وچکۍ تبه (محرقه)

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

وچکى تبه چې محرقه يې بولي ، د سلمونيلا ټايفي ، گرام منفي باسيل (باکټريا) په وسيله منځته راځي. ددې تبې يا ناروغۍ ځانگړتياوې په دا ډول دي: ناروغ اوږده تبه لري ، نس يا گېډه يې درد کوي او دانې ورباندې را خېژي.

د ناروغۍ عامل چې سلمونيلا ټايفي دى هغه د ناروغ په غايطه موادو او تشو متيازو کې بهر ته را وځي. که يو څوک د غايطه موادو د کېدو او يا تشو متيازو د کولو څخه وروسته په سمه توگه خپل لاسونه پرېنمينځي نو باکټريا خوړو او اوبو ته انتقالېږي. که کنارابونه (ټټۍ) هم په سمه توگه جوړې نه وي او مواد يې په ښه توگه لرې نشي نو زيات امکان شته چې د څکاک اوبه ددې ناروغۍ په عامل (سلمونيلا ټايفي) باندې ککړې شي. مچان هم د ناروغۍ عامل نيغ په نېغه له غايطه موادو څخه خوړو ته انتقالوي. په ډېره کمه کچه د روغتون په هغو کسانو کې هم دغه ناروغۍ (وچکۍ) پيدا کېږي څوک چې د ناروغانو له بسترو او بنداژونو سره په تماس کې وي او د خپل ځان د حفظ الصحې پام ونه ساتي.

کابو ٣% هغه خلک چې ددې ناروغۍ په عامل باندې اخته وي او کومه مناسبه درملنه يې هم نه وي شوي نو دوي په دوامداره توگه ، له يو کال څخه په زياته موده کې ، په خپلو غايطه موادو کې د ناروغۍ عامل چاپيريال ته اطراح کوي. هغه کسان چې د ناروغۍ اعراض او علايم ورکې نه ليدل کېږي او په غايطه موادو کې يې د ناروغۍ عامل شته وي نو دوي ته د ناروغۍ ناقل ويل کېږي. په امريکا کې کابو ٢٠٠٠ ناقل کسان شته چې هغوي زړې ښځې دي کومې چې د تريخي (Gallbladder) له ناروغۍ څخه سرټکوي. په تېر وخت کې يوه ښځه چې ميري مالون نومېده او په پخلنځي کې يې کار کاوه ، هغه گڼو کسانو ته د ناروغۍ د عامل په انتقال باندې مسؤله وگڼل شوه او له همدې امله يې بيا د ميري ټايفوئيد په نوم ونومول شوه.

د وچکۍ تبې باکټريا د انسان هضمي سيسټم ته ننوځي او بيا د کولمو له ديوال څخه تېرېږي او د وينې جريان ته ځان رسوي. په دې ترڅ کې وړې او غټې کولمې گزکي (التهابي ) کېږي. په ډېرو شديدو حالتونو کې ، چې ژوند ته گواښ هم گڼل کېږي ، د وړو کولمو په ديوالونو کې ټپونه (زخمونه) رامنځته کوي. کله چې زخم رامنځته شي نو بيا له دغو زخمونو څخه وينه ځي او کله داسې هم کېږي چې د زخم ځاى بېخي سورى شي.

نښې نښانې ، اعراض او تشخيص

معمولاً د ناروغۍ نښې نښانې او اعراض سوکه سوکه پيل کېږي ، هغه هم په ناروغۍ د اخته کېدو څخه ٨ يا ١٤ ورځې وروسته. لومړى عرض يې داده چې ناروغ اشتها له لاسه ورکوي، تبه يې وي ، سر يې خوږېږي ، بندونه يې درد کوي ، ستونى يې کښيني يا خوږېږي ، قبضيت ورته پيدا شي ( او يا په ډېرو لږو پېښو کې داسې وي چې ناروغ ته نس ناستى پيدا شي) ، د ناروغ نس يا گېډه خوږېږي او حساسه شي چې لاس نشي ورباندې کښيښودلى. ناروغ ډېر توند ټوخېږي خو بلغم يا نور څخه ورسره نه وي. او کېدلى شي چې د ناروغ پوزه هم وينې شي.

