بيټني

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

بيټني د پښتنو د يو ټبر نوم دی. ددغې قبيلې خلک د خپل لوی بيټ نيکه يا بټن دنا مه له کبله په بيټنو سره شهرت لري. دا سړی په پښتنو کې ډير مشهور نيکه تير شوی دی او له پخوا زمانې نه تاريخپوهانو دده نوم او حال ليکلی دی. په پښتني عنعنه کې دا سړی يو خورا لوی پښتون او مشهور نيکه گڼل کيږي. ددې عنعني تصديق په بهرنيو مؤرخينو کې ابو الفضل علامي ( ١٠٠٦ هجري) د هندد مغولي واکمن جلال الدين محمد اکبر ددربار مؤرخ په دې ډول کوي: "په پښتنو کې درې وروڼه بيټنی،غر غښت او سړ بن ډير مشهور نيکو نه دي".[1] د بيټ نيکه نوم په تاريخونو کې بيټنی او بټن هم راغلی دی او نعمت الله هروي چې په( ١٠١٨ هجري) کې مخزن افغاني تاليف کړی دی هم دشيخ بيټني او دده د او لادې احوال په بشپړه تو گه راوړی او ځينو نورو تاريخونو ته حواله ورکوي چې مجمع الا نساب ا، معدن ا خبار احمدي او تا ريخ ابرا هيم شا هي له هغو نه دي او تر ده دمخه ليکل شوي دي.[2] [3] د رو ا يتو نو له مخې بټن دقيس عبدالر شيد زوی دی. بيټ نيکه (*) د خپلو دوو ورو ڼو يعني غر غښت او سړ بن نه په عمر کو چنی و، خو د خپل نيک خوی، زهد او تقوی په وجه يې ډير شهرت تر لاسه کړ. په کو چنيوالي کې يې تر عر بستان او عر اق پورې سفر و نه وکړل چې ددې سفر و نو په تر څ کې يې د ډيرو خلکو سره ليد نې کتنې وکړې او د هغوی له صحبته يې فيض تر لا سه کړ.[4] اخو ند درويزه ننگر هاری چې تر (١٠٤٨ هجري) پورې ژ وندی و هم د شيخ بيټني او دده د او لا دې يا دونه کوي او د پښتنو له نو ميا ليو او مشا هيرو نه يې گڼي. خو تر دغو ټو لو پخو انی او زوړ کتاب چې د بيټ نيکه ذکر او دده اشعار پکې را غلي دي د با رک خان د زوی سليمان ما کو تذ کر ت الا وليا دی چې له(٢١٢هجري) نه ورو سته ليکل شوی دی. ددې کتاب هغه يو څو پا ڼې چې شته د شيخ بيټني ذکر داسي کوي:" نقل کا ندي هسي يا رانو چې په روزگار د شيخ بيټني دده ورور چې سړ بن نو ميد ه او پر شيخ بيټني هم خورا گران و، سړبن نه در لود زامن او هر کله به يې ويل خپل ورور ته ،بيټني خپل زوی اسما عيل ورکا او لوی شو د سړ بن په کا له، خدای مهر بان د اسما عيل په برکت سړ بن ته نصيب کړل دو مره زامن چې اوس شو گڼون د هغو ...".[5]

لوی استاد علا مه عبد الحی حبيبي د پښتو اد بيا تو تا ريخ په دوهم ټوک کې د بيټ نيکه په اړوند دا سي ليکلي دي:" د بيټ نيکه نور ا حو ال مو ږ ته نه دی معلوم او نه دده ژوند مؤ ر خانو تصر يح کړی دی،فقط د پټې خز انې د ليکلو څخه ښکاري چې اسما عيل د بيټ نيکه زوی د ښر خبون معا صر او د غه سړ ی په کال(٤١١ هجري ) کې مړ شوی دی. نو چې د اسما عيل د ژوند وخت (٤٠٠ هجري) حدود وي ښا يي پلار او اکا يې هم د (٣٥٠ هجري) په حدودو کې ژ وندی وي."[6] د تاريخ حيات افغاني د ليکوال ډپټي محمد حيات خان په حواله بيټ نيکه د سليمان په غر ه کې ميشته و ،خو وروسته د غزني په شاوخو اکې ښخ شو.[7] شيخ بيټني يو رو حاني شخصيت و . سليمان ما کو په خپل کتاب تذ کرت الا وليا کې دده يو مناجات راوړی دی چې په لا ندې ډول يې وړاندې کوو"

لويه خدايه،لويه خدايه ستا په مېنه په هر ځايه
غر ولاړ دی درناوي کې ټوله ژوي په زاري کې
دلته دي د غرو لمنې ز موږ کيږدۍ دي پکې پلنې
دا وگړي ډير کړي خد ايه! لويه خدايه، لويه خدايه!
دلته لږ زموږ اوربل دی ووړ کو رگی دی،ووړ بور جل دی
مېنه ستا کې موږ ميشته يو بل دچا په مله تله نه يو
هسک او مځکه نغښته ستا ده د مړو وده له تا ده
دا پا لنه ستا ده خدايه لويه خدايه، لويه خد ايه!

