د پښتو ژبدود

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

گرامر (Grammar): د هغو قواعدو او اصولو مجموعه ده چې په ژبې کې د صحیح لیکلو او لوستلو له پاره باید مراعت شي. هره ژبه ځان ته خاص سیستم او قواعد لري. که چېرې د جملو په جوړولو کې د ژبې قواعد او سیستم په نظر کې ونه نیول شي نو کومې جملې چې د لیک له پاره جوړېږي هغه به بې معنا او بې مفهومه وي.

تفصيل

  • ژبه او لیک (Language written): ژبه د ټولنیز ژوند سره سمه منځ ته راغلې ده. ژبه د انسانانو تر منځ د خبرو کولو، پوهولو را پوهولو یوه وسیله ده، لیک د ژبې، ژبنیو کلېمو رسم دی. د ژبې د پیدایښت څخه بې شمیره کلونه وروسته لیک منځته راغلی؛ نو ځکه څه کلیمې چې له ژبې راوځي هماغسې باید ولیکل شي.
  • صرف ( Morphology): مورفولوژي د یوناني کلمو مورفو او لوجي څخه چې د شکل او صورت مانا لري؛ جوړه شوې ده. په لغوي لحاظ دا کلمه د یوې ژبې د لفظي اشکالو دعلم، پوهې او پېژندنې په مانا راغلې ده؛ اوس داسې تعریف شوې. موروفولوژي د تشریحي ژبپوهنې یوه څانگه ده په هغې کې د یوې ژبې مورفیمونه او د هغو جوړښت تر څېړنې او مطالعې لاندې نیول کېږي.
  • هنر(Artistic , Skill): دیو کِسب، صنعت، فن، اطلاعاتو او تجروبو د ټولو عملي قوانینو پیژندلو ته هنر وایي. په اوسنۍ اصطلاح په یو فن کې مهارت، لیاقت او قدرت لرلوته هنرمندوایي.
  • خاکه ( Synopsis): د کار هغه پلان، لنډیز، کړنلارې او خامې نقشې ته چې د مضمون یا کتاب تر لیکلو دمخه جوړه شي یانې د څیړنې له پاره چې کومه ټاکلې سکالو (موضوع) په بابونو، فصلونو، مباحثو او نورو و ویشل شي هغې ته خاکه (Out line) وایي.
  • نظم ((Poetry: نظم په لغت کې د مرغلرو پېيلو ته وایي او په اصطلاح کې نظم د ژبې او ادبیاتو هغې برخې ته وایي چې وزن، قافیه او یو مخصوص آهنگ ولري. د نظم عبارت عموما ً د ژبې په قواعدو او اصولو باندې برابر نه وي کله مبدأ د خبر وروسته او کله فعل د فاعل او مفعول څخه مخکې راځي.
  • شعر(Poem): شعر د یو ځانگړي ذهني او عارفانه حالت زیږنده دی چې د هغه په نتیجه کې شاعر د چاپیریال د شیانو او انسانانو سره یو ډول روحي او ذهني اړیکه پیدا کوي چې دغه اړیکه د احساس او فکر د تحریک سبب گرځي او شاعر خپله پنځونه پدې انفعالي حالت (الهام) کې وړاندې کوي. شعر په موزون بیان د خیال او فکر عاطفي تړون دی. په ټولیزه توگه شعر د شکل له مخې په دوه برخو وېشل کیږي:
  1. (الف) د شعر ډولونه: ۱ غزل او ډولونه یې، ۲ آزاد شعر او ډولونه یې، ۳ اډانه (انځور یا ادبی طرحه)، ۴ آزاده منظومه، ۵ قطعه، ۶ بولله (قصیده)، ۷ مستزاد، ۸ ترجیع بند، ۹ ترکیب بند، ۱۰ ټول قافیز، ۱۱ یوئیز (تک بیتونه)، ۱۲ دویزه (مثنوي)، ۱۳ دریز (مثلث)، ۱۴ څلوریز (مربع)، ۱۵ پینځه ییز (مخمس)، ۱۶ شپږیز (مسدس)، ۱۷ اوه یز (مسبع)، ۱۸ اته ییز (مثمن)، ۱۹ لسیز (معشر) ۲۰ ځلوريزه(رباعي)
  2. (ب) ولسي نظمونه: ۱ مقام، ۲ بگتۍ، ۳ چاربیته، ۴ لوبه، ۵ بدله، ۶ داستان، ۷ سروکی (نیمکۍ)، ۸ لنډۍ، ۹ د نکلونو غږونه، ۱۰ کاکړۍ غاړې، ۱۱ د آتڼ نارې، ۱۲ بابولالې، ۱۳ د وړو مشاعرې، ۱۴ منظوم فالونه، ۱۵ انکۍ (چغیان)، ۱۶ کیسۍ (شبې)، ۱۷ تاریخي نارې، ۱۸ د مروتو کسرونه، ۱۹ منظوم نکلونه، ۲۰ د ښادۍ سندرې او۱۲ډوله نور.
  3. د شعر شکل (Form Poem): د یو ادبی اثر وړاندی کول په ځانگړ ي فورم یا قالب کې د هماغه اثر یا شعر شکل گڼل کېږی لکه: غزل، بگتۍ او داستان.
  4. د شعر مضمون: ټول بیلا بیل ټولنیز، اقتصادي، کلتوري، عناصر، مفاهیم، مفکورې، واقعیتونه، احساسات او خاطرې که په عشقي، حماسي یا په بله هره بڼه ؤاوسي د پنځول شوي اثر مضمون بلل کېږي.
  5. د شعر ردیف: هغه کلمه یا جملې چې په یو مقفي شعر کې وروسته له ټولو قافیه والو مسرو په یوه شکل او یوه معنا تکرار راځي رديف بلل کېږي.
  • نثر (Prose): نثرپه لغت کې پاشلو، شيندلو او خورولو ته وایي او په ادبي اصطلاح کې نثر روان عبارت او ساده لیکنه ده چې د وزن او قافیې مراعات په کې نه کېږي لوی لوی مضمونونه او مطلبونه په کې ځایږي.
  • کیسه Story: په ډیکشنري کې سټوري ته وایِي چې د هستري (تاریخ) د کلیمې یو لنډیز دی چې د روایت بیانولو یا د رامنځ ته شوې پېښې مانا ورکوي. کیسه یا داستان د هغو کارنامو او پېښو بیان دی چې په کې د ژوند په هراړخ څه ناڅه ذکر موجود وي د کیسو ډولونه د هغو د اندازو په نسبت ډیر دي.
  • لنډه کيسه (Short Story): لنډه کیسه یو داسې فن دی چې ځان ته ښکلا یز اصول او فني غوښتنې لري لکه کوټلی تاثیر، رمزیت (سمبولیکوالی) او د موادو فنکارانه اوډل، هره کیسه باید تلوسه، پیل، منځ او پای سره د یوې انتباهي او هیجاني پایلې وي. کیسه باید له پیل څخه منطقي وي پلاټ او بیان یې منطقي، کافي منسجم او له ولولو ډک وي. د کیسې پلاټ (جوړښت) د احساساتو، فطري درک او ایډیاوو څخه جوړېږي.
  • ناول Novel: ناول لاتیني کلیمه ده د عجیبه څیز په مانا او په ادبي اصطلاح کی د هغو انساني جذباتو او احساساتو بیان کوي چی په اظهاریې د نورو انسانانو همدردي پیدا شي، په ناول کې د انساني ژوند لوړې ژورې، موجودې وي، د انسان له پیدایښت څخه تر پایښت پورې چې کوم واقعات پېښېږي د ټولو تصویرونه د خپل فن، سکالو (موضوع) گرځوي، د ناول دنیا د حقیقي دنیا په شان د زمان او مکان او په نړۍ کې دپېښو د رښتینوالي پربنا ولاړه ده.
