جي اېف ۱۷ تهنډر
| جي اېف -۱۷ تهنډر 枭龙 |
|
|---|---|
| هېواد | |
| د الوتکې ډول | ښکاری الوتکه |
| د الوتکې توليدونکی | |
| لمړی الوتنه | ۲۵ اغسطس ۲۰۰۳ |
| د الوتکې استعمالونکی | |
| د الوتکې قیمت | ۰۰۰،۰۰۰ ،۱۵ ډالاره |
جي اېف ۱۷ تهنډر ( په اردو: جے ایف-17 تھنڈر، په چینی:枭龙, 梟龍 ) د جت یوه برید کوونکی ښکاری الوتکه ده چی د ۲۰۰۷ کال څخه د چین او پاکستان لخوا جوړېږی. دغه الوتکه په ځانګړی ډول د پاکستان د هوایی ځواکونو لپاره سوی ده. جی اف ۱۷ تهنډر کولای سی پر هوایی او ځمکنی هدفونو د راکتونو په مرسته برید وکړی. دغه ښکاری الوتکه هم په شپه کی او هم د باران په وخت کی الوتلای سی.
تاریخ
چین او پاکستان په ۱۹۹۹ کال کی یو مهم تړون لاسلیک کړل. د تړون په اساس چین به پاکستان ته عصری تیکنولوژی ور کړی. په ۲۰۰۶ کال کی د پاکستان د هوایی ځواکونو ۱۵۰ الوتکې سپارښت وکړلې. د الوتکې ارزښت ۱۵ میلیونه ډالره دی. په ۲۰۰۸ کال کی نورو هيوادونو (ایران،مصر،آذربایجان,الجېريا, لبنان، بنګله دېش,ماينامار(برما), ) هم د دغه الوتکې سپارښت کړل. د جی اف ۱۷ الوتکه د الومین د ترکیبونو څخه جوړېږی. د الوتکې د مهم برخو د جوړولو لپاره د تیتان د فولاد څخه هم کار اخیستل کېږی.