شيخ بيټني درې زامن در لو دل چې اسما عيل ،وړسبون او کجين نو ميدل او په دغو زامنو سر بيره يې يوه لور هم در لوده چې بي بي متو نو ميده او د شا ه حسين غوري مير من وه چې او لاده يې متو زي پښتا نه دي.[8]

د بيټ نيکه په ز امنو کې دوړ سبون او کجين او لادې ته بيټني وايي.[9] په پخوا و ختو نو کې دد غې قبيلې خلک د سليمان غره په لو يد يزه خو اکې او سيدل،خو په هندو ستان کې د پښتون واکمن د سلطان بهلول لودي د زوی سکندر لو دي د و ا کمنۍ په و خت کې د غلجيو د قبيلي د غلبي په وجه د خپل اصلي او پخو اني ټا ټو بي نه و کو چيدل او د سليمان غره په لمر خا ته د گومل د سيند پر غاړه او په ټا نک کې ميشته شول. وروسته بيا ددغې قبيلي زيا تره خلک د سو داگرۍ او نورو دو لتي چارو د تر لا سه کو لو له پاره هند وستان ته ولاړل. ددې له پاره چې په هغه و خت کې په هند و ستان کې پښتنو واکمنانو ځواک درلود او ټول قدرت ددوی په لاس کې و،له همدې کبله د بيټني قبيلي ځيني کسان هم د لو يو ر تبو خا وندان شول چې يو له هغو نه فتح خان بيټنی د بنگال د گور دسيمې خود مختاره او مشهور صو بدار او يا گورنر و، چې تر هغه وروسته دغه مقام د کر لا ڼي قبيلي لاس ته ورغی.[10]

هغه شمير بيټني چې د گومل په دره کې او سيدل ،نو د هغوی په شمير کې زيا تو الی راغی، چې د خپل ملک په لو يولو او نورو سيمو په نيو لو يې پيل وکړ،ان تر دې چې( دوتو) چې کا نيگرام ته نږ دې مؤ قعيت لري ور سيدل. دوی دلته د وزيرو او مسيدو سره مخا مخ شول او په هغه جگړه کې چې ددوی تر مينځ پيښه شوه نو بيټنو ما تي وخوړه او شا ته تلو ته مجبور شول او د کر نگي له کلا نه هم په شا شول، چې اوس نو موړې کلا د مسيدو قبيلې د بهلو ل زيو د ښا خ د شنگي څا نگې په لا س کې ده. کله چې وزير او مسيد ددوی د مقبو ضه ملک د نيو لو پر ته د هغوی پر سيمې باندې هم تيری پيل کړ،نو په دغه وخت کې ځينې خلک له خپلو کو رو نو نه لاړل او چير ته چې دوی ته پناه ور کړل شوه هلته ميشته شول، خو د کجين د او لادې زيا تره برخه او دهغې نه د وړ سبون او لا ده د سليمان د غره په ختيزه کې ميشته دي.

داسي ويل کيږي چې په هغه وخت کې د گبر غر چې د بنو جنوب او د ټانک شمال ته پروت دی او د ورگا ړا يا او گاري ښاخ د وړ سبون بيټنيو په قبضه کې و، چې ورو سته بيا په نو مو ړي ښا خ با ند ې د گو ربزو قبيلې ير غل وکړ او بې شميره ورگاړي يې ووژل او ددوی سيمه يې و نيو له. د بيټني قبيلې د استو گنې سيمې:

په پښتو نخواکې

بيټني د جنو بي وزير ستان په سهيل او دديره اسما عيل خان د ضلعې په لو يد يځ کې ا ستو گنه لري،چې د جغر ا فيوي پلوه په جنو بي و زير ستان، خو په اداري لحا ظ په ديره اسمعيل خان کې مو قعيت لري. ددوی سيمه له ١٢ نه تر ١٥ ميله پورې پلنوالی او تقر ېبا ٥٠ ميله او ږدوالی لري. ددوی اصلي مر کز د جنډ وله په نا مه يا ديږي، چې په جنو بي و زير ستان کې د ټا نک پورې اړونده سيمه ده. همداراز ددغې قبيلې خلک په بنو، لکهي مروت کې هم ميشته دي. په او سني و خت کې په بنو او ديره اسما عيل خان کې ددوی شمير د ٢٥٠٠٠ زرو په شا او خواکې اټکل شوی دی٠سر بيره يو شمير بيټني په پيښور، کراچۍ او د پا کستان په نورو ښا رو نو کې هم استو گنه لري

په افغا نستان کې

په افغا نستان کې دوی په پکتيکا،غزني او ننگرهار ولا يتو نو کې ميشته دي. داسي ويل کيږي چې په غزني کې ددوی څلور پنځه کلي شته. يو شمير بيټني په نيمه کو چي ډول ژوند کوي چې دکابل او ننگر هار تر مينځ ليږد کوي. دننگر هار ولايت د چپر هار د ولسوالۍ په ځينو کليو کې هم يو شمير بيټني ميشته دي. دا فغا نستان پښتانه بيټنيو ته دبيټ نيکه د رو حاني شخصيت له کبله درناوی کوي. په ټول افغا نستان کې ددوی شمير د٦٠٠٠ تنو په شا او خواکې ښو دل شوی دی.

په هند کې

لکه چې د مخه وويل شول يو شمير بيټني په پخوا زمانو کې کله چې لودي او سوري پښتنو پر هندوستان باندې واکمني درلوده دغه هيواد ته وليږ ديدل ددغو واکمنا نو تر حما يې او سيوري لاندې د غټو غټو منصبو نو خا وندان شول، په تيره بيا په بنگال کې دوی ډیر پو ځي منصبو نه در لودل. چې همدا اوس هم د هند په بنگال،بيهار، اوړيسا او اتهراپراد يش ايا لتو نوکې بيټني پښتا نه ميشته دي ،خو ژبه يې له لا سه ور کړې ده.

د بيټني قبيلې ښا خو نه

لکه چې د مخه مو وويل د بيټ نيکه په زا منو کې دوړ سبون او کجين اولا دې ته بيټني وايي چې په لا ندې ډول به ددوی ښا خو نه در وپيژندل شي:

د وړ سبون ښاخونه

مزياڼي،کزبوڼي،ورگاړي،غړون،فتح خيل،مندي خيل،ادم خيل،سن خيل،ما ني خيل،رسول خيل،معروف خيل،خواجي خيل،چارگل خيل،رحيمدادخيل،الفدين خيل، جاني خيل ، حسن خيل،لا لي خيل، سمر زي ، دري خيل،،ملا خيل، تا جو خيل،يو سف خيل، لښکري،عمر خيل،کلي خيل ، سر مست خيل،اورک زي، زکني، غوري زياو نور...

د کجين ښا خو نه

تتا،دنا،کټا،کوټي،رتنزي،بو يا يي،بو يک ،توران خيل،کټه گرام،مند اڼه، شيخا يي ، تر ايي ، څپلاي، شهمير، بالمير، شنگرلاني او نور...

بيټني زړور،ميلمه پا لونکي، جنگيالي او دښه مزاج خا وندان دي. دوی دود اد دستور وزيرو ته ورته دی. د حيات افغا ني مؤ لف ډپټي حيا ت خان ١٤٣ کلو نه وړاندې ددوی د وسله والو جنگيا ليو شمير ٣٠٠٠ تنه ښو دلی دي.

سرچينې

  1. ائين اکبري - لومړی ټوک، ١٩١ مخ
  2. د پښتو ادبياتو تاريخ - دريم ټوک - ١٠٥ مخ
  3. په سا نسکريت کې Bhutt د دانشمند او فاضل په معنی راځي
  4. تو اريخ خورشيد جهان - د شير محمد گنډاپور تاليف - ٢٠٦ مخ
  5. د پښتو ادبياتو تاريخ - دويم ټوک - ١٠٦ مخ
  6. د پښتو ادبياتو تاريخ - دويم ټوک - ١٠۷ مخ
  7. حيات افغاني - د پيښور چاپ - ٢٦٦ مخ
  8. حيات افغاني - د پيښور چاپ - ٢٦٦ مخ
  9. پښتني قبيلي - دوکتور لطيف ياد - د پيښور چاپ - ٦١ مخ
  10. پښتني قبيلي - دوکتور لطيف ياد - د پيښور چاپ - ٦١ مخ