جنگ ورځپاڼه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جنگ ورځپاڼه
روزنامہ جنگ

هېواد پاکستان
بنسټ ایښودنکی میرخلیل الرحمٰن
ژبه اردو
وېب www.jang.com.pk


جنگ ورځپاڼه (په اردو کی: روزنامه جنگ) د پاکستان تر ټولو زړه او خپرېدونکې ورځپاڼه ده چی د اردو په ژبې کی د جنگ گروپ لخوا د ۱۹۳۹ کال راهیسی خپرېږي. په دی ورځپاڼې کی د پاکستان او نړۍ اقتصادي، سیاسي، سپوړتي او ثقافتي اخبار شته. په اوس وخت کی د جنگ ورځپاڼه پرته له لاهور، کراچۍ، روالپنډي، اسلام آباد، کوټه او ملتان څخه په لندن کی هم چاپېږي. میرخلیل الرحمٰن چی د جنگ گروپ بنسټ ایښودنکی وو په ۱۹۴۰ کال کی په دهلي کی یی د جنگ ورځپاڼې په خپرولو پېل وکړ. په دی وخت کی دغه ورځپاڼه د هندی مسلمانانو په منځ کی تر ټولو زیات لوستونکی لرل. په ۱۹۴۷ کال کی کله چی پاکستان جوړ شو نو د جنگ گروپ خپله اداره نوي پلازمېنې کراچۍ ته نقل کړه.