بنجامین رش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بنجامین رش
بنجامین رش
بنجامین رش

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل وچکۍ تبه   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات
د لویې بریتانیا پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکن د متحده ایالاتو بنسټګر پلرونه   د (P463) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
لاسليک
بنجامین رش
بنجامین رش

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بنجامین رش (۴ جنوري ۱۷۴۶ – ۱۹ اپرېل ۱۸۱۳ زکال) د متحده ایالاتو د بنسټګرو پلرونو څخه و چې د متحده ایالاتو د خپلواکۍ اعلامیه یې لاسلیک کړې او همدارنګه د فلادلیفیا له مدني مشرانو څخه و، چېرې چې نوموړی یو ډاکټر، سیاستوال، ټولنیز اصلاح غوښتونکی، انسان پال، روزونکی او همدارنګه د ډیکنیسون کالج بنسټګر هم و. له دې سربېره نوموړی د متحده ایالاتو په قاره يي کانګرس کې د پنسلوانیا استازی و. نوموړي په قاره یي پوځ کې د عمومي جراح په توګه خدمت وکړ او د پنسلوانیا په پوهنتون کې د کیمیا، طبي نظریاتو او طبي چارو ښوونکی شو. [۲][۳][۴][۵]

رش د امریکايي روڼ آندۍ له مشرانو او همدارنګه د امریکا د انقلاب یو له پیاوړو ملاتړو څخه و. نوموړی په ۱۷۸۸ زکال کې د متحده ایالاتو د اساسي قانون د تصویب پر مهال د پنسلوانیا مشر و او په ډېری اصلاحاتو په ځانګړې توګه په طبي او روزنیزو برخو کې د اصلاحاتو یو له مخکښانو څخه و. هغه له غلامۍ سره مخالف و او له وړیا دولتي ښوونځیو څخه یې ملاتړ کاوه؛ همدارنګه د ښځو لپاره د زده کړو د ښه توب او د یو واضح جزايي سیسټم په لټه کې و. د یو مخکښ ډاکټر په توګه یې د طبابت په نوي رامنځته شوي مسلک باندې ډېر اغېز درلود. د یو روڼ آندي په توګه نوموړی په تجربي لارو چارو باندې د اتکا پر ځای د توضیحي نظریاتو له مخې د ټولې طبي پوهې تنظیم کولو ته ژمن و. رش استدلال کاوه چې ناروغي د بدن په فزیکي سیسټم کې د تعادل د له منځه تلو پایله ده چې د مغزو له ناسم چلن څخه بنسټ اخلي. د هغه نظریې راتلونکو طبي څېړنو ته لار برابره کړه، خو رش خپله په دې اړوند کومه څېړنه وکړه. د اروايي اختلال اړوند د هغه څېړنې نوموړی د امریکايي اروايي درملنې په بنسټ ګر واړاوه. په ۱۹۶۵ زکال کې د امریکا د ارواه پوهنې بنسټ رش «د امریکا د اروايي درمنلې د پلار» په توګه معرفي کړ. [۶][۷]

لومړنی ژوند او مسلک[سمول]

رش د ۱۷۴۶ زکال د جنوري په ۴ مه د جان رش او سوسانا هال په کورنۍ کې وزېږېد. د هغه کورنۍ چې انګلیسي ریښه یې لرله د فلادلفیا ښار په بایبري ښارګوتي کې چې له فیلادلفیا څخه نږدې ۱۴ مایله بهر پروت و؛ استوګن وه (دغه ښارګوټي په ۱۸۵۴ زکال کې له فلادلیفیا سره ادغام شو). رش په خپله کورنۍ کې له اوو ماشومانو څخه څلورم و. د هغه پلار د ۱۷۵۱ زکال په جولای میاشت کې د ۳۹ کلونو په عمر ومړ؛ مور یې چې یو کلیوالي پلورنځای یې اداره کوه هغه یې خوشی کړ څو له خپلې کورنۍ پالنه وکړي. بنجامین یې په اته کلنۍ کې خپلې عمه او کاکا ته ولېږه څو ورباندې زده کړې وکړي. هغه او مشر ورور یې ژاکوب په هغه ښوونځي کې شامل شول چې کشیش ساموئل فینلي اداره کاوه چې وروسته بیا په ویسټ ناتنګهام اکاډمۍ واوښت. [۸][۹][۱۰]

