راونډا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بيرغ نښان
د راونډا
نخشه
موقعيت
حکومت
 -  ولسمشر پاول کاګامی
 -  لومړی وزیر برنارډ ماکوزا
جوړښت
 -  تاریخ جولای ۱ ۱۹۶۲ 
 -  اوبه (%) ۵.۳%
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۰۵ اټکل
 -  ټولټال $۱۱.۲۴ میلیارده (۱۳۰th)
 -  پر کس $۱,۳۰۰ (۱۶۰th)
بشري پرمختيا (۲۰۰۳) ۰.۴۵۰ (low) (۱۵۹th)
د وخت سيمه (UTC+۲)
 -  اوړی (DST) not observed (UTC+۲)
د انټرنټ مخکښ شپول .rw
پيل ګڼ ۲۵۰

راونډا په رسمي توګه د راونډا ولسمشریزه، په مرکزي افریقا کې په وچې پورې تړلی یو کوچنی هیواد دی. پلازمینه یې کیګالی رسمی ژبي کینیا راونډایي ژبه ،انګلیسي، فرانسوي او مساحت یې ۷۹۸'۲۶ کیلومتره مربع دی. د راونډا د وګړو شمیر ۶۹۶'۶۸۹'۱۱ میلیوتنه او د پیسو واحد یې د د راونډا فرانک (RWF) دی. یاد هیواد په ۱ جون ۱۹۶۲م کال له بلجیم نه خپلواکی ترلاسه کړی.

روانډا، په رسمي توګه د روانډا جمهوریت، د لوی ريفټ په وادي کې په وچه کې راچاپېر یو هېواد دی، چیرې چې د افریقا د لویو جهيلونو او ختيځي افریقا سره یوځای کېږي. د استوا د کرښې څخه څو درجې جنوب ته موقعیت لري، روانډا د یوګانډا، تانزانیا، برونډي او د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت سره ګډه پوله لري. دا هېواد په خورا لوړه ارتفاع کې پروت دی، د نوموړي هېواد جغرافیه چې په لویدیځ کې یې غرونه او ختیځ ته سوانا (ګرم او نیمه ګرم څړځایونه)، او همدارنګه د هېواد په ټولو برخو کې جهیلونه تسلط لري، هېواد ته یې "زرو(۱،۰۰۰) غونډیو د ځمکي" نوم ورکړی دی. اقلیم یې معتدله تر نیمه استوايي پورې دی، چې په هر کال کې دوه باراني موسمونه او دوه وچ موسمونه لري. روانډا له ۱۲.۶ ملیونه څخه ډير نفوس لري چې په ۲۶،۳۳۸ کیلومتره مربع (۱۰،۱۶۹ میل مربع) ځمکه کې مېشت دي، او د افریقا ترټولو ډير نفوس لرونکی هېواد دی؛ د  ۲km۱۰،۰۰۰ څخه د لوی مساحت لرونکو هیوادونو په منځ کې، نوموړی په نړۍ کې پنځم ډير نفوس لرونکی هېواد دی. په پلازمینه او لوی ښار کیګالي  کې یو ملیون خلک ژوند کوي.[۱][۲]

