جورج واشنګټن کارور
جورج واشنګټن کارور | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱ جنوري ۱۸۶۴[۱] د امریکا متحده ایالات [۲] |
مړینه | |
د مړینې لامل | وينه لږی |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [۴] |
نسل | |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي [۵] |
د کړنې څانګه | بوټپوهنه کيميا روزنپوهنه |
لاسليک | |
سمول |
جورج واشنګټن کارور (شاوخوا ۱۸۶۴ – د ۱۹۴۳ د جنورۍ ۵مه) یو امریکایی د کرنې عالم او مخترع و چې د پنبې بدیل محصولات یې دود کړل او د خاورې د خرابېدو د مخنیوي لپاره یې لارې چارې وموندې. دی د شلمې پېړۍ په لومړیو کې تر ټولو مخکښ تور پوستی عالم و. [۶][۷]
کارور چې کله په ټسکېګي انستېتیوت کې ښوونکی و، د هغو خاورو د سمولو لپاره یې تخنیکونه جوړ کړل چې د پنبې د پرلهپسې کرنې له امله خرابېږي. ده له بېوزلو کروندګرو غوښتل چې د مومپلیو او کچالو په څېر نور محصولات د ځان لپاره د خوراکي سرچینې په توګه وکري او د خپل ژوند کیفیت ښه کړي. د کروندګرو لپاره د کارور په ۴۴ عملي خپرونو کې تر ټولو مشهوره یې هغه وه چې د مومپلیو په مرسته د ۱۰۵ ډوله خوراکونو د جوړولو لارښوونې په کې وې. که څه هم ده کلونه کلونه وخت د ګڼو هغو محصولاتو پر جوړولو او دودولو تېر کړ چې له مومپلیو جوړېدل، خو یو یې هم له سوداګریزه اړخه بریالی نهشو.[۸]
کارور د کروندګرو د ژوند ښه کولو لپاره د خپل کار تر څنګ، د چاپېریالساتنې د دودولو سرلاری هم و. ده د خپلو کارونو له امله ګڼ ویاړونه ګټلي چې یو یې د رنګینپوستانو د پرمختګ له ملي ټولنې (NAACP) څخه د سپینګارن (Spingarn Medal) مېډال دی. د لوړ توکمیز تضاد په دوران کې د کارور شهرت د تور پوستانو د ټولنې تر کچې لوړ و. دی د خپلو ګڼو لاستهراوړنو او وړتیاوو له امله د سپینپوستانو تر منځ هم په پراخه کچه وپېژندل شو او وستایل شو. په ۱۹۴۱ کال کې ټایم مجلې، کارور «تور پوستی لیونارډو» ونوماوه. [۹][۱۰]
د ژوند لومړي کلونه[سمول]
کارور د ۱۸۶۰مې لسیزې په لومړیو یا منځنیو کلونو کې د میسوري سیمې د نیوټن ښار په ډيامونډ ګرو کې کرېسټال پلېس ته نږدې، د غلامۍ په حالت کې وزیږېد. د زیږېدو نېټه یې نامعلومه ده او په خپله دی هم نه و پرې خبر؛ خو په میسوري کې د غلامۍ تر لغوه کېدو وړاندې وه او هغه د ۱۸۶۵ کال په جنورۍ میاشت کې د امریکا د کورنۍ جګړې په جریان کې لغوه شوه. څښتن یې «موزس کارور» یو جرمنيالاصله امریکایی کډوال و چې د ده مور او پلار «مري او ګلیز» یې د ۱۸۵۵ کال د اکتوبر په ۹مه نېټه له ویلیم پي مک ګینس څخه د ۷۰۰ ډالرو په بیه پېرلي وو.[۱۱][۱۲]
جورج چې کله د یوې اونۍ و؛ دی، خور او مور یې د شپنیو یرغلګرو لهخوا له ارکانزاس څخه وتښتول شول. د جورج ورور «جېمز» د تښتوونکو له منګولو څخه امن ځای ته ولېږدېد. خو تښتوونکو پاتې درې کسان په «کنټوکي» کې وپلورل. موزس کارور «جان بټلي» ته د دوی د پیدا کولو دنده وسپارله، خو هغه یوازې نوی زیږېدلی جورج پیدا کړ. موزس د ماشوم د بېرته ترلاسه کولو لپاره له تښتوونکو سره خبرې وکړې او بنټلي ته یې خپله حقالزحمه ورکړه. د غلامۍ تر لغوه کېدو وروسته موزس کارور او د هغه مېرمنې «سوسن» جورج او د هغه مشر ورور جېمز د خپلو بچیانو په توګه لوی کړل. دوی جورج وهڅاوه چې خپلو فکري فعالیتونو ته دوام ورکړي او د موزس مېرمنې «سوسن» هم ابتدايي لیکل او لوستل ور زده کړل.[۱۳]
لوړې زدهکړې[سمول]