څومره چې ناروغي مخ په وړاندې ځي د ناروغ تبه لوړه پاتې کېږي او ممکن ناروغ ډېر تود شي. سره ددې چې د ناروغ تبه لوړه وي خو د زړه ټکانونه يې لږ وي او ورسره زيات ستړى ستومانه وي. ممکن نس ناستى همداسې جريان پيدا کړي ، خو ځينې خلک همداسې قبض پاتې کېږي. کابو په ١٠% ناروغانو کې چې ناروغي يې دويمې اوني ته وردننه شي د هغې اونۍ په ٢ يا ٥ ورځ غونچه ، وړې ، سرې دانې يا داغونه د هغوي په سينه او گېډه باندې راپيدا کېږي. له دوو اونيو ناروغۍ څخه وروسته په ٣ يا ٥ % ناروغانو کې د کولمو وينې کېدل او يا هم سوري کېدل منځته راځي.

د ناروغۍ په دويمه يا درېيمه اونۍ کې ممکن نمونيا (سينه و بغل) ناروغ ته پيدا شي چې هغه هم د نموکوکل انتان څخه سره ددې چې د ټايفوئيد باکټريا هم نمونيا منځته راوړلى شي. په دې موده کې د تريخي او ځيگر انتانات هم ممکن ناروغ ته پېښ شي. که په دې وخت کې د ناروغ په وينه کې باکټريا د آزموينې په پايله کې وليدل شوه ( دې ته باکټريميا ويل کېږي) نو بايد په دې پوه شو چې د ناروغ هډوکي التهابي (گزکي) شوي ، يا يې د زړه والونه گزکي شوي ( اينډوکارډايټيس) ، پښتورگو يې گزکي کړې ، د بولي تناسلي سيسټم غړي په گزکي اوښتي او يا هم هغه پردې گزکي شوي چې د انسان ماغزه او د ملا د تير مغز يې پوښلي دي. که د ناروغ عضلې د انتان په وسيله التهابي شي نو بيا په دانو باندې اوړي ( غټې دانې چې په زياته اندازه ورکې چرک او نو راټولېږي).

که د ناروغۍ پورته يادې شوې نښې نښانې او اعراض وليدل شي د وچکۍ تبې گومان ورباندې کېږي خو د قطعي تشخيص لپاره په کار ده چې د ناروغ وينه ، غايطه مواد ، تشې متيازې او د بدن نور مايعات يې د سلمونيلا ټايفي د پيدا کولو لپاره کلچر ياني وکرل شي که په کښت کې باکټريا وليدل شوه نو بيا همدا وچکۍ ده کنه نو بيا د نورو ناروغيو لپاره بايد فکر وشي.

وقايه يا ځان ساتنه

هغه خلک چې داسې سيمو ته سفر کوي چېرته چې وچکۍ عامه وي نو دوي دې د اومه (خامه) ترکارۍ او نورو داسې خوړو له خوړلو څخه ځان وژغوري کوم چې د کوټې په تودوخه کې ساتل شوي وي. تاوده خواړه ، ساړه څکاک چې گازلرونکي وي ، او هم اومه خواړه چې له پوسته کېږي ددې ټولو خوړل په عمومي توگه خوندي دي کوم زيان نه پېښوي. آن تر دې چې د څکاک اوبه بايد وکتل شي چې د څکاک وړ دي کنه ، مخکې له دې چې څښي يې او يا هم خپل غاښونه پرې مينځي نو بايد هغه وخوټول شي او يا کلورين پکې واچول شي. له دې پرته بايد نورې اوبه خپلې خولې ته ور نه وړي.

د وچکۍ په وړاندې دوه ډوله واکسين شته ، يو يې د خولې له لارې اخيستل کېږي او بل ډول يې بيا د پيچکارۍ په وسيله تطبيق کېږي خو دغه دواړه ډوله واکسينونه په بشپړه توگه معافيت (ياني خلک له ناروغۍ څخه نشي ساتلى) نشي رامنځته کولى. نو همدا وجه ده چې نوموړي واکسينونه يواځې هغو خلکو ته ورکول کېږي څوک چې په زياته کچه له ناروغۍ سره لاس او گريوان وي ، دغه ډله خلک د لابراټوار کار کونکي او هغه څوک دي چې د دې ناروغۍ په عاملې باکټريا باندې څېړنې کوي او يا هم هغه څوک دي چې ددې ناروغۍ سيمې ته سفر کوي او له ډېر خطر (گواښ) سره مخامخ وي.

