګورو دانې درى برابره لويوي. په ځينو هيوادونو كې انګور ددې هورمون له استعمال څخه پرته نه توليديږي . په يو ټاكلي غلظت سره د انګورو په بوټو باندې استعماليږي. د انګورپیوند په وخت کی هم ممکن استعمال شی. په عمومي ډول سره جبرلين په انكشافي جنين ، انكشافي پاڼو او تخمونو كې تشكيليږي. جبرلين په بوټو كې د ABA هورمون مخالف عمل كوي. ABA هورمون دبوټو دودې مخنيوي كوي چې د مني په موسم كې د پاڼو ريژيدو په وخت كې په نباتاتو كې توليديږي . په عمومي صورت سره جبرلين د ودې تحريك كوونكى هورمون دى د نبات قد اوږدوي په پسرلي كې په زياته اندازه سره ،او د فعالي ودې په دوران كې توليديږي.

Cytokinin

The cytokinin zeatin , Zea, in which it was first discovered in immature kernels.

داهورمون هم په طبيعي ډول او هم په مصنوعي ډول جوړيږي. هغه ډول چې په طبيعي ډول جوړيږي Zeatin په نوم ياديږي چې د جوار دانې له اندوسپرم Endosperm څخه په لاس راځي .

د پسرلي په پيل كې د بوټو په نيلو كې په زياته اندازه توليديږي له توليد وروسته د نبات پاسنيو برخو ته حركت كوي، د حجرو په ويش كې مهم رول لري . مصنوعي ډول يې د Kinetin په نوم سره ياديږي.

Cytokinin د مني په موسم كې نه توليديږي څكه چې هغه محال وده دريدلي وي. او پدی وخت د اکسین سره یوځای د پانو،‌ د میوو او د ګل د برخو د تویدو یا abscission لامل کیږی.‌

Ethylene

Ethylene

Ethylene د پخو شويو ميوو د هورمون په نوم هم ياديږي . دا هورمون د پخو شويو ميوو څخه استخراجيږي. دبيلګې په ډول له مڼې ، كيلي .... او نوروميوؤڅخه همدارنګه دا هورمون كه خاښ تر فشار لاندې وي اويا زخمي شوي نسجونه تر فشار لاندې وي توليديږي. ميوې بايد په هغه ځاى كې زيرمه نه شي چې اتيلين شتون ولري.

په خاصه توګه ویلو شو چی ایتلین یو ګار دی او د Yang Cycle په دوران کی د میتیونین د ماتیدو څخه منځ راځی،‌ چی په حجره کی موقیعت لری. په اوبو کی ډیر کم د حلیدو قابلیت لری. په حجره کی هیځ وخت نه تم کیږی او دهغه څخه د فرار په حال کی وی.

په هغه حجرو کی چی سریع وده کوی ،‌بیخی ډیر تولیدیږی. معمولا تولید یی په تیاره کی صورت نیسی. ایتالین د میوی پخوالی متاثره کوی،‌ په خاصه توګه وخت چی تخم پوخ شی.

Abscisic acid (ABA)

Abscisic acid د Growth inhibitors (د ودې دمخنيوي كوونكو موادو) په حيث دنده تر سره كوي دا هورمون د ودې مخنيوى كوي او د پاڼريژو نباتاتو (Deciduous) د استراحت سبب كيږي چې دا استراحت د ونو ، غوټيو ( پندكونو) لپاره زيات ارزښت لري. دا هورمون عموما د مني په موسم كې توليديږي . د پسرلي په پيل كې ددې هورمون اندازه په بوټو كې ډيره كمه وي. تخمونه هم يوه اندازه Abscisic acid لري چې دسړې هوا او لندبل سره د معامله كولو په نتيجه كې يې Growth inhibitors لمنځه ځي، د تخم داستراحت مرحله يا Dormancy ماتيږي او تخم دا وړتيا پيدا كوي چې وټوكيږي . دسړې هوا او لندبل سره د تخمونو معامله كولو عمليه د ( Vernalization ) په نوم ياديږي . زياتره د سخت زړو ميوو لكه بادام، زردالو،شفتالو آلو چارمغز او داسې نوروميوو تخمونه له سړې هوا او لندبل سره معامله كيږي.

ماخذونه

حمزه خيل ، ن.ګ.( ۱۳۸۱). د هارتيكلچر لكچر نوټ. دكابل پوهنتون

http://en.wikipedia.org/wiki/Plant_hormone