خيبر دره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د خیبر درہ

د خیبر دره یا د خیبر کوتل یوه دره ده چی د هندوکش په غرونو کی پرته ده. دغه دره د تړی تر ټولو مشهور دره ده. د خیبر دره د افغانستان څخه د پاکستان سرحد ته رسېږی . دغه دره په تر ټولو نری ځای کی یوازې ۳ متره سور لری او اوږدوالی یی ۵۳ کلومتره دی. په پخوانۍ زمانه کی د خیبر دره مهم تجارتی سړک وو.

تاریخ

په پخوانيو پېرونو کی يرغل کوونکوپوځونو د خيبر دره د لوی افغانستان ته د ننوتلو د پاره کاروله. په لرغوني پير کی د سکندر پوځ د خيبر له درې څخه پر هند بريد پيل کړی. په ۹۶۳ زېږيز کال کې د محمود غزنوي پوځونه د خيبر د دری له لارې د افغانستان څخه هند ته ورغلل. په ۱۵۰۵زېږيزکال کې ظهير الدين بابر د خيبر د درې له لارې د افغانستان څخه هند ته راغی او په هند کې يی د مغولود پاچايۍ بنسټ کېښود. په ۱۸۴۲ کال کی د جگرې په وخت کی د خيبر په دره کی ۱۶۰۰۰ انگرېزی سرتيري ووژل شول. په ۱۸۷۹ کال کی انگرېزیانو د خیبر په درې کی بو سړک جوړ کړل. په ۱۹۲۰ کال کی هلته د اورگاډی پټلی جوړه شوه. په اوس وخت کی د خیبر د دری څخه د تجاری مالونو لېږدونو لپاره کار اجیستل کېږی. د جگړې په دوره کی دغه دره د پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو د قاچاقولو لپاره کارېده.