  • ډرامه(Play): ډرامه یوناني کلیمه ده چې د پراخ معنا لري. د « نړۍ مثال دستیج دی او اوسیدونکي یې په حیث د ادأ کارو دي » ډرامه د ژوند نقل درسم رواج آینه او حقیقي عکس وي.
  • طنز:دطنز لغوي مانا افسوس کول، ريشخند وهل ‎، مسخرې کول، پېغور ورکول، په زمز اوکنايه خبرې کول دي؛اوپه اصطلاح کې د ژوند د وا قعيتونولټول دي. چې په کنايه ايزوخبروڅرگندېږي او خندا په کې بنسټیز توک دی طنر په پينځه ډوله وېشل کېږي چې لاتينی نومونه يي دي: ۱ کنايه ۲ فلتان ۳ پام فلېت ۴ اپي گرام ۵ پرودېه.
  • مونوگراف ( Monograph): هغې رسالې ته وایي چې یوازې پر یوه موضوع په مفصله شرح ولیکل شي، اکثرا ً یې د پوهنځیو د ورستي کال محصلین د خپل ډیپلوم د دفاع له پاره وړاندې کوي.
  • مقاله (Article، Essay): مقاله غيرې داستاني ليکنې ته وايي چې د فکر محصول د شننې، ارقامو، او حقايقو په ژورې رڼا کې د يوې روښانه پائلې سره وکړي او خپل علاقمندان د تازه او مهمو پېښو څخه خبر کړای شي يا مقاله د خیال د قوت محصول دی که د خیالاتو چینه جاري وي نو ژوند مخ په وړاندې ځي. مقاله اصلا ً په یوې ټاکلې موضوع پراخه اظهار خیال ته وایي. مقاله باید د تنقید له دایرې څخه بهر ونه وځي یا په بل عبارت مقاله په نثر لنډه لیکنه ده چې په غوره او آسانه توگه د یوې ځانگړې موضوع څخه بحث کوي.
  • رساله ( Treatise): وړې مجموعې، وړوکي کتاب ته وائي په اردو ژبه کې رساله مجلې ته وایي نو ځکه یې داسې تعریف کړې دڅو تنو د مضمونونو ټولگه ده چې په ټاکلې مهال خپرېږي. په ایران کی هم له ډیر پخوا څخه د مقالې لیکلو رواج درلود منتها هغه یې هم رساله بلله.
  • ژورنالیزم (Journalism): په لغت کې ورځنی يادداشت مانا ورکوي اودتعريف له مخې دمجلو، راډيو، ټلوېزيون، انټرنېټي گورټپاڼو، ليکنو، ترتيب او سمبالتيااوډنډوره چارو ته وايي ان دفکر او بيان ټول صورتونه دژورناليز م په دايره کې داخلېدای شي يا په ساده وینا ژورنالیزم دیو سیاسي اجتماعي انسټیتوت څخه عبارت دی چې دمختلفو ژورنالیستکي ژانرونوپه وسیله ورځنۍ روانې پېښې ټولوي اودټولنیزو رسنیو له لارې یې دخلکو د خبریدو او پوهیدوله پاره خپروي، تعلیمي اوتفریحي دنده هم اجرأ کوي.
  • سفر نامه (Itinerary diary): سفرنامه کې لیکوال دمختلفو ځایونونه، تیرېږي چې څه ویني او یاآوري هغه لیکي.
  • راپورتاژ:له لاتيني کليمې څخه اخېستل شوې د رپوت رسولو مانا ورکوي که راپور تاژ په منل شوواساساتو او رنسېپونووليکل شي ليدونکی به قدم په قدم دپېښې عملي صحنې ته له ځان سره يوسي او هغه به دپېښې د عيني شاهد په څېر شي ښه راپور تاژدهغه د راپور ترد ليکنې، شننې او هنر مندۍ پياوړتياښيي يا په بل عبارت په راپورتاژ کې دلیکوال سترگې د خلکوپه زړونو کې څه چې ویني هغه تحریروي، راپورتاژ په يو مخصوص وخت کې دچاپیریال معنوي، جذباتي اوواقعي عکاسي کوي.
  • خبر(News): خبر عربي کلمه ده چې د اطلاع او پوهېدو په مانا راځي په عام گړدود کې عبارت له هغې اطلاع څخه دی چې انسانان یې د خپل ځان او نورو په هکله لاس ته راوړي.
  • مرکه (Interview): د مصاحبې، مفاعله عربي کلمه ده چې زموږ په ژبوکې ویل اوریدل مانا ورکوي دانگلسی انټرویوو سره برابره د ویلو، اورېدلو او مذاکرې له پاره لیدلو ته ویل کېږي.
  • تبصره: تبصره د ژورنالیستیکي مطلبونو یوه ځانگړې برخه ده چې په ورځنیو پېښو شوو وقایعو، له پېښیدو څخه وروسته د شننې په شکل په ډېرې تېزۍ لیکل کېږي.
  • ژانر: دا فرانسوي کلیمه ده په نسبي توگه ژانر د فکر د بیلابیلو شکلونو وړاندې کولو اوپه ادبیاتو او ژورنالیزم کې دحقایقو څرگندولو ته وایي.
  • ژباړه: هغه فن دی چې د یوې ژبې او ادب دلوړ والي سبب گرځي د ترجمان په زړه او مغزو باید دا قسم جذبات او احساسات خواره وي لکه کوم چې دنوموړي اثر دتخلیق په سبب هغه وخت شوي وو ترجمه باید روانه او عام فهمه وي تحت لفظي او بې تسلسله نه وي او د اثر هنري ارزښت، اسالت او ښکلا وساتي.
  • څېړنه:تحقیق، څیړنه یا ریسرچ چې دبحث یا لټون ماناورکوي د محقق وظیفه د حقایقو له سره نوی تخلیق یا تکمیل نه دی بلکې په معلومو حقایقوکې دهغه د، وسې سره برابر اضافه کول دي.
  • تنقید: تنقید د هغه عمل یا ذهني حرکت نوم دی د یو څه په برکت چې د یوڅیز یا ادب پارۍ دخصوصیاتو امتیاز وشي تنقید په اصل کې دلټون او زیاریوه شعبه ده، تقریبا ًد دې شعبو په شان چې تحریک یې دانسان فطري ذوق، جستجو او دعجیبه اونوو شیانو موندل دي.
  • تقریظ: د شننې د ژانرونو له جملې څخه دی چې دیوه تحلیلگر له طرفه یو چاپی اثر تر ارزونې او شننې لاندې نیول کېږي غیر له دې چې د یو اثر فنی او شکلی ارزونه کېږي دټولنې او ټولنېزو ښېگڼو له پلوه هم ارزول کېږي.
  • مأخذ (Basis): ماخذونه هغو ذرایعو او منابعو ته وایي چې له هغو څخه د یوې تر څیړنې لاندې موضوع د بشپړ تیا له پاره مواد اخیستل کېږي اخځونه دو ه ډوله وي: ۱ بنسټیز ۲ ثانوي.
  • تصوف(Sufism): د صوفي صفت دا دی چې د هغه ا ندرون د بشریت د خیري، کدورت او نفساني خواهشاتو څخه پاک وي او هغه په دواړو جهانو کی بې له الله ج نه بل هیڅ شی نه شي لیدلی تصوف کې دتوحید سره متعلق دوه نظریې دي یوه يې وحدت الشهود او بله وحدت الوجود ده، صوفی شاعر رحمان بابا ویلي:

هیڅ له ځانه له جهانه خبر نه دی ٭ چې چراغ په نظر کېوځي د پتنگ

  • راډېو: یوه غږیزه نشراتي موسیسه دی چې له یو ټاکلی ځای څخه خپل ټاکلی پیغام په یوه گوټلی فريکونسي خپلو گڼ شمیر اورېدونکو ته رسوی.
  • ټلویزیون: ټلویزیون په لغت کې له لېرې لیدلو ته وایي، یوه نشراتی موسیسه ده چې په ټاکلو تصویري لیدونکو گرځنده فریکونسيو له غږ سره یو ځاي تر یوې ټاکلې سیمې خپلو لیدونکو اورېدونکو ته نشرات کوي.
  • ورځپاڼه: یوې موقوفه (چې په کوټلې قطع، اندازې او ژورنالیستېکي کچې برابره وي) چاپی نشریې ته ویل کېږي چې په کې اطلاعاتی مطلبونه، ورځنۍ روانې پېښې خپرېږي د تبلیغ د اساسی وسیلې په توگه سیاسی، اجتماعی او نوری مسئلې عموما ً د کاغذ پر مخ خپروی چې حجم يې له یو څخه تر سلو پورې وي.
  • مجله او جریده (Magazine): مجلې په یوه نسبي اوږده زماني واټن کې چاپېږي نوځکه يې د مطلبونو منځ پانگه زیاتره تحلیلي او معلوماتی وي مجلې ډیرې د ترویج له پاره کارول کېږي د زمانې له پلوه په بېلا بېلو وختونوکې چاپېږي.
  • کتاب ( Book):کتاب له یوه عیني مادي شي څخه عبارت دی چې معمولا ً د سپینو کاغذي پاڼو له مجموعې څخه جوړ شوی وي کوم چې په مخ یې څه توري لیکل شوي یا چاپ شوي وي.
  • د کتاب قطع: دټوک دمخ دسطحې کچې ته د کتاب قطع وایي اوس مهال په اروپایي او امریکایي هیوادونو کې دکتابونو قطع په متریک سیستم ټاکي. خو په ځینو نورو هیوادونو کې دکتابونود قطعې له پاره ځینې ځانگړي اصطلاحات کار وي لکه: سلطاني قطع، وزیري قطع، رحلي قطع، رقعي قطع، جیبي، حمایلي او بغلي قطعې
  • کتابتون ( Library): هغې ودانۍ یاځای ته وايي چې دچاپي او خطي کتابونو، مجلو، ورځپاڼو، اوونيزو، صلنامو، لنیواو نورو سمعې او بصري موادومجموعه دڅېړونکواونورو علاقمندانو دگټې اخیستنې له پاره پکې ساتل کېږي.
  • ویي (word): ویي یو رواني واحد دی او زیاتره جلا ویل کېږي او لیکل کېږي همدا رنگه د لغوي مانا لرونکې وي او همېشه مستقله مفاهیم انتقالوي لکه: د(باغ) یا بڼ کلمه چې دخپلواکې مانا لرونکې ده او دا چې د باغ یا بڼ دا کلمه د شننې وړ نه ده. نو ځکه مورفیم ورته ویلی شو.
  • د ویي بڼه (Morpheme): دیوې ژبې تر ټولو کوچنی لفظی واحد چې مانا و لري مورفیم بلل کېږي.چې له دوه یا زیاتو اوازونو څخه جوړېږي اوله شننې (تجزیې) یې اوازونه لاسته راځي چې خپله مانا له لاسه ورکوي لکه: د (ښکاره) کلمه که تجزیه شي (ښکا) او (ره) دوه بې مانا توکي ترې لاسته راځي.
  • فونیم (Phoneme): فونیم بې مانا صوتي واحددی د فونیم څخه مقصد هغه اوآز یا آوازونه دي چې په ژبه کې استعمالېږي او دمانا د تغیر سبب کرځي لکه: د (کور) په مورفیم کې چې (ک) یو فونیم ده کله چې د ک پر ځای د گ فونیم استعمال شي دکور څخه گور جوړېږي او مانا یې هم گرد سره تغیر مومي.
  • څپه، هجا، سیلاب (Syllable): هجا عربي کلمه ده د تورو شمیرلوته وایې، هجا دآوازونو هغه ډلې ته وایي چې د تنفس په یو وار، بندیز سره ادأ کېږي کله چې د یوې کلمې د اداء کولو په وخت کې ځنډ او پریکړې راشي د دغو پریکړو شمیر ته څپې یا سیلابونه وائي څپې د آوازونود بندښت له مخې له یو بل جلا او پېژندل کېږي او یا د یوې کلمې د څپو شمیر دهغې کلمې د غږونو په شمېر پورې تړلي دي لکه لاندې یوه څپه، دوه هجا، او درې سیلابیزه کلمو کې: لار، تار، خټگر، کروندگر خواریکښ، پوهنتون ؛ او یا په لاندې لنډۍ کې چې لومړی مسره ئي د عمومی قاعدې له مخې ۹ سیلابه او دویمه ئې ۱۳ څپې ده:

گودر د پیغلو جوماعت دی امام ئې نه شته مخ په لمر ولاړې دینه

  • خج (اAccent, Morpheme) : مورفیم یا خج د غږونو لنډې غوندې سلسلی ته وایي او د غږونو دغه تسلسل بیا بیا تکراریږي مگر ټول تکراريدونکي تسلسلات مورفيم نه وي. یا پښتو کې کله کله په يو نيم حرکت باندې د آواز زيات فشار او زور راځي، چې هغه ته خج وايي. د خج په راتلو د يوې کلمې معنې له بلې څخه توپير کوي لکه داجملې:
  1. ښّکاري (خج په لومړي سېلاب) څرگنديږي
  2. ښکارّي (خج په وروستي سېلاب)ښکارکوونکی
  3. واړه (خج په لومړي سېلاب) ټول
  4. واړه (خج په وروستي سېلاب) کوچنیان
  5. تیره (خج په لومړي سېلاب) ماضي
  6. تیره (خج په ورو ستي سېلاب) تېز
  • غونډله (Sentence): جمله د خبرو او ویناوو یو داسې او ډلی کل دی چې یو بشپړ مفهوم اومطلب ترې پوهول کېږي یا په بله وینا دخبرو او وینا تر ټولولوی و احددی لکه: ننگیالی لاړ، زموږ هیواد پخپله غېږکې ډیرنومیالي روزلي دي.چې لومړۍ ساده لیدونکې او دوهمه اوږده ساده جمله دی. په پښتو کې جملې په دوه ډولونو وېشل شوي دي.
  1. ساده جملې: ۱۴ ډوله دي
  2. مرکبې جملې: ۳۱ ډوله دي

د څو برخو لرونکې جمله لکه: توره تخته، تباشیر، کتاب او قلم دټولگي دلوست و سایل دي. ساده بیاني جمله لکه: ښتانه شاعران د پښتو ژبی د ادب د برخې ښکارندویان او ساتندویان دي. ساده امري جمله لکه: ژرراشه، خطابي جمله لکه: ټول سره یو شئ !

  • خپلواکې او ناخپلواکې کلمې، په پښتو ژبه کې دویناډولونه یا د کلام برخې:

(الف) خپلواکې کلمې (ب) نا خپلواکې کلمې

  1. نوم (اسم) ۱ سرینې (سربل)
  2. نومځری(ضمیر) ۲ پسينې (اوستربل)
  3. صفت ۳ عطف او ربط
  4. عدد ۴ سابقې یا مخوندي (مختاړي)
  5. کړ (فعل) ۵ لاحقې یا پسوندي (روستاړي)
  6. مصدر ۶ غږونه (صداها)
  7. قید ٭ مينځ تاړي

یاددونه: په پښتو ژبه کې چې خپلواکې کلمې (۷) دي له دغو کلمو څخه په انگلیسی او نورو ژبو کی عدد او مصدر په خپلواکو کلمو کې نه راځي مگر د پښتو د ناخپلواکو کلمو له جملې څخه عطف او ربط او غږونه په خپلواکو کلمو یا د کلام برخو (Parts of Speech) کې راځي خو زموږ بحث په پښتو گرامر دی د کلام برخې په پورتنیو ډولونو تر بحث لاندې نیسو: ۱ نوم (Noun): نوم هغه خپلواکه کلمه ده چې په یو شي باندې دلالت کوي او په ځانگړې توگه خپله مانا څرگند وي. لکه: سمسور، ټولگی، ښوونکی، کتاب، وخت، گل، آس، جومات، څپلۍ چې په شیانو باندې له زمان پرته دلالت کوي. دنوم ډولونه دادي:خاص نوم، عام نوم، دذات نوم، دمعنا(مجرد) نوم، معرفه نوم، نکره نوم، اشاري نوم، دجنس نوم، د عدد نوم، دآلې نوم، دفعل نوم، دغږ(صوت)نوم، نارينه نوم، ښځينه نوم، مفردنوم، جمع نوم، ساده نوم، مرکب نوم اونور. ۲ نومځری، ضمیر(Pronoun): ضمیر هغه خپلواکه کلمه ده چې د یو نوم ښکارندویي کوي د هغه پر ځای راځي او یا یې ملگرتیا کوي نومځری داډولونه لري:شخصي ضمير، اشاري ضمير، نامعلوم(مبهم)ضمير، گډيامشترک ضمير، چې هر يو د درې گونو اشخاصو(متکلم، مخاطب، غايب) او درې گونو زمانو (تېره، اوس، راتلونکې)له پاره کارول کېږي.يوه بېلگه یې داده: سمسورکابل ته لاړ (هغه کابل ته لاړ) همداشان د یو متن په جملو کې زه، هغه، می، دوی، زما، نه، ما، هغوی، څوک، چا، دي، هغو، ستاسو، ستا، موږ، دغه، دا اونورضميرونه دي.. ۳ صفت، ستاینوم (Adjective):صفت هغه خپلواکه کلمه ده چې د نوم حالت او څرنگوالی بیان کړي لکه: په یو لیک کې د « ښه، پوهه، خواږه، ترخه، ښکلی، ارزښتمن، نامتو، مشهور، گټور، پاکې، نوی، کار گرې او نور دصفت ډولونه دادي: توصيفي صفت، فاعلي صفت، مفعولي صفت، نِسبتي صفت، عددي صفت، ذاتي صفت، اشاره يې صفت پرسشي صفت، نامعلوم(مبهم)صفت، ترتيبي صفت، دمبالغې صفت، مرکب صفت، ، مجردصفت(ډېره باريکي لري لکه هوښيارتېا، سړيتوب، ورورگلوي اونور) ۴ عدد (Number): هغه خپلواکه کلمه ده چې اندازه درجه او رتبه ښیي لکه: اتم، پنځمه، څلور، اول، دعدد اندازه دریم، څلورم او اتم د عدد رتبه او درجه راښیي. ۵ فعل یا کړ(Verb): هغه خپلواکه کلمه ده چې د درې گونو زمانو (تېره، اوس، راتلونکي) څخه په یوه ټاکلې زمانه کې د کار کول راښیي لکه: کار کوي روزي ورکوي وهي ساتل ساتي جوړ وي رسوي تللي لاړ ځي رانېسي اغوستل او اخلو فعلونه دي. ۶ مصدر(Infinitive): مصدر د وتلو یا صادریدو ځای ته وایي او په اصطلاحي شکل مصدر هغې کلمې ته وایي چې د هغې څخه د یو کار د کیدلو څرگند ونه کېږي مثلا ً: دغیر صحي شیانو خوړل انسان ته ضرر رسوي. په دې جمله کې د خوړل کلمه مصدر ده ځکه چې بې له زمانې څخه د یو فعل اجرأ ښیي او یا مصدر هغه کلمه ده چې بې له درې گونو زمانو څخه یو کار ښیي او زمانه ترې نه، مالومېږي په پښتو ژبه کې مصدر د لفظ او اخر په لحاظ پنځه ډوله دی.

  1. لام والا لکه: بښل ورتلل وهل
  2. یدل والا لکه: چاودېدل، اورېدل او نور
  3. ول والا لکه: او رول، ډارول لبمول...
  4. کول والا لکه: بیړه کول، زغم کول...
  5. کیدل والا لکه: پاتې کېدل، ښایسته کېدل...
  6. قید(Adverb): قید هغه خپلواکه کلمه ده چې د فعل سره یو ځای کیږي او هغه په یو حالت او وضیعت پورې مقید کوي لکه: زه پرون له لغمان نه راغلم، ډیر په زړه پورې زیاتوالی ژر او داسې نور. په پښتو ژبه کې د قید خپلواکې کلمې د کله، کوم، کوم وخت، څرنگه، څه ډول، چیرته، څومره او داسې نوروته ځواب وائي د قید مشهور قسمونه دادي: دزمانې قید لکه: پرون، اوس، نن، دوخته، همیش، کله کله، کبهي کبهي او نور.

د ځای او مکان قید لکه: دلته، پاس، وړاندې، لرې، نږدې او نور. د شک قید لکه: گوندې، ښایي، انشأاله. د علت او سبب قید لکه: څله ځې، ولې نه کېنې. د وضعیت او حالت قید لکه: ژر، راځه، په منډه ځه، ولې ورو ځې او نور. صفات هم د قید په توگه استعمالېږي او کله یو صفت د بل صفت د پاره هم د قید وظیفه اجرأ کوي لکه: پېغله نجلۍ هلته غلې ناسته دی ښې خوږې خبرې کوي او نور.

(ب) نا خپلواکه کلمې:

  1. سرینه، سربل: سرینه هغه نا خپلواکه کلمه ده چې د کلمود اړوندتوب له پاره په کلام کې د کلمې څخه د مخه راځي دهغه سره یو ځای نه لیکل کېږي لکه: په یو متن کې د په، له، پر، بر، نه، تر، به ناخپلواکه کلمې دي.
  2. پسینه (اوستربل): پسینه هغه ناخپلواکه کلمه ده چې د کلمو داړوندکولو له پاره د یوې خپلواکې کلمې په پای کې راځي، په خپله خپلواکه مانا نه لري او یو ځای ورسره نه لیکل کیږي لکه: په يوه ليک کې د(ځینې، ته، له پاره، څخه، پورې، راهيسې، په باره کې، په هکله، په برخه کې، په لړ کې، په شاوخواکې او داسې نورې...) پسینې په دوه ډوله دي:

ساده پسینې: چې له یوې کلمې څخه جوړې وي لکه: کې، سره... مر کبې پسینې لکه: له پاره، په باره کې په هکله اونور.

  1. عطف او ربط (Conjunction): عطف او ربط دوه ډوله دي.
    1. پیوستوونکی عطف او ربط: هغه ناخپلواکې کلمې دي چې په متنونو او جملو کې کلمی، عبارتو نه او جملې سره تړي کله هم خلافې، لکه: اما، مگر، ولې، خو، لیکن او کله پرله پسې لکه: د، او، و، اوکله د جدا یې لپاره لکه: (یاهم، څه څه، که نه) په توگه راځي چې دا ټولې د پیوستوونکي عطف او ربط په نوم یادېږي او د جملو سره گډنه لیکل کېږي.
    2. تابع عطف او ربط: تابع عطف او ربط هغه نا خپلواکې کلمې دي چې په مرکبو جملو کې راځي او یوه جمله د بلې جملې تابع کوي لکه: (اوس چې، تر څو چې، کله چې، خوچې، نو ښه، مگرچې، ددې لپاره چې) چې په پورتنیو مرکبو جملو کې ذکر شوي او یوه جمله یې د بلې جملې تابع کړې ده.
  2. سابقې، مختاړي، یا مخوندي Pre Fixes)): مختاړي هغه ناخپلواکې کلمې دي چې د خپلواکې کلمې دریښې څخه د مخه راځي او د کلمې معنا ته تغیر په یوه جمله کې د ناروغانو، ناپوهانو، ناتوان اونوروکلموکی د (نا) او د بې فکره، بې قدره، بې باکه کلموکې د (بې) او دهمزولي، په کلمه کې (هم) مخوندي بلل کېږي.
  3. لاحقه، روستاړي، شاونديSuffixes)): د کلموهغه برخه چې د کلمې دریښې سره یو ځای راځي او دکلمې معنا ته تغیر ورکوي لاحقه یا روستاړي یا شاوندې بلل کېږي. لکه: په لیکوال کې (وال) په پوهنتون کې (تون) روستاړي بلل کېږي.
  4. غږونه (Introjections): په ځینو وختونو کې د ډېرې خوښۍ، خپگان او حيرانۍ په وخت کې یو ناڅاپي ځینې غږونه له خولې وځي لکه: ها!، های!! اوه!؟ داڅنگه ؟ واخ، وای اونور چې دغو احساسی کلمو ته غږونه یاآدات ویل کېږي چې ډولونه یې دادي: مغيره، د ندا، دتحسين، دنفې، دبيان، دافسوس او داستفهام آدات ؛ واخ دميرويس آسپې ؤ وهلم.

٭ مینځ تاړي (In Fixes): مینځ تاړي هغه تاړي دي چې د یو مورفیم یا لغت په مینځ کې ځای نیسی او له نوې مانا سره نوی لغت یا کلمه مینځ ته راوړي. په پښتو ژبه کې زیاتره مینځتاړي د الف په مینځ ته راتگ جوړېږي لکه: بېلا بېل، مخامخ، زړه نا زړه، شور ما شور او نور.

۶۱ د (ياگانو) د ډولونولنډه شرحه:

په پښتو ژبه كې د بل هر توري په شان (يې) گانې د كارونې ځانگړي ځايونه لري. كه چېرې په نثر او نظم كې هر يوه پر خپل ځاى وكارول شي. نو د متن په روانۍ، اسانۍ، مانيزې څرگندونې او خوږلنۍ كې به ډېره مرسته وكړي. خو كه چېرې دا(ی) گانې پر ځاى او خپله بڼه ونه كارول شي، نو لوستونكى د متن په لوستلو كې ټكنى كېږي او كله كله دې ته مجبوريږي چې د جملې پاى ته ځان ورسوي او بيا له سره د جملې روغه بڼه ولولي. دا د دې مانا وركوي چې د پښتو هر لوستونكى د پښتو د هر مضمون متن دوه ځله لولي. كله كله د (ى) گانو د ناسمې كاريدنې له كبله يوه كلمه، جمله يا تركيب هماغه د ليكوال غوښتنې مانا هم نه شي رسولى او لوستونكى له ذهني ستړيا سره مخامخوي د دې لپاره چې په راتلونكو چاپي كتابونو، مجلواو رسنیو كې د دې تورو (د بېلا بېلو ياگانو) مراعت وشي او يا هغو كسانو ته چې تر اوسه لا د دې تورو په دقيق استعمال او كاريدنه كې ستونزې لري او يا پرې نه پوهېږي، د هغوی د معلوماتو لپاره دلته د دې تورو (ياگانو)لنډه تشریح راوړو: په پښتو کې د (یي) تور‎ي څلور ډوله او په لاندې پنځو شکلونو لیکل کېږي.

۱ نرمه (ی ay): =

هغه ی ده چې له (ی) څخه د مخه توری زور لري او پسته ویله کېږي دا ډول (ی) ساده لیکله کېږي ټکی او کومه بله نښه نه لري دا ی په حقیقت کې له دووغږونو څخه جوړه شوېده یانې یو غبرگ غږ ده چې یوغږیې خپلواک(واولِ) اوبل يې نيم واک(سیمي واولِ) دی زیاتره د مفردو نارینه نومونواوفعلونوله پاره راځي لکه: سړی لرگی، اغزی، تللی، لیکلی، وهلی. (ټول مفرد). ۲ څرگنده (معروفه) « ي I »: هغه ده چې له دې څخه دمخه توری اوږد زیرلري او د(ي) تلفظ په لنډ ډول کېږي دا ډول (ي) څنگ په څنگ دوه ټکي لري دا یو خپلواک غږ دی زیاتره نارینه نومونه چې په (یay)پای ته رسیدلي وي د جمع حالت له پاره یې راځي اوپه ځینونسبتي ستایننومونواوکِسبي نومو کې هم استعمالېږي لکه: سړي، لرگي، اغزي، کالي، راځي، نه خوري، دوبي، توپچي.

۳ اوږده (ې e): ه

غه ده چې له (ې) څخه دمخه توری اوږد زیرلري او د (ې) تلفظ په اوږده توگه کېږي دا ډول (ې) لاندې باندې دوه ټکي لري دایو خپلواک غږدی په زیاتومفردوښځینه نومونوکې چې په زور((a,y پای ته رسېدلي وي دهغوی دجمع له پاره راځي لکه: شیدې، کتابچې، پاڼې، پلوشې، سپېدې اونور.

=۴ زورکۍ واله (ۍ ay):

دغه ۍ په دوه شکله لیکل کېږي: (الف): هغه ده چې له (ۍ) څخه د مخه توری زورکی لري دا ډول (ۍ) تل د کلمې په پای کې راځي خو که دنوم په پای کې راشي یو کوچنۍ کرښه ورسره نښلي دا، له دووغږونوجوړه شوې چې یو یې خپلواک a اوبل یې نیم واک y دی چې دواړه په گډه یوغبرگ غږجوړوي زیاته مفردو ښځینه نومونوکې راځي لکه: کړکۍ، ملالۍ، خولۍ، ډوډۍ. (ب): اوکه دفعل په پای کې راشي همزه(ء) ورباندې لیکل کېږي (ئ) دې ته همزه لرونکې يا وایي دا له زورکۍ والې ۍ سره په تلفظ کې توپیر نه لري غږونه یې یوشان دي دا دې امر او نهې (کول اومنع کول) په فعلونواونومونوکې لکه: خورﺉ، څښئ، راشئ، مه ځئ، وهئ او نوروکې استعمالېږي. دغه (ئ) که دکلیمې په منځ کی راشي د څرگندې(ي) په شکل بد لېږي لکه: دکړکیوهندارې، دخولیوبیه، د څوکیوایښودل او داسې نور.

۵ موقوفه (یay):

دا(يا) دشکل او آوازله مخې دنرمې ی په شان ده دموقعیت له حیثه توپيرکوي چې دمخه توری ئې(الف یا واو) وي موقوفه (ی) بلله کېږي لکه: ځای، سرای، لوی خدای، زوی، دا ډول (ی) د نرمې (ی) په څیر ساده لیکله کېږي.

اوس به دبيلابېلو(ياگانو) دکارېدنې څوبېلگې په یوه کلمه کې دمانا له توپیرسره وگورو: 

۱ گېّډۍ (گلدسته) ۲ گېډی (پشتاره) ۳ گيډی (قوچ نر) ۴ گېډۍ (مېش یامادۀ قوچ) ۵ گېډې (شکم ها) ۶ گېډي (پشتاره ها) ۷ گيډي (قوچ های نر) اوداسې نورې ډيرې بېلگې شته دي. د واو « و » او هې « ه » د غږونود کاریدني بېلگې:

  • څرگند واو (و U): څرگند واو دې نارینه نومونو په پای کې راځي لکه:کچالو، لاټو، خېټو، ټټو او داسې نور

۶۸ نرم واو (و Aw): د کومونومونو په پای کې چې نرم واو راشي هغه نارینه نوم گڼل کېږي لکه: لو، کنډو، پلو، علو او داسې نور. ۶۹ کوچنۍ هې (ه A): د کومو نومونو په پای کې چې کوچنۍ هې راغلې وي هغه نارینه نومونه بلل کېږي لکه: تره، وراره، پسه، زړه او داسي نور ؛ مگر کوچنۍ هې کله کله په بې سا ښځېنه نومونو کې هم راځي لکه: خوله، ویاله، کاله، رانجه، سابه، ساړه او داسې نور. ۷۰ اوږد واو (و O): دا واو د ښځینه نومونو په پای کې راځي او د کومو نومونو په پای کې چې را شي ښځینه نومونه بلل کېږي لکه: مستو، زانگو، ښارو، پيشو او داسی نور. ۷۱ څرگنده هې (ه A): دکومو نومونو په پای کې چې څرگنده هې راشي هغه ښځینه نوم بلل کېږي لکه:آسپه، لخته، وینه، مڼه، پزه، تره، ښځه، ماندینه، ارتینه او داسي نور، دتانیث(ښځينه نومونو) اقسام په پښتو کې څلور دي: حقیقي لفظي، لکه ښځه حقيقي غير لفظي لکه مور لفظي غیرحقيقي لکه تخته غیر لفظي غير حقيقي سماعي لکه لوېشت اونور. ۷۲ د ليک نښې نښانې: په هره ژبه کې دخبروپه مهال انسان کله بشپړدرېږي کله لږدرېږي بیا وړاندې درومي کله خبره بشپړه بیانوي اوکله يې نيمه پرېږدي کوم ځای تعجب څرگندوي، کله پوښتنه کوي، کومه خبره به ټینگارسره کوي او له گومې خبرې هسې تېرېږي دا ټول تأثرات اوکيفیات چې دخبرې کوونکي دحرکاتواوسکناتواود هجأ دلوړيدو اوټيټېدوپه پايله کې څرکندېږي که دليکوال له قلمه را منځته شي ليک نښې بلل کېږي د ليک دود د ښه والي لپاره د دغوعلامو او نښانو خيال ساتل لازمي او ضروري دي. بې له نښو نښانو ليکنه د لوستونکو لپاره ډېرې گرانۍ پېښوي او ځينو ځايونو کښې ترې سمه مانا هم نه اخيستل کېږي، له دې کبله غواړو چي دغه نښانې اوعلامې په لنډ ډول بيان کړو:

۱ ټکی یا تمکۍ (.):

چې وقف کامل او فل سټاپ.اوپه انټرنېټي اصطلاحاتو کې یې ډاټ هم بولي ټکی د پوره جملې په پای کې ایښودل کېږي لکه: نېک عمل د لارې مل.

۲ چپه پېښ، تړونی، ویرگل ياکامه (،):

دا نښه په یوې مکملې جملې کی د یوې لنډې وقفې له پاره کار ول کېږي. نیمگړو خبرواو د کوچنیو مرکباتو تر منځ د عطف د پاره راځي لکه: رحمان بابا لوی شاعر، ستر ادیب، او پوخ متفکر دی. د کوچنیو جملو په منځ کې د توپیر له پاره چې خبره بشپړه شوې وي. د یو شي د بېلو بېلو ډولونو تر منځ د توپیر له پاره لکه: د کلمې درې ډوله دي اسم، فعل، حرف. په جمله کې دراتلونکو بېلو بېلو شیانو تر منځ لکه: کاغذ، قلم، مشوڼۍ راواخله راځه.

د پخوانۍ پوښتنې په ځواب کې تر « هو » یا « نه » وروسته. 

۳ ټکی او کامه یا ځنډکی (؛):

دغې نښې ته مفرزه، ممیزه او سیمي کولن هم وایي دا نښه د زیاتې وقفې له پاره په کارېږي مگر د کلمو تر منځ نه راځي بلکې د هغو مرکبو جملو په منځ کې راوړل کېږي چې په مانا کې یو له بله سره ټړلې وي لکه: د هغه علم څخه چې اخلاق ور سره نه وي ؛ ناپوهي غوره ده. همدارنگه د دلیل او علت د بیانولو لومړنیو کلیمو نه دمخه هم دغه علامه لیکل کېږي لکه: موږ د خپلو ښوونکو احترام کوو ؛ ځکه چې هغوی موږ ته پوهنه رازده کوي.

په دې نښې جمله په دوو یا زیاتو برخو وېشل کېږي. کله چې د ځینو لفظونو تر منځ ویر گل وي، تر وروستي لفظ وروسته د اوږدې وقفې له پاره ځنډنښه راځي لکه: ننگرهار، لغمان، کنړ، نورستان ؛ په ختیځ زون پورې اړه لري کله چې یوه جمله په خپل تر کیب کې د خپلې مانا په ویلو بشپړه وي خو وروستۍ جمله یې بیانیه وي په دغسې ځای کې ځنډنښه ایښودل کېږي لکه: د غور کولو عادت خپل کړه ؛ چې تر دې بل ښه عمل نه شته. کله چې ځینې داسې جملې وي چې یو له بله سره اړیکې ولري پرله پسې راشي، خو د ټکي ایښودلو ایجاب ونه کړيٍ دهغو د بیلولو له پاره ځنډکی کارول کېږي لکه: د درسي کتابونو په جمله کې ریاضي او فزیک ؛ کیمیا او بیولوژي ؛ تاریخ او ټولنپوهنه شته دي. په علمي او څیړنیزو لیکنو کې چې کله د یو مطلب په هکله څوماخذونه ذکر کیږي د هر یو د بیلولو له پاره هم ځنډنښه کارول کېږي لکه: کابل مجله پرله پسې ۳۱ مه گڼه ؛ هیله مجله ۸ مه گڼه ؛ الینگار مجله ۴ مه گڼه ؛ زما دخوښې مطلبونه لري. د ژوندانه او کامیابۍ ستنې دا دي: پوهه، روغتیا او زحمت ایستل.

۴ څرگندنۍ، شارحه یا د بیان علامه (:)

دا نښه دیوې کلمې د سپړنې او د بیان علامه ده، یعنې د هغې کلمې یا جملې په پای کې لیکل کېږي چې وروسته ورپسې شرح او تفصیل راځي لکه: د ژوندانه او کامیابۍ ستنې دا دي: پوهه، روغتیا او زحمت وېستل. د متکلم د خبرو په منځ کې راځي. دیو شي د اجزاوو د ښودلو له پاره راځي لکه: لیک نښې دا دي: ټکی، سکته، لیندۍ او نور. دیو شي د څرگند ولو او تفصیل ورکولو پر مهال: روژه یو شمېر گټی لري: د الله ج د رضا د حاصلولو ذریعه ده، د گناهونو د بخښلو لامل ده او د جسماني روغتیاله پاره گټوره ده. دکومې قاعدې څرگندولو لپار ه د بېلگې وړاندې کولو پر مهال: مهترلام په حقه پېغمبر تېر شوی دی: دکجورې ملا صا حب. ۵ پوښتن نښه، د استفهام علامه، تپوسنۍ یا سوالیه (؟): دا نښه د پوښتنې په وخت کې راوړل کیږي او د هر ډول سوالیه جملو په پای کې راوړل کیږي لکه: ستاسو د پښتو ښوونکی څه نومیږي ؟ ۶ بلن نښه، ږ غ نخښه یا ندایه (!): دا نښه د غږ او ندا په وخت کې په کار اچول کېږي لکه: اې هلکه ! دلته راشه. مگر په اصل کې د خبر دارۍ او تنبیه نښه ده او په دې وجه دمخاطب امرپه برخو کې هم راځي لکه: وروڼو! د وطن ناموس وساتئ. دغه نښه د تعجب، شاباس او افسوس په ځای کې هم راوړل کېږي ؛ مگر د زیات تعجب، پسخند، استهزأ او زیاتې خبردارۍ په وخت کې دوه ځله بلکې درې ځله هم لیکل کېږي لکه: غلبېل کوزې ته وایي چې سورۍ !!، آفرین ستا په دې غیرت او میړانه !!!. ۷ پوښتن نښې سره غږ نښه یا خوځکی (؟!): کله چې تپوس او تنبیه دواړه مطلب وي نو سوالیه او تنبیه دواړه یو ځای راوړل کېږي لکه: د خدای ج دپاره دا څه حال دی ؟!. که یوه جمله استفهامي وي او د طنز او ټوکې سره بیان شوې وې نوموړې نښې یو ځای سره لیکل کېږي لکه: په لاس کې به یې درکړم چې منگول د شي پرې ډکه ؟! یوه دسته د گلو چې شاهان یې بویوي ؟! ۸ دش، بیان نښه، کرښۍ یا بېلنۍ (): دا نښه د یوې جملې د بېلونې له پاره لیکل کېږي په تیره په سوال او ځواب کې د هرې جملې په سر کې راځي، سوال او ځواب سره بېلوي لکه: اوبه وړم. چاته ؟ د وطن شهیدانوته. دا نښه د دوو کلیمو د بېلونې له پاره هم په داسې وخت کې راځي چې د هرې کلمې خپلواکي او ځانله والی مقصد وي لکه: صرف نحو بدیع بیان معنی عروض وزن قافیه دا ټول ژبنې علمونه دي. ۹ وړه کرښۍ، خط فاصله یا کوچنی دش (): دې دش ته په Hyphen)) وایي چې دلوی دش د اوږ دوالي په نیمایي ده دا نښه هغه وخت استعمالېږي چې کله یوه لویه یا مرکبه کلمه دې لیکنې د صفحې په وروستۍ برخه کې راشي چې نیمه کلمه ځای شي او د نیمې نورې مناسب ځای نه وي نو د نیمې کلمې نه وروسته دغه علامه لیکي او پاتې نیمه کلمه د کرښې په سر کې لیکي. او تر عددونو وروسته هم لیکل کېږي لکه: ۱، ۲ ۳ ۱۰ دوه غبرگ دشونه یا سم سمۍ « = »: دبرابرۍ او مساوات ښودلو له پاره راځي لکه: ۲+۲= ۴ چې یو بل ډول ته یې مساوي او هم ردیفه نښه ویل کېږي لکه دا علامه (. (≠ ۱۱ لوری ښود یا فلش (→): دغه نښه د یو لغات یا نوم د تدریجي په لاس راتلو له پاره کارول کېږي لکه: لمپاکا ← لمگان ← لمغان ← لغمان. په ریاضي او کیمیا کې هم کار ترې اخیستل کېږي لکه:‌B →A →H2SO → H2O ۱۲ اورېب ولاړه کرښه، سلش يا بار (/): دغې نښې ته بیلونکې یا ممیزه هم وایی په انگریزي کې (Oblique) هم ورته وایي دا نښه پر دفتري لیکنو سربېره د هجري لمري، هجري قمري او میلادي کلونو د بیلولو له پاره کارول کېږي. د کتاب د ټوکو او مخونو د شمیرو ترمنځ ایښودل کیږي لکه: ۲۲۵س / ۷۳۰ ع وزیږیده. د علمي ډگرۍ او نامه تر منځ ایښودل کېږي لکه: ډوکټور/ زیار. د (یا) پر ځای ایښودل کېږي لکه: استنباط / استخراج ؛ هلک / نجلۍ. دورځې میاشتې او کال د نېټو د آسانه ښودلو له پاره هم استعمالېږي لکه:داگرامرپه دې نېټه 26/01‏/1387 د سمسور خان \" ظفر زي اهتمام \" له خوا ولیکل شو. ۱۳ دوه کونټي ختونه یا لیندۍ (): لیندۍ یا قوسین دهغو اضافي کلمو له پاره کارول کېږي چې په عبارت او کلام کې مقصد نه وي لکه: شاه شجاع (دتیمورشاه زوی ؤ) لکه د پلار په څېرعلم پالونکی نه ؤ. د ځانگړو نومونو، د پاملرنې وړ شيانو او په منځ کې د را ولېدلو جملو د ښودلو له پاره لیکل کېږی لکه: (سمسور) په اتم ټولگي کې دی مگر (میرویس) او (روښان) په لومړی ټولگي کې دي خو(نسیم) لا تر اوسه کوچنی دی.. ۱۴ غبرگې لېندۍ، د اقتباس یا ټاکنې علامه (” “): په دې نښه کې د بل چاد خبرې اقتباس چې تر شپږو کرښو لږ وي په پیل او پای کې ایښودل کېږي لکه: حدیث شریف ده:”عمل په نیت اړه لري “ دبل چا نظریه یا دیوه کتاب عبارت او د زیاتې توجه وړ اشنا کلمه راوړل کېږي لکه: پدې ورځو کې د « دآزاد بازار » خبرې ډېرې کېږي کله کله ځینې اصطلاحگانې هم د غبرگو لېندیو په منځ کې لیکي تر څو له عام عبارت څخه بېلې شي. ۱۵ دنېخکونه، ولاړقوسونه یامربع قوسین [ ]: دغه نښه داقتباسونوپه دننه کې دهغو وضاحتي جملو او تعلیقاتو د اضافه کولو پر مهال کارول کېږي کوم چې لېږ دوونکي یې له خپل لوري لیکي، څو د اقتباس شوي کلام او دلېږ دوونکي د وضاحتي الفاظو تر منځ تو پیر وشي، لکه: « په دې یادښت کې، د جنرال جیکسن له زحمته [ د جگړې په لومړۍ ورځ د چانسلرس ویل په جبهه کې ] یادونه و نه سوه ؛ خوله جنرال لي څخه د سترې فتحې په مناسبت ستاینه سوې ده ». دغه نخښه د کمپیو ټرپه کمپوز کې د قرآن کریم د آیتو نو دحوالې ورکولو لپاره هم استعمالېږي. ۱۶ درې ټکي یا د حذف نښه (...): کله چې یو لیکوال د یوه نوم یا یوې خبرې څرگندول نه غواړي نو په ځای یې درې ټکي ږدي او ورځنې تېرېږي لکه: « د... وزیر ډیر ظا لم سړی دی له هر چانه رشوت اخلي ». ۱۷ درې ستوري (٭٭٭): دا نښې دیوې رسالې یا یوې مقالې دیوې برخې د تمامیدو او د بلې برخې د پيل کیدو په منځ کې راوړل کېږي همدارنگه دیوې کیسې د یوې برخې یا صحنې نه بلې ته د تلو په منځ کې د بیلوالي له پاره هم کارول کېږي. ۱۸ دجملې لاندې کرښه یا انډر لاین (Line Under):که چیرې یونوم یا جمله په ځانگړي ډول د پاملرنې وړ وي نو لاندې ترې یوه اوږده کرښه را کښل کېږي لکه: ښاغلو! دلته دريدل منع دي. ۱۹ د مسرۍیا مصرع نښه (ع): دغه نښه په عبارت کې دمسرې تر لیکلودمخه لیکل کېږي لکه: ع د بزم بازار تود کړه لکه رزم دلته تل ٭ سېل جوړ کړه دبلبلو له نغموسره راځه. ۲۰ ات علامه (@): دا نښه په انگلیسي لیکنوکې کاریدله خوکله چې انټرنېټ عام شواونړۍ دیوکلي Global) village)حیثیت غوره کړ اوس یې دانټرنېټي گورټپاڼو(سایټونو) ويب سایټونو، ویب پاڼو، موسیسواواشخاصودادرسونو دښودلواولیکلوله پاره پښتوکې ځانگړی ځای نیولی، اوپښتولیک کې راځي لکه: BashirAhmadAminAmanzayWardak@hotmail.com اونور.