په ۱۷۶۰ زکال کې رش په نیوجرسي کالج کې (چې په ۱۸۹۵ زکال کې یې نوم د هغه اوسني نوم یا پرنسټون پوهنتون ته واوښت) له لا زیاتو زده کړو وروسته وتوانېد د ۱۴ کلنۍ په عمر د هنر د لیسانس په کچه فارغ شي. رش له ۱۷۶۱ زکال څخه تر ۱۷۶۶ زکال پورې په فلادلفیا کې د ډاکټر جان ریډمن تر نظر لاندې شاګردي وکړه. ریډمن هغه وهڅاوه څو د سکاټلنډ په ایډنبورګ پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي؛ چېرې چې رش له ۱۷۶۶ زکال څخه تر ۱۷۶۸ زکال پورې زده کړې وکړې او د میډیکل ډاکټر (M. D.) سند یې ترلاسه کړ. رش د خپلو زده کړو او اروپايي سفرونو په مرسته په فرانسوي، ایټالوي او هسپانوي ژبو بلد شو. هغه مهال چې په ایډنبورګ کې و د ویلیام لاسل په ګډون د لېوېن له ارل او د هغه له کورنۍ سره ملګری شو. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په ۱۷۶۹ زکال کې مستعمراتو ته له راګرځېدو وروسته نوموړي په فلادلیفیا کې یو طبي مرکز پرانیست او د فلادلفیا په کالج (چې په ۱۷۹۱ زکال کې یې نوم اوسني نوم یا د پنسلوانیا پوهنتون ته واوښت) کې د کیمیا ښوونکي شو. په ۱۷۶۸ زکال کې امریکايي فلسفي ټولنې ته له لار موندو وروسته نوموړي له ۱۷۷۰ څخه ۱۷۷۳ زکال پورې د دغې ټولنې د موزیم او کتابتون د مسئول، له ۱۷۷۳ زکال څخه تر ۱۷۷۳ زکال پورې د منشي او بیا یې ۱۷۹۷ زکال څخه تر ۱۸۰۱ زکال پورې د دغې ټولنې د مرستیال په توګه خدمت وکړ. بالاخره رش د کیمیا په برخه کې لومړنی امریکايي درسي کتاب ولیکه او همدارنګه یې د طب د زده کوونکو لپاره څو ټوکه نور کتابونه خپاره کړل؛ له دې سربېره یې یو شمېر وطن پاله اغېزناکې مقالې هم ولیکلې. [۱۵][۱۶]

د انقلاب دوره[سمول]

رش د آزادۍ د زامنو (Sons of Liberty) په نامه انقلابي سازمان کې فعال و چې قاره یي کانګرس ته د استازو لېږلو لپاره په سیمه ئیز کنفرانس کې د ونډې اخیستو په موخه وټاکل شو. توماس پېن د سالم عقل (Common Sense) تر نامه لاندې له خپلواکۍ څخه پلوي کوونکې اغېزناکې رسالې په لیکلو کې له رش سره مشوره کړه. له ۱۷۷۶ زکال وروسته رش د پنسلوانیا استازی شو او د خپلواکۍ اعلامیه یې لاسلیک کړه. همدارنګه د پنسلوانیا د اساسي قانون په کنوانسیون کې د فلادلیفیا استازی و. [۲]

په داسې حال کې چې رش په قاره یي کانګرس کې د پنسلوانیا استازی و (او د هغو په طبي کمیټه کې یې خدمت کاوه) نوموړي همدارنګه له خپلو طبي وړتیاوو څخه په دې برخه کې ګټنه کوله. رش له هغو ملیشه ډلو سره په هغو جګړو کې مل و چې ورسته ترې بریتانویانو فیلادلیفیا او د نیوجرسي ډېره برخه اشغال کړه. [۱۷]

له انقلاب وروسته[سمول]

په ۱۷۸۳ زکال کې نوموړی د پنسلوانیا په روغتون کې د کارکوونکي په توګه وګمارل شو او تر مړینې پورې د دغه روغتون غړی پاتې شو. نوموړی د پنسلوانیا کنوانسیون ته چې فدرال اساسي قانون یې تصویب کړ وټاکل شو او بیا د متحده ایالاتو د ضرابخانې د خزانه دار په توګه وګمارل شو او له ۱۷۹۷ زکال څخه یې تر ۱۸۱۳ زکال پورې هلته خدمت وکړ. نوموړي په ۱۷۸۸ زکال کې د امریکا د علومو او هنر د اکاډمۍ غړیتوب هم ترلاسه کړ. [۲][۱۸]

په ۱۷۹۱ زکال کې د پنسلوانیا په پوهنتون کې د روغتیايي چارو او طبي نظریاتو ښوونکی شو؛ په داسې حال کې چې هغه مهال د طبي چارو کیفیت د هغو په ابتدايي مراحلو کې و: هغه هر ناروغ ته د وینې له ورکړې ملاتړ کاوه، چې ډېر وروسته دغه چاره له منځه لاړه. هغه مهال چې د پنسلوانیا په پوهنتون کې یې تدریس کاوه یو د هغه له زده کوونکو څخه ویلیام هنري هاریسون و چې وروسته ولسمشر شو؛ نوموړی د کیمیا په ټولګي کې د هغه شاګرد و. هغه په ټولنیز فعال او د غلامۍ په مخالف واوښت او د خپلې مړینې پر مهال د متحده ایالاتو له پېژندل شوو ډاکټرانو څخه و.

