د پاکستان هوايي ځواک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دپاکستان هوایی ځواک
پاک فضائیہ


پیسدایښت ۱۴ اغسطس ۱۹۴۷
هېواد پاکستان
د پاکستان پوځ
قومندان راؤ قمر سلیمان
جگړې د هند-پاکستانی جگړې
د افغانستان جگړې

د پاکستان هوایی ځواک ( په اردو کې: پاک فضائیہ) د پاکستان د هغو ځواکونو څخه دی چې د دې هېواد په امنیت کې اړین (مهم) رول لوبوي. د پاکستان هوایی ځواک د بریتانوي هند تر ویش وروسته په ۱۹۴۷زېږيز کال کې جوړ شو. دغه هوایی ځواک په اوس وخت کې ۶۲۰۰۰ عسکرونه ، ۳۰۰۰ پیلوټان او کابو ۱۰۰۰ بیلا بیلا ډول جنگي او ترانسپورتي الوتکې او تر ۳۰۰ پورې څرخي لري. د پاکستان هوایي ځواک د سیمې په کچه یو غښتلی ځواک دی.

تاریخ

د پاکستان هوایی ځواک تر پسدایښت وروسته په ۲۹۴۷ کال کې ۲۳۳۲ عسکران او ۵۲ الوتکې درلود. دغه الوتکې د کشمیر په جگړې کې کارېدلې. په دی وخت کې د پاکستان په جگړه يیزو درندو وسلو کې د هوکر تېمپست ، هوکر توفان او دی هاویلند تایگرمات الوتکې شاملې وې. دغه الوتکې بریطانیایی حکومت پاکستان ته ورکړې. د ۱۹۵۰ کال څخه د پاکستان هوایی ځواک د امریکا په ملاتړ جوړ شوی دی. د ۱۹۵۱ کال څخه تر ۱۹۶۱ کال پورې امریکا پاکستان ته د اېف- ۸۴ ، اېف- ۸۶ او اېف- ۹۴ د جټ الوتکې ورکړلې. مگر دغه الوتکې د هند- پاکستان په جگړو کې ويجاړ شوې. په ۱۹۸۷ کال کې جنرال محمد ضياءالحق تر پوځی القلاب وروسته د پاکستان حکمران شو او شریعت د حکومت لخوا باب شو. په ۱۹۷۹ کال کې شوروی اتحاد پر افغانستان برید وکړ. امریکا په مرکزي آسیا کې د شوروی آغېزې څخه خطر احساس کړ او د دی لپاره یی پاکستان ته عصری وسلې ورکړې. په ۱۹۸۳ کال کې د اېف-۱۶ عصری ښکاری الوتکې د پاکستان د هوایی ځواک لاس ته ورغلې.













د پاکستان پوځي الوتکې

الوتکه هېواد د الوتکې ډول عکس
اېف - ۱۶ ښکاری الوتکه
Dassault Mirage 5 ښکاری الوتکه
جي اېف ۱۷ تهنډر ښکاری الوتکه
Dassault Mirage III ښکاری الوتکه
J-7 ښکاری الوتکه
Boeing 707 وړونکی الوتکه
میل می ۱۷ هلیکوپتر