درملنه

که وچکۍ په خپل وخت سره له درملنې لاندې ونيول شي نو ٩٩% څخه زيات ناروغان ورسره ښه کېږي خو د نقاحت ( د ناروغۍ د مخ اړونې) دوره يې ممکن تر څو مياشتو پورې وخت ونيسي. هغه انټي بيوټيک چې په دې ناروغۍ کې ناروغ ته ورکول کېږي هغه کلورامفينيکول Chloramphenicol دي چې تجارتي نوم يې کلورومايسيټين Chloromycetin دى. نوموړي درمل ددې ناروغۍ لپاره ترټولو وړ درمل دي او د نړۍ په هر گوټ کې پيدا کېږي خو دا چې ناروغۍ ددې درملو په وړاندې په اوس وخت کې مقاومت پيدا کړى نو ددې لپاره له ځينو نورو درملو څخه هم کار اخيستل کېږي. هغه درمل دادي: (ټراميتوپريم + سلفامتوکسازول) چې تجارتي نوم يې باکټريم Bactrim سيپټران Septran دي او بل درمل يې سفروفلوکزاسين Ciprofloxacin چې ددې درملو تجارتي نوم Ciloxan او Cipro او يا هم Ciprox دي. که ناروغ ډېر زياته تبه ولري ، کوما ته تللى وي او يا هم شاک ته نو په کار ده چې ناروغ ته د کورټيکو سټيروئيد Corticosteroid درمل ورکړل شي ترڅو ددې درملو په وسيلې سره يې د دماغ گزکي يا التهاب کښيني. ددې ناروغۍ له امله په ځانگړي ډول سوى تغذى (خوارځواکي) ، ډېر کوچني او يا ډېر زاړه خلک مري. که ناروغ ته گنگسيت ، کوما او شاک پيدا شي نو دا په دې مانا چې د ناروغ انتان ډېر شديد دى او انذار يې ښه نه دي.

ناروغان د ٣ يا ٤ اونيو په دننه کې له ناروغۍ څخه ښه کېږي. هغه خلک چې د وچکۍ درملنه يې نه وي شوي هغوي د ١٠% او ٣٠% په منځ کې د همدې ناروغۍ له امله مري. کابو ١٠% هغه خلک چې درملنه يې نه وي شوي په هغوي کې د لومړي انتان نښې نښانې او اعراض وروسته له دوه اونيو څخه په خپله ورکېږي. د ناروغۍ په لومړۍ مرحله يا پړاو کې په خپل سر د انټي بيوټيک درملو خوړل د ناروغۍ د بيا پيدا کېدو (بابېړي) چانس ١٥% نه تر ٢٠% پورې زياتوي. کله چې ناروغۍ بابېړى وکړي او ناروغ ته انټي بيوټيک درمل ورکړل شي نو په ډېره چټکۍ سره ناروغۍ مخ اړوي خو په پاى کې د بل ځل لپاره بيرته بابېړى کوي.

د ناروغۍ د بابيړي بڼه هم د لکه د لومړۍ ناروغۍ په څېر له درملنې لاندې نيول کېږي ياني درملنه يې سره توپير نه لري خو دومره بايد په ياد ولرو چې انټي بيوټيک يواځې ورته د ٥ ورځو لپاره ضرور دي. د ناروغۍ ناقلين ( هغه کسان چې په خپله د ناروغۍ نښې نښانې او اعراض نه لري خو په خپلو غايطه موادو کې د ناروغۍ باکټريا – سلمونيلاټايفى له ځانه اطراح کوي) بايد ځايي د روغتيا مرکز ته خبر ورکړي او دغه کسان د خوړو له ترتيب کولو او تيارولو څخه منع کړل شي. که ناقلين د انټي بيوټيکو له درملنې لاندې ونيول شي نو هغوي له ٤ تر ٦ اونيو وخت کې له باکټريا څخه بېخي پاکېږي.

سرچينې