نوموړی همدارنګه د پنسلوانیا په کارلایل کې د ډیکنسون کالج بنسټ اېښودونکی و. په ۱۷۹۴ زکال کې نوموړي د سویډن د علومو په شاهي اکاډمۍ کې د بهرني غړي په توګه وټاکل شو. په ۱۷۹۳ زکال کې د فلادلیفیا د ژیړې تبې د وبا پر مهال رش د ناروغانو درملنه د وینې ورکولو، کالومېل او نورو ابتدايي طبي تخنیکونو په مرسته کوله چې ډېری دغه چارې بې اغېزې وې او په واقعیت کې یې ډېر ناروغان هم د مرګ تر بستر پورې نږدې کول. د ژیړې تبې د درملنې اړوند د رش نظریات د هغو باتجربه فرانسوي ډاکټرانو له نظریاتو سره توپیر درلود چې له ویسټ انډیز څخه راغلي و؛ دغه ډاکټران هلته هر کال د ژیړې تبې د رامنځته کېدو له امله له دغې ناروغۍ سره بلد و. [۱۹]

رش په عمومي بندخونو کې د ستونزو د کمولو په موخه د فیلادلفیا د ټولنې (اوس مهال د پنسلوانیا د بندخونو د ټولنې په توګه پېژندل کېږي) له بنسټګرو غړو څخه و چې په فلادلفیا کې یې د شرقي ایالت د بندخونې په جوړولو کې ډېر اغېز درلود. نوموړي د ۱۷۹۶ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې له توماس جفرسون څخه د ګټونکي نوماند جان آدامز پر ځای ملاتړ وکړ. [۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/11879163X — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ "Benjamin Rush: 1745–1813: Representing Pennsylvania at the Continental Congress". Signers of the Decl of Independence. ushistory.org. د اصلي آرشيف څخه پر فبروري 7, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه فبروري 7, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Renker, Elizabeth M. (1989). "'Declaration-Men' and the Rhetoric of Self-Presentation". Early American Literature. 24 (2): 123 and n. 10 there. JSTOR 25056766. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Rush, Benjamin (1970) [1948]. George Washington Corner (المحرر). The autobiography of Benjamin Rush; his Travels through life together with his Commonplace book for 1789–1813. Westport, CT: Greenwood Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Benjamin Rush (1746–1813)". University of Pennsylvania. د اصلي آرشيف څخه پر June 10, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Muccigrosso, Robert, المحرر (1988). Research Guide to American Historical Biography. 3. د کتاب پاڼي 1139–42. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Shorter, Edward (1997). A History of Psychiatry: From the Era of the Asylum to the Age of Prozac. Wiley. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Irvine, James (1893). "Descendants of John Rush". The Pennsylvania Magazine of History and Biography. 17 (3): 334. JSTOR 20083549. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "About the Author: Benjamin Rush (1745–1813)". Their Own Words. deila.dickinson.edu. جولای 9, 2004. د اصلي آرشيف څخه پر جنوري 26, 2004 باندې. د لاسرسي‌نېټه اکتوبر 20, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. The identity of Rush's siblings is confused: there are web pages saying Rush and one brother were responsible for the entire family, and also giving Rush's brothers names as William (a lawyer) and Samuel "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر October 9, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link) lists Rush's siblings as Jacob, James, John, Rebecca, Rachel, and Stephenson. Most likely, though William and Samuel were relatives and close friends, for Benjamin was a 5th generation removed from the Cromwell era Rush and Benjamin's father's family lived in the Byberry area for generations.
  11. "Benjamin Rush". Signers of the Declaration of Independence. د اصلي آرشيف څخه پر جون 29, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه دسمبر 7, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Goodrich, Rev. Charles A. (1856). "Benjamin Rush, 1745–1813". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جنوري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hawke, David Freeman (1971). Benjamin Rush: Revolutionary Gadfly. Indianapolis: Bobbs-Merrill. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Binger, Carl (1966). Revolutionary Doctor / Benjamin Rush (1746–1813). New York: Norton & Co. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. North RL (2000). "Benjamin Rush, MD: assassin or beloved healer?". Proc Bayl Univ Med Cent. 13 (1): 45–9. doi:10.1080/08998280.2000.11927641. PMC 1312212. PMID 16389324. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Bell, Whitfield J., and Charles Greifenstein, Jr. Patriot-Improvers: Biographical Sketches of Members of the American Philosophical Society. 3 vols. Philadelphia: American Philosophical Society, 1997, I:26, 33, 61-62, 184, 193, 250, 452-64, 453,466, 504, II: 136,257, 369, 386, 393, III:49, 54, 135, 204, 254, 272, 408, 524, 573.
  17. "The Death of General Mercer at the Battle of Princeton, January 3, 1777". Yale University Art Gallery. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Book of Members, 1780–2010: Chapter R" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. د لاسرسي‌نېټه July 28, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په January 25, 2017 باندې). With a Penn graduate in the Oval Office for the first time, here's a look at former President William Henry Harrison's time at the University. The Daily Pennsylvanian.
  20. McCullough, David (2008) [2001]. John Adams. New York: Simon and Schuster. د کتاب پاڼې 470. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781416575887. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "The Philadelphia Society for Alleviating the Miseries of Public Prisons". The Library Company of Philadelphia. World Digital Library. د لاسرسي‌نېټه January 1, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "The Prison Society – About Us". The Pennsylvania Prison Society. د اصلي آرشيف څخه پر نومبر 5, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه نومبر 16, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)