ختيځه افريقا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ختيځه افريقا (د مختلفو تعریفونو له مخې)

د افریقا د لویې وچې تر ټولو ختيځه سيمه چې د جغرافیې او سیاست له مخې په جلا ډول تعریف شوې ده. د ملګرو ملتونو د "جغرافيائی سیمو پلان" له مخې، ختیځه افریقا (east africa) یا (eastern africa)کې دا 19 هېوادونه او سیمې شاملې دي:

په جغرافیه کې ، مصر او سوډان هم ځینې وختونه په دې سیمه کې شامل ګڼل کیږي.

ختیځه افریقا په عمومي توګه هغه سیمې ته ویل کیږي چې کینیا ، تانزانیا او یوګانډا او روانډا ، برونډي او سومالیا پکې شامل دي [۱] [۲] .

د ختیځې افریقا ځینې سیمې د دوی د ځنګلي ژوند لپاره په ټوله نړۍ کې مشهورې دي، پشمول پيلان ، وحشي غواګانې ، زمریان ، پړانګان او ګنډې . د غیرقانوني او بې توپیره ښکار له امله، د دې حیواناتو نفوس په چټکۍ سره کمیږي.

ختیځه افریقا د طبیعي ښکلا له پلوه بډایه ده، په شمول د لویو وچو دره، د افریقا دوه لوړ غرونه Kilimanjaro او Mount Kenya ، د نړۍ دوهم لوی د تازه اوبو جهيل، د ویکتوریا جهيل ، او د نړۍ دوهم ژور تنګانیکا جهيل د پام وړ دي.

د خپلې ځانګړې جغرافیې او د کرنې لپاره د عالي مناسبیت له امله ، دا سیمه په 19 پیړۍ کې د اروپا نیواکګرو هیوادونو لخوا د تیري او غلامۍ سره مخ وه. نن ورځ، سیاحت په کینیا، تنزانیا او یوګانډا کې ترټولو مهم صنعت دی.

د سیمې ډېر هېوادونه د سیاسي بې ثباتۍ، فساد ، ناامنۍ او کورنۍ جګړې قرباني شوي دي، خو کینیا او تانزانیا باثباته حکومت او اقتصاد لري، خو دا هېوادونه له سیاسي کړکېچونو خوندي نه دي.

سرچينې[سمول]

  1. نئی آکسفرڈ انگریزی لغت، جوڈی پیرسل، آکسفرڈ، برطانیہ: آکسفرڈ یونیورسٹی پریس صفحہ 582
  2. میریم ویبسٹر جغرافیائی لغت تیسرا ایڈیشن۔ 2001۔ اسپرنگ فیلڈ، میریم-ویبسٹر انکارپوریٹڈ صفحہ 339