۹۳ بديع:

عربي لغت دی د نوی په مانا او دادبياتو په اصطلاح کې هغه علم ته وايي چې دهغه په وسيله د يوکلام ښېگڼې اوښکلاوې ښکاره کېږي څه چې په دې علم کې دکلام دښکلا سبب کېږي د بديعو صنايعو، ادبي فنونو يا د بديعي ښکلاوو په نوم يادېږي

۹۴ تجنيس:

داهغه ادبي فن دی چې شاعر په خپل کلام کې داسې کلمات راوړي چې هم شکله، خودبېلو ماناوو لرونکي وي لکه: ميل رفتن مکن ای دوست دمې باما باش برلب جوی طرب جوی وبکف ساغربگیر ۹۵ ملمع: په لغت کې په نجيبه فلزاتو، نورو فلراتو ته استر ورکولو ته وايي اوپه ادبي اصطلاح کې هغه فن ته وایي چې د یو بیت یوه مسره په یوه ژبه او بله یې په یوه بله ژبه وي لکه: الهی من نمیدانم به علم خود تو میداني څوک د گدا کړ په دنیا چاته د ورکړه سلطاني

۹۶ نثر مسجع:

دا هغه نثر دی چې د جملو په آخره برخه کې یې موزونه کلمې راوړل شي په دوه ډوله دی ۱ متوازی سجع ۲ موازنه سجع ۹۷ دسوال اوځواب ياښه اوبد صنعت: داهغه شعري صنعت دی چې شاعر په خپل کلام کې لومړی سوال او بیایې ځواب راوړی وي کله کله داولې مسرې سوال دښکنځلې تر بریده ښکاري، خوکله چې دویمه مسره وویله شي دبيت هدف روښانه کېږي چې مقصد کنځل نه بلکې ځواب ادبي خبره دی بېلگې يې دادي: به ورو ورو به يې درنه کاږم چې خوږ نه شي دبڼوپه څوکو ستا د پښوخار بند دې خلاص کړه پورته یې ونيسه پخپله مخ پټی په نقاب نه ښايي ديار ٭ ٭ ٭ ترا کرده ام مادرت رانیزميکُنم دُعا وثنا به وقتِ سحر مادرت کان سخا بودکه ميداداز پس وپيش به غريبان لب نان به ديگران کم وبېش

۹۸ د لف او نشرصنعت:

کله چې شاعر په کلام کې يوه يا څو کليمې راوړي وروسته يې بیا تشريح کړي دغه صنعت ته لف او نشر وايي لکه: چهارچيزغم از دل مېبرد کدام چهار نماز و روزه و تسبيح و استغفار سگ ودربان چويافتندغريب آن گريبانش گيرداين دامن ٭ ٭ ٭ که چل ول یې دا ځل نه وي مل په عمل چې تاريخ دلته تريخ نه شي بيا په بل ځل حرف کلام يې مدام ناتمام « اهتمام » نيمگړتېابې لوړتېا دکلام کړي سلام

۹۹ کومکي غږونه په پښتو کې پر دوه ډوله دي:

يو ډول يې خوځندې (حرکتونه) او بل ډول يې توري دي. موږ ټول اصلي توري د دغو غږونو په کومک او مرسته وايو، ولې چې اصلي يا چوپ توري بې د کومکي غږونو له مرستې نه ويل کيږي. په پښتو کې دغه وروسته خوځندې موجودې دي: (الف). زور لکه: ور، غر، غږ. (ب). زور لکه: شل، وچ، مچ. (ج). زير: دا خوځندې اوس د پښتو کلمو په سر کې نه راځي او په دخيلو کلمو کې استعماليږي. لکه: گل، بل، عالم. (د). پيښ (ُ): دا خوځندې هم د پاړسي او عربي په دخيلو کلمو کې راځي. لکه: مل، تجل. غړوندی (سکون): په پښتو کې دغه وروسته قاعدې لري: ) الف). په پښتو کې په ساکن توري باندې پيل کول، روا دی او د نيم حرکت په ډول ويل کيږي. لکه: سپوږمۍ، لمر، پسرلۍ، نښه. (ب). په پښتو کې تر درې ساکنو پورې هم يو ځای راتلای شي، مگر په دې شرط چې لومړی ساکن يې يو کومکي توری وي. لکه: مياشت، څلويښت، پنځوس. ۱۰۰ غزل: غزل په لغت کې له خوبانو سره خبرو کولو او شوخي ته وایې په ادبي اصطلاح کې هغه نظم ته ویل کېږي چې دوه بیته هم قافیه مطلع ولري او په نورو ټولو بیتونو کې واحده قافیه او ردیف (که یې ولري) تکرار راشي د غزل موضوع زیاتره عشق او عرفان وي د غزل کم بیتونه پینځه او زیات یې دوولسو پورې وي د پښتو غزل حمزه بابا ځوانی ته رسولی دی لکه چې وایي: ته شوې د پښتو غزله ځوان زه د بابا کړمه.

نور ولولئ

سرچینې

هغه اخځونه چې يوڅه استفاده ترې شوې ده:

  1. دپښتو پښويه(گرامر) جيبي کتاب نورمحمد گړيزی ۱۳۴۸ کال چاپ
  2. دپښتو کلِی مرحوم صديق الله رښتـيـن د ۱۳۴۸ کال چاپ
  3. دپښټو قاموس لیکنه عبدالحکیم هلالي د ۱۳۵۴ کال چاپ
  4. دنهمو ټولگیو دلوست کتاب پخونی چــاپ
  5. دپښتو شعرهندسي جوړښت محمد اسمعيل يون د ۱۳۷۷ کال چاپ
  6. دمقالې ليکلواصول اودمطالعې او څېړنې لارښود، عبد المالک همت د ۱۳۸۵ کال چاپ
  7. دپښتو ژبې گـړپوهــنـه جانداد الکوزی د ۱۳۸۵ کال چاپ
  8. همکار کانکورمضمون دري نظرگل خاشع چاپ سال ۱۳۸۵
  9. دپښتو(ی) گانې محمد اسماعيل يون له انټر نېټ څخه په ۱۳۸۶ کال خپور
  10. آموزش ژورناليزم محمـدوحيد غروال چاپ سال ۱۳۸۶
  11. زما خپل یاددښتونه ( ظفرخان اهتـمام)

دویکیپدیا دبیاوړي سایت د15 مي کالیزې به افتخار