کارور د کانزاس ایالت د هایلنډ ښار په «هایلنډ پوهنتون» کې تر منل کېدو وړاندې ګڼو پوهنتونونو ته د داخلې غوښتنه وسپارله. خو له دې سره سره، کله چې ورغی، د توکم په خاطر یې د ده له منلو څخه ډډه وکړه. د ۱۸۸۶ کال په اګسټ میاشت کې کارور له جې.اېف بیلر سره له هایلنډ څخه د کانزاس ایالت د نېس سیمې اډن ښار ته لاړ. ده بیلر ته نږدې د بوټو او ګلونو یوه شنه خونه او د ځمکپوهنې یوه مجموعه لرله او همدلته یې یو کلېم [هغه ځمکه چې کډوالو کښت پکې کړی وي او د ځان یې ګڼي] هم درلود. کارور د دغه کلېم ۱۷ جریبه (۶۹۰۰۰ متره مربع) برخه کولبه کړه او وریژې، جوار، هندي جوار، د بڼوالۍ محصولات، د مېوې ونې، ځنګلي ونې او بېلابېل نور بوټي یې پکې وکرل. همدا راز ده په ښار کې په نورو لنډمهالو یا اضافي کارونو هم عاید ګاټه او د یوه ګوروان په توګه یې کار کاوه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
کارور د ۱۸۸۸ کال په لومړیو کې د خپلو زدهکړو لپاره د نېس ښار له بانک څخه ۳۰۰ ډالره پور ترلاسه کړ او په جون میاشت کې له دې ځایه لاړ. په ۱۸۹۰ کال کې یې د ایووا سیمې د اینډیانولا په «سیمپسون کالج» کې د هنر او پیانو په برخه کې زدهکړې پیل کړې. د هنر استاد «اېټا باډ» یې د ګلونو او بوټو په انځورګرۍ کې وړتیا تشخیص کړه او ویې هڅاوه چې په ایمز کې د ایووا ایالت د کرنې په کالج (چې دا مهال د ایووا ایالتي پوهنتون دی) کې بوتاني [د بوټو علم] ولولي. [۱۹][۲۰][۲۱]
کله یې چې په ۱۸۹۱ کال کې هلته زدهکړې پیل کړې، په ایووا ایالت کې لومړنی تور پوستی زدهکړیال و. دی په ۱۸۹۴ کال کې له دغه کالج څخه د لېسانس په کچه فارغ شو. د ایووا ایالتي پوهنتون استادانو «جوزف باډ» او «لویس پامل» قناعت ورکړ چې د ماسټرۍ زدهکړو ته هم دلته دوام ورکړي. کارور د راتلونکو دوو کلونو لپاره د ایووا په ازمېښتي مرکز کې د پامل تر لارښوونې لاندې څېړنه وکړه. ده په ازمېښتي مرکز کې د بوټو د رنځپوهنې او مایکولوژۍ په برخه کې څېړنه وکړه چې په ملي کچه یې د پېژندل کېدو لامل شوه او د یوه بوټي پېژندنونکي په توګه درناوی ورته وشو. ده د خپلې ماسټرۍ سند په ۱۸۹۶ کال کې ترلاسه کړ او په ایووا ایالت کې یې د لومړني تور پوستي علمي کادر په توګه تدریس وکړ.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
که څه هم کارور ته کله ناکله د «ډاکتر» خطاب کېده، خو هېڅکله یې رسمي دوکتورا ترلاسه نهکړه. ده له پامل سره په یوه شخصي مکالمه کې وویل چې دا «ناسم نوم» دی او هغو کسانو ده ته د وړتیاوو په دلیل ورکړی چې د زدهکړو په اړه یې دقیق معلومات نهلري. له دې سره سره، سیمپسون کالج او سیلما پوهنتون دواړو، ده ته د ژوند پر مهال افتخاري دوکتورا ورکړه او بیا وروسته ایووا ایالت هم په ۱۹۹۴ کال کې د انساني ادبیاتو دوکتورا د ده په نوم کړه.[۲۷][۲۸][۲۹]
ټسکېګي انستېتیوت[سمول]
په ۱۸۹۶ کال کې د ټسکېګي انستېتیوت (چې دا مهال ټسکېګي پوهنتون دی) لومړني مدیر او عمومي رئیس «بوکر ټي واشنګټن» کارور د کرنې د څانګې ریاست ته ور وباله. کارور ۴۷ کاله هلته تدریس وکړ او دا څانګه یې پر یوه پیاوړي څېړنیز مرکز بدله کړه، همدا راز د خپل کار په جریان کې یې د کالج له دوو نورو رئیسانو سره هم همکاري وکړه. ده د تناوبي کرنې مېتودونه تدریس کړل، کروندګرو ته یې ګڼ داسې خرڅېدونکي محصولات ور وپېژندل چې د پنبې د پرلهپسې کښت له امله خرابه شوې خاوره هم سمولای شي، همدا راز د کرنیزو محصولاتو (chemurgy) په اړه یې څېړنې پیل کړې او د تور پوستو زدهکوونکو نسلونو ته یې د ځانبسیاینې لپاره د کرنې تخنیکونه ور زده کړل.[۳۰][۳۱]
اړیکې[سمول]
کارور هېڅکله واده ونهکړ. په ۴۰ کلنۍ کې یې د یوه لومړني ښوونځي له ښوونکې «سارا ال. هانټ» سره خپله مینه څرګنده کړه چې هغه د ټسکېګي انستېتیوت د خزانهدار «وارن لوګان» خوښینه (د ښځې خور) وه. دغې مینې درې کاله دوام وکړ او بیا هغې په کلفورنیا کې د تدریس دنده واخیسته. کرېسټینا وېلا په ۲۰۱۵ کال کې په خپل ژوندلیک کې د هغه عاطفي اړیکو ته کتنه کړې او په دې باور ده چې کارور دوه جنسه و او د خپلې تاریخي دورې د دودونو تر اغېزې لاندې و.[۳۲][۳۳]
