د پاکستان هوايي ځواک
| دپاکستان هوایی ځواک پاک فضائیہ |
|
|---|---|
| پیسدایښت | ۱۴ اغسطس ۱۹۴۷ |
| هېواد | پاکستان |
| د پاکستان پوځ | |
| قومندان | راؤ قمر سلیمان |
| جګړې | د هند-پاکستانی جګړې د افغانستان جګړې |
د پاکستان هوایی ځواک ( په اردو کې: پاک فضائیہ) د پاکستان د هغو ځواکونو څخه دی چې د دې هېواد په امنیت کې اړین (مهم) رول لوبوي. د پاکستان هوایی ځواک د بریطانیایی هندوستان تر تقسیمولو وروسته په ۱۹۴۷زېږيز کال کې جوړ شو. دغه هوایی ځواک په اوس وخت کې ۶۲۰۰۰ عسکرونه ، ۳۰۰۰ پیلوټان او ۵۰۰ جنګی الوتکې لري.
تاریخ
د پاکستان هوایی ځواک تر پسدایښت وروسته په ۲۹۴۷ کال کې ۲۳۳۲ عسکران او ۵۲ الوتکې درلود. دغه الوتکې د کشمیر په جګړې کې کارېدلې. په دی وخت کې د پاکستان په جګړه يیزو درندو وسلو کې د هوکر تېمپست ، هوکر توفان او دی هاویلند تایگرمات الوتکې شاملې وې. دغه الوتکې بریطانیایی حکومت پاکستان ته ورکړې. د ۱۹۵۰ کال څخه د پاکستان هوایی ځواک د امریکا په ملاتړ جوړ شوی دی. د ۱۹۵۱ کال څخه تر ۱۹۶۱ کال پورې امریکا پاکستان ته د اېف- ۸۴ ، اېف- ۸۶ او اېف- ۹۴ د جټ الوتکې ورکړلې. مګر دغه الوتکې د هند- پاکستان په جګړو کې ويجاړ شوې. په ۱۹۸۷ کال کې جنرال محمد ضياءالحق تر پوځی القلاب وروسته د پاکستان حکمران شو او شریعت د حکومت لخوا باب شو. په ۱۹۷۹ کال کې شوروی اتحاد پر افغانستان برید وکړ. امریکا په مرکزي آسیا کې د شوروی آغېزې څخه خطر احساس کړ او د دی لپاره یی پاکستان ته عصری وسلې ورکړې. په ۱۹۸۳ کال کې د اېف-۱۶ عصری ښکاری الوتکې د پاکستان د هوایی ځواک لاس ته ورغلې.
د پاکستان پوځي الوتکې
| الوتکه | هېواد | د الوتکې ډول | عکس |
| F-16 | ښکاری الوتکه | ||
| Dassault Mirage 5 | ښکاری الوتکه | ||
| جي اېف ۱۷ تهنډر | ښکاری الوتکه | ||
| Dassault Mirage III | ښکاری الوتکه | ||
| J-7 | ښکاری الوتکه | ||
| Boeing 707 | وړونکی الوتکه | ||
| میل می ۱۷ | هلیکوپتر |