نفوس یې ځوان او په عمده توګه کلیوال دی؛ روانډا په نړۍ کې یو له ترټولو ځوان نفوس لرونکو هېوادونو څخه دی چې د وګړو منځنی عمر پکې ۱۹ کاله دی. روانډایان یوازې له یوه کلتوري او ژبني ګروپ، بنیاروندا څخه راخیستل شوي دي. په هر حال، په دې ګروپ کې درۍ فرعي ګروپونه شتون لري: هوټو، توتسي او توا. توا په ځنګل کې ميشته پیګمي خلک دي(چې د لنډې تنې درلودونکي دي) او زیاتره وختونه د روانډا د لومړنیو اوسیدونکو اولادونه ګڼل کيږي. پوهان د هوټو او توتسي ترمنځ د رېښې او توپیرونو په اړه اختلاف لري؛ ځینې ​​په دې باور دي چې توپیرونه د یو واحد قوم په مينځ کې د پخوانیو ټولنیزو خپلمنځي ودونو څخه رامنځته شوي، په داسې حال کې چې نور بیا په دې باور دي چې هوټو او توتسي په جلا توګه او د بیلابیلو ځایونو څخه دغه هيواد ته راننوتلي دي. مسیحیت په هېواد کې ترټولو لوی مذهب دی؛ اصلي ژبه کینیاروندا ده، چې د زیاترو روانډایانو لخوا ورباندې خبرې کيږي، انګلیسي او فرانسوي هم د اضافي رسمي ژبو په توګه کارول کېږي. د روانډا خپلواکه دولت د ولسمشرۍ نظام لري. ولسمشر د روانډا د وطنپالنې ټلوالې (RPF) مشر پاول کاګام دی چې له ۲۰۰۰زکال  راهیسې په پرلپسې توګه په واک کې پاتې شوی. نن ورځ په روانډا کې د ګاونډیو هيوادونو په پرتله د فساد کچه ټیټه ده، سره له دې چې د بشري حقونو سازمانونه د مخالفو ډلو د ځپلو، ترهولو او د بیان د آزادۍ په اړه د محدودیتونو راپورونه ورکوي. دا هېواد د استعماري دورو راهیسې د اداري سلسلې د سختو مراتبو له لارې اداره کېږي. په ۲۰۰۶ز کې د کښل شوو پولو له مخې پکې پنځه ولایتونه مشخص شوي دي. روانډا د نړۍ یو له هغو دریو هېوادونو څخه دی چې په ملي پارلمان کې ښځینه اکثریت لري، چې دوه نور هغه هېوادونه یې بولیویا او کیوبا دي.

په دې سیمه کې ښکارځنان د تیږې او اوسپنې په دورو کې مېشت شول، چې وروسته بیا د بنتو خلک ورغلل. خلک لومړی په قبیلو او بیا په سلطنتونو کې سره یوځای شول. د روانډا سلطنت د اتلسمې پیړۍ له نیمایي راهیسې د توتسي پاچاهانو له خوا په نظامي توګه د نورو سېمو په فتح کولو سره او د واک په مرکزي کولو سره په دې قلمرو باندې واکمن ؤ، چې وروسته یې د هوټو ضد سیاستونه پلي کړل. آلمان په ۱۸۸۴ز کې روانډا د آلمان د ختیځې افریقا د یوې برخې په توګه مستعمره کړه، ورپسې بلجیم چې په ۱۹۱۶ز کې یې د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې یرغل وکړ. دواړو اروپایی هېوادونو د پاچاهانو له لارې حکومت وکړ او د توتسي پلوه پالیسي یې غوره کړه. د هوټو وګړو په ۱۹۵۹ کال کې پاڅون وکړ. دوی د ګڼو توتسي وګړو عام وژنه وکړه او بالاخره یې په ۱۹۶۲ز کال کې د ولسمشر ګریګویر کییبندا په مشرۍ یو خپلواک، هوټو واکمن جمهوریت رامنځته کړ. د 1973ز یوې پوځي کودتا کییبندا رانسکور کړ او جوینال هابیاریمانا یې واک ته ورساوه، چا چې د هوټو پلوه پالیسي وساتله. د توتسي په مشرۍ د روانډا وطنپالې ټلوالې په ۱۹۹۰ز کال کې کورنۍ جګړه پیل کړه، هابیاریمانا د ۱۹۹۴ز کال د اپريل په میاشت کې ترور کړای شو. د روانډا په نسل وژنې کې ټولنیز کړکيچ را منځ ته شو چې وروسته د هوټو افراطیانو د سلو ورځو په موده کې له ۵۰۰،۰۰۰ څخه تر ۱،۰۰۰،۰۰۰ توتسي او هوټو وګړي ووژل.RPF ټلوالې  د ۱۹۹۴ز په جولای کې د پوځي بریا په تر لاسه کولو سره نسل وژنه پای ته ورسوله.

د روانډا مخ پر ودې اقتصاد د ۱۹۹۴زکال نسل وژنې په پایله کې خورا زیانمن شوی ؤ، مګر له هغه راوروسته پیاوړی شوی دی. اقتصاد یې تر ډېره پر معیشتي کرنې ولاړ دی. قهوه او چای یې د صادراتو لپاره عمده نغدي محصولات دي. ګرځندويي یا ټورېزم پکې یو ګړندی وده کونکی سکتور دی او اوس د هېواد د بهرنیو اسعارو یو مخکښ عاید کونکی دی. روانډا یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی چیرې چې غرنۍ ګوریلاوې په خوندي توګه کتل کیدی شي، او کتونکي د ګوریلاوو د تعقیب جوازونو لپاره لوړې بیې پرې کوي. موسیقي او نڅا، په ځانګړې توګه ډولونه او په لوړه کچه کوریوګراف شوې  نڅا د روانډا کلتور لازمي او نه بېلېدونکې برخه ده. د امیګونګو په شمول، چې د غواګانو له خوشایو یو ځانګړی او نادر هنر دی، دودیز هنرونه او لاسي صنایع په ټول هېواد کې تولیديږي.[۳][۴][۵]

روانډا د ۱۹۹۴ز راهیسې د روانډا د وطن پالې ټلوالې په مشرۍ د دوه اړخیزه پارلمان او یو واحد جمهوري سېستم له خوا اداره کېږي. دا هېواد د افریقایي اتحادیې، ملګرو ملتونو، د مشترک المنافع هېوادونو، COMESA ، OIF  او د ختیځې افریقا ټولنې غړی دی.

ريښه پيژندنه

د 'روانډا' اصطلاح (د Rwanda-Rundi u Rwanda څخه ) د دې ځای د ځایی خلکو نوم دی چې د نوموړې کلمې اصل خپله د دوی لپاره هم نامعلوم دی، د خورا عامې پیژندل شوې املا په توګه پېژندل شوې. په نهایت کې، د څو توپیرونو وروسته – د بېلګې په توګه –  'Ruanda', او داسې نورو،  - دا اوسنی مشتق روانډا د هېواد د نوم په توګه ومنل شو. داسې ښکاري چې د -w- سره املاء د c پر ځای په ۱۹۷۰ز کې غالبه شوې.[۶][۷]

په انګلیسي کې، نوموړی نوم د  /ruˈɑːndə, -ˈæn-/په توګه تلفظ کېږي - (واورئ )، په داسې حال کې چې په کینیاروندا ژبه کې [u.ɾɡwaː.nda]  ده (واورئ ).

تاریخچه

په هغه قلمرو کې چې اوس روانډا نومېږي، د انسانانو عصري ميشته کيدل لږ تر لږه تر وروستۍ کنګلیزې یا برفانیه دورې پورې، یا د 8000 زم په شاوخوا کې په د ډبرو تر نوې دورې پورې، یا تر ورپسې اوږدې مرطوبي دورې پورې رسېږي چې د ۳۰۰۰ زم  شاوخوا کې دوره وه. د لرغون پېژندنې کیندنو د ډبرې د دورې په وروستیو کې د لږو ښکاریانو، ورپسې د اوسپنې د دورې د لومړیو اوسیدونکو د لوی نفوس د ميشته کیدو شواهد، چې د لوښو او اوسپنې وسایل یې تولیدول، په ګوته کړل. دا لومړني اوسیدونکي د تووا- هغو اصلي پیګمي ښکار راټولونکو پلرونه او اجداد وو چې نن ورځ په روانډا کې پاتې دي. د ۷۰۰زم او ۱۵۰۰ز ترمنځ، د بنتو یو شمير ډلو روانډا ته مهاجرت وکړ، د ځنګل ځمکې یې د کرنې لپاره تشې کړې. په دې توګه په ځنګل کې ميشتو توا وګړو د خپل استوګنځای ډېره برخه له لاسه ورکړه او د غره لمنو ته ولاړل. تاریخ پوهان د بنتو مهاجرتونو د ماهیت په اړه څو نظریات لري. یوه تیوري دا ده چې لومړي اوسېدونکي هوټو وو، په داسې حال کې چې توتسي ښایي له نیلو هامېټیک اصل څخه وروسته مهاجرت کړی وي او یوه جلا نژادي ډله یې جوړه کړې وي. بله نظریه دا ده چې مهاجرت د دې پر ځای چې د د موجودو ټولنو په اشغال سره تر سره شي، له موجوده ډلو سره د یو ځای کېدو په بڼه ورو او ثابت ؤ. د دې تیورۍ له مخې، د هوټو او توتسي توپیر وروسته رامنځته شو او د نژادي توپیر پر ځای یو طبقاتي توپیر ؤ. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په ​​سیمه کې د ټولنیزې مجموعې لومړنۍ بڼه قبیله (اوبوکو/د مستقیمې خپلوۍ نه پرته د وګړو ټولنيزه مجموعه ) وه. دا قبیلې یوازې په نسبونو یا جغرافیایي سیمو پورې محدودې نه وې، او تر ډېره پکې هوټو، توتسي او توا شامل وو. له ۱۵مې پېړۍ راپدېخوا، قبیلو د سلطنتونو په بڼه کې سره یوځای کيدل پیل کړل؛ په ۱۷۰۰زکال کې په اوسنۍ روانډا کې شاوخوا اته سلطنتونو شتون درلود. یو له دغو څخه، د روانډا سلطنت یا ټولواکي وه چې د توتسي نیګینیا قبیلې له خوا یې مشري کېده، د اتلسمې پیړۍ له نیمایي څخه په زیاتیدونکې توګه واکمنه شوه. دا سلطنت د نولسمې پیړۍ په اوږدو کې د پاچا کیګیلي روابوګیري د واکمنۍ پرمهال خپل عروج ته ورسید. روابوګیري څو کوچني ایالتونه فتح کړل، لویديځ او شمال ته یې سلطنت پراخ کړ، او اداري اصلاحات یې پیل کړل؛ په دې اصلاحاتو کې اوبوهاک(ubuhake) او همداراز یوبریتوا(uburetwa) شامل وو، چې په ترتیب سره د لومړي له مخې د توتسي مشرانو مالداري انحصاري کړې وه او دا امتیاز یې له هوټو یا توتسي پیرودونکو څخه د شخصي او اقتصادي خدمتونو د ترلاسه کولو په بدل کې  کاراوه، او دوهم یې یو اشغالي(له مزد پرته کار) سېستم ؤ چې له مخې یې هوټو مجبور وو چې د توتسي مشرانو لپاره کار وکړي. د روابوګیري بدلونونه د هوټو او توتسي د نفوسو تر منځ د شخړو د زیاتیدو لامل شول.   توا د پاچاهۍ څخه مخکې د دورې په پرتله په ښه وضعیت کې وو، ځینې یې په شاهي دربار کې نڅاګر شول، په داسې حال کې چې شمير یې مخ پر کمیدو ؤ. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ایداري وېش

له ۲۰۰۶م کال راهیسې راونډا هیواد په ۵ ولایتونو وېشل شوی دی.

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

  1. "Government of Rwanda: Welcome to Rwanda". مؤرشف من الأصل في ۲۳ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. United Nations – List of countries by population (United Nations)
  3. "Is Rwanda in line to become one of Africa's major tech hubs?". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Increased innovation key to Rwanda's continued success". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Leveraging Rwanda's position as a tech hub". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. by 1834
  7. "Rwanda, Ruanda". Google Books Ngram Viewer. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Shyaka، صص. 10–11.
  9. Chrétien 2003، ص. 69.
  10. Mamdani 2002، ص. 58.
  11. Prunier 1995، ص. 16.
  12. King 2007، ص. 75.
  13. Chrétien 2003، ص. 58.
  14. Mamdani 2002، ص. 61.
  15. Dorsey 1994، ص. 36.
  16. Chrétien 2003، ص. 45.
  17. Chrétien 2003، ص. 44.
  18. Prunier 1995، صص. 13–14.
  19. Mamdani 2002، ص. 69.
  20. Chrétien 2003، ص. 160.
  21. Chrétien 2003، صص. 88–89.
  22. Chrétien 2003، ص. 141.
  23. Chrétien 2003، ص. 482.
  24. Chrétien 2003، ص. 88.