الفريډ رسل واليس
الفريډ رسل واليس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۸ جنوري ۱۸۲۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰] |
مړینه | 7 نومبر 1913 (90 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۱۰] |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان) ليکوال [۱۱] |
کاروونکې ژبه(ې) | انگليسي [۱۲] |
د کړنې څانګه | ژونځمکپوهنه تکامل ژونپوهنه ځمکپوهنه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه (انگليسي ) |
سمول |
الفريد رسل واليس (۸ جنوري ۱۸۲۳ – ۷ نومبر ۱۹۱۳ز ) په طبيعيت باور لرونکی بریتانوی لوڅاوو (کشاف)، جغرافيه لیکونکی، انسان پېژندونکی، بيالوژي پوه او انځورګر و. نوموړی په خپلواک ډول د طبيعي غوراوي له لارې د تکامل پر نظريه د پوهېدو له امله خورا شهرت موندلی؛ په دې موضوع د هغه لیکنه د کارليس ډاروين له ځينو لیکنو سره يو ځای په ۱۸۵۸ ز کال کې خپره شوې وه. دې چارې ډاروين وهڅاوه چې «د انواعو سرچینې په اړه » ترسرلیک لاندې خپله لیکنه خپره کړي.[۱۳][۱۴]
د ډاروين په څېر اليس هم پراخه ساحوي کارونه تر سره کړل – لومړی يې د امازون سمندر په رودخانه کې، ورپسې د ماليا مجمع الجزاير کې، چېرته چې هغه د حيواناتو وېش تشخيص کړ چې اوس د واليس د کرښې په نوم يادېږي، کوم چې د اندونيزيا مجمع الجزاير په دوو جلا جلا برخو وېشي: لوېديځه برخه چېرته چې حيوانات په ستره پيمانه اسيايي اصليت لري او ختيځه برخه چرته چې استراليايي حيوانات دي. هغه په نولسمه پېړۍ کې د جغرافيې له اړخه د حيواناتو د ډولونو د وېشلو مخکښ پوهاند و او کله کله «د ژوند د جغرافيې پلار» په نوم هم پېژندل کېږي.[۱۵]
واليس د نولسمې پېړۍ د تکاملي مفکرينو له مخکښانو يو و، د طبيعي غوراوي شریک کشف کوونکی و، تر څنګ يې د تکامل نظريې په پرمختګ کې زياته ونډه درلوده. د هغه په کارونو کې د حيواناتو له خوا د خبرداري ورکولو رنګ اخستل او پياوړتيا (چې کله کله د واليس د اغېز په نوم يادېږی) شامل دي، دا هغه ګڼنه (فرضيه) ده چې طبيعي غوراوي څنګه کولای شي، د هايبرډيزيشن پر ضد د خنډونو په پراخولو کې مرسته وکړي او په دې توګه بېلا بېل انواع رامنځته کړي. «په کايناتو کې د انسان ځای» په نوم د واليس کتاب چې په ۱۹۰۴ ز کال کې خپور شوی، په نورو سيارو کې د ژوند د شونتيا په اړه د يو ژوند پېژندونکي لومړۍ جدي هڅه وه. همدا راز، هغه لومړی ساينس پوه و چا چې په مريخ کې د ژوند د شتون يا نه شتون د موضوع په اړه لومړۍ جدي لیکنه وکړه.[۱۶]
د علمي کار تر څنګ، نوموړی يو ټولنيز فعال هم و او په نولسمه پېړۍ کې په بریتانيه کې يې پر هغه اقتصادي نظام چې (پانګوالي) يې باله، نیوکه درلوده، اليس دا نظام غير عادلانه باله. د روحانيت پلوۍ او د انسانانو د لوړو ذهني وړتياوو لپاره د غیر مادي اصل پر نه شتون د هغه باور د علمي بنسټونو له ځينو غړو سره د هغه اړيکې خړې پړې کړې وې. په طبيعي تاريخ کې د هغه لېوالتيا د دې لامل وګرځېده چې د لومړي پوهاند په توګه د انسانانو د کارونو له امله پر چاپېريال د اغېزو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي. هغه يو ستر ليکوال و چې په سینګاپور، اندونيزيا او ماليزيا کې يې په علمي او ټولنيزو موضوعاتو لیکنې کړي؛ د ملايا مجمع الجزاير يې ډېر مشهوراو هم ډېر د پاملرنې وړ ګرځېدلی و. په ۱۸۶۹ ز کال کې په لومړي ځل له خپرېدو وروسته بيا کله هم چاپ نه شو.
ژوند ليک[سمول]
د ژوند لومړي کلونه[سمول]
الفريد رسل واليس د ۱۸۲۳ ز کال د جنورۍ په اتمه نېټه د مونموتشاير په لنباډيک کې زېږېدلی و. هغه د ماري انا واليس او توماس وير واليس د نهو بچيانو په منځ کې اتم بچی و. مور يې انګریزه وه او ممکن پلار يې له سکاتلنډي نسل څخه و. د نورو هغو په څېر چې ځانونه يې واليس بلل، د الفريد کورنۍ هم ادعا کوله چې د وليام واليس سره اړيکې لري، وليام واليس په ديارلسمه پېړۍ کې د سکاټلينډ د خپلواکۍ د جګړو پر مهال د سکاټلینډي ځواکونو يو مشر و. پلار يې تاماس له حقوقو فارغ شوی و، خو په دې برخه کې يې کله هم کار ونه کړ. هغه د عايد يوه اندازه شتمني درلوده، خو د ناسمو پانګونو او په سوداګرۍ کې د ناکامېدو له کبله يې کورنۍ د تل لپاره د سختو مالي ستونزو سره مخامخ شوه. مور يې د هرتفورد ميشتې منځني ژوند لرونکې کورنۍ غړې وه. کله چې واليس پنځه کلن و، کورنۍ يې هرتفورد ته وکوچېده. په دې ځای کې نوموړي په هرتفورد کې د ګرامر ښوونځي کې زده کړې وکړې، تر څو چې کورنۍ يې د مالي ستونزو له امله، په ۱۸۳۶ ز کال کې هغه مهال چې دی څوارلس کلن و، له دې ښوونځي ویوست.[۱۷][۱۸][۱۹]
له دې وروسته واليس لندن ته ولاړ تر څو له خپل مشر ورور جان سره ميشت شي، ورور يې نولس کلن او ودانيزو کارونو ماهر و. دا يو لنډ مهالی اقدام و تر څو چې مشر ورور يې وليام چمتو شو هغه د اندټولوونکي (سروی کوونکي/ارزوونکي) شاګرد په توګه ومني. په لندن کې الفريد د لندن ميخانيکي انستيتيوت (اوسمهال د لندن بيرکبيک پوهنتون) کې علمي درسونو ته تلو او هلته يې کتابونه لوستل. په دې ځای کې هغه د ويلز د ټولنيز سمون غوښتونکي رابرټ اوون او توماس پين د سخت دريځه سياسي اندونو سره مخ شو. هغه په ۱۸۳۷ زېږديز کال کې له لندن ولاړ او د شپږو کلونو لپاره يې د خپل ورور سره د شاګرد په توګه کار وکړ. د ۱۸۳۹ زېږديز کال په پای کې، دوی د ويلز پولې ته نژدې د هرفورډشاير کينګټون ته ولاړل، او بالاخره د ويلز په نيث سيمه کې ميشت شول. د ۱۸۴۹ او ۱۸۴۳ زېږديزو کلونو په منځ کې، واليس د انګلستان او ويلز په لويديزو څنډو کې د ځمکو په نقشه جوړولو کې کار وکړ. د ۱۸۴۳ زېږديز کال په پای کې، د سختو اقتصادي حالتونو له امله د ويليام کاروبار کم شو او واليس په شل کلنۍ کې د جنورۍ په مياشت کې دا ځای خوشې کړ. [۲۰][۲۱]
اوسمهال د هغه د هويت په اړه د جنجالونو يو علت د هغه لومړي سفرونه دي. په داسې حال کې چې واليس په مانوماتشير کې زېږېدلی و، ځينې په دې باور دي چې هغه د ويلز اصلي اوسیدونکی و. بيا هم، ځينو تاريخ پوهانو دا اند تر پوښتنې لاندې نيولی، ځکه چې له مور پلار څخه يو يې هم اپه اصل کې د ويلز اوسېدونکي نه وو، کورنۍ يې يوازې د لنډ وخت لپاره په مانوماتشير کې ژوند کړی، د ويلز هغو اوسېدونکو چې واليس يې په ماشومتوب کې پېژا نده، هغه د انګلستان بولي، همدا راز واليس هم په پرله پسې ډول خپل ځان انګرېز باله، نه د ويلز اوسېدونکی (ان هغه مهال هم کله يې چې د ويلز په اړه لیکل کول). د واليس په اړه يو څېړونکی وايي: د دې جنجال لپاره منطقي معنا دا ده چې هغه يو انګرېز و چې په ويلز کې زېږدلی و.[۲۲][۲۳]
د وزګارتيا له يو لنډ پړاو وروسته، هغه ته په ليسيستر کالج ښوونځي کې د انځورګرۍ، نقشې جوړولو او ارزونې د ښوونکي په توګه دنده ورکړل شوه. واليس به په ليسيستر کې څو ساعتونه په کتابتون کې تېرول: هغه د نفوسو د اصل په اړه د توماس رابرټ مالتس يوه لیکنه ولوسته او يو ماښام يې خځنده پېژندونکي هنري بيتس سره لیدنه وشوه. بيتس نولس کلن و او په ۱۸۴۳ ز کال کې يې د حيوان پېژندنې په نوم مجله کې د ګونګټو په اړه يوه لیکنه خپره شوې وه (په نګليسي کې دا خځنده beetles او په دري کې يې سوسک بولي). هغه له واليس سره ملګری شو او د خځنډه ګانو په راټولو يې پيل وکړ. ورور يې وليام د ۱۸۴۵ ز کال د مارچ په مياشت کې مړ شو. واليس د ښوونکي دنده پرېښوده، تر څو په نيث کې د خپل ورور د شرکت چارې سمبال کړي؛ خو هغه او ورور يې ونه شول کولای چې دا کاروبار پر مخ بوځي. څو مياشتې وروسته، واليس په يو نږدې شرکت کې د انجنير په توګه دنده پیل کړه، دې شرکت د نيث په ويل کې د اورګاډي د يوې پټلۍ په ارزونه کار کاوه.[۲۴][۲۵]
واليس په دې ارزونه کې کار وکړ، چې ډېر وخت به يې له کوره بهر او د ښار په څنډو کې تېراوه او دې کار له ده سره مرسته وکړه چې د خځنده ګانو په راټولولو کې د هغه لېوالتيا لا زياته کړي. واليس خپل ورور جان قانع کړ چې د يو بل ودانيز او ملکي انجنيرۍ شرکت په پيلولو کې له هغه سره ملګرتيا وکړي. دې شرکت ځينې پروژې پر مخ يووړې، په دې پروژو کې یوه هم د نيث ميخانيکي انستيتيوت لپاره د ودانۍ طرحه جوړول و، کوم چې په ۱۸۴۳ ز کال کې جوړ شوی و. د ياد شرکت بنسټ اېښودونکی وليام جونز د واليس تر اغېز لاندې راغی او هغه يې قانع کړ چې د ساينس او انجنيرۍ په اړه درسونه وړاندې کړي. د ۱۸۴۶ ز کال د مني په موسم کې، جان او هغه د نيث سره نژدې يو کوچنی کور راونيو، دلته دوی له خپلې موراو خور فيني سره اوسېدل (پلار يې په ۱۸۴۳ ز کال کې مړ شوی و). [۲۶][۲۷][۲۸]
سرچينې او ياداښتونه[سمول]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118806009 — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12419995h — د نشر نېټه: ۲۶ جون ۲۰۲۰ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. او Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — منښتلیک: Open License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Alfred-Russel-Wallace — subject named as: Alfred Russel Wallace — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bc41d1 — subject named as: Alfred Russel Wallace — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6416 — subject named as: Alfred Russel Wallace — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/4085 — subject named as: Alfred Russel Wallace — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/wallace-alfred-russel — subject named as: Alfred Russel Wallace — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0071768.xml — subject named as: Alfred Russel