مړینه[سمول]
کارور یوه ورځ کور ته له راګرځېدو وروسته په زینو کې سخت ولوېد. خدمتګار یې د بېهوښۍ په حالت کې پیدا کړ او روغتون ته یې ورساوه. بالاخره د دغې پېښې په پایله کې د ۱۹۴۳ کال د جنورۍ میاشتې په ۵مه نېټه د وینې د کمښت له امله مړ شو او په ټسکېګي پوهنتون کې د «بوکر ټي واشنګنټن» تر څنګ خاورو ته وسپارل شو. د کارور د سپما پیسې څه باندې ۶۰،۰۰۰ ډالره وې چې ټولې یې د خپل ژوند په وروستیو کې او د مرګ پر مهال «کارور موزیم» او «جورج واشنګټن فونډېشن» ته وبښلې.[۳۴]
د ده پر قبر لیکل شوي وو: "ده کولای شول چې شهرت ته شتمني ور زیاته کړي، خو یوه ته یې هم توجه ونهکړه، خوښي او عزت یې له نړۍ سره په مرسته کې وموندل."[۳۵]
سرچينې[سمول]
- ↑ https://www.famousbirthdays.com/people/george-washington-Carver.html
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2015872683 — د نشر نېټه: ۲ اپرېل ۲۰۲۴
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6sq984q — subject named as: George Washington Carver — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ http://www.nndb.com/people/582/000030492/bibliography/
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2015872683 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ Mark D. Hersey (2011), My Work Is That of Conservation: An Environmental Biography of George Washington Carver, University of Georgia Press, ISBN 978-0820338705.
- ↑ (په November 24, 1941 باندې). Black Leonardo Book. Time.
- ↑ McMurry (1982), George Washington Carver, pp. 9–10.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ George Washington Carver: Scientist, Scholar, and Educator Archived February 12, 2009, at the Wayback Machine. from the "Blue Skyways" website of the Kansas State Library
- ↑ Southeast Quarter of Section 4, Township 19 South, Range 26 West of the Sixth Principal Meridian, Ness County, Kansas
- ↑ George Washington Carver: Scientist, Scholar, and Educator Archived February 12, 2009, at the Wayback Machine. from the "Blue Skyways" website of the Kansas State Library
- ↑ George Washington Carver: Scientist, Scholar, and Educator Archived February 12, 2009, at the Wayback Machine. from the "Blue Skyways" website of the Kansas State Library
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- ↑ "The first Jesup Wagon" Archived 2013-01-28 at the Wayback Machine., George Washington Carver Museum, Tuskegee University Historic Site, National Park Service website.
- ↑ McMurry (1982), pp. 45–47.
- ↑ Kremer, Gary R., George Washington Carver: A Biography, Greenwood, 2011, ISBN 0313347964, p. 68
- ↑ Christina Vella, George Washington Carver: A Life, Southern Biography Series, Louisiana State University Press, 2015
- ↑ GWC | Tour Of His Life |Page 6
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
- Pages with script errors
- تيروتنې په ويکيډاټا کينډۍ کې
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P19
- په ويکيډاټا کي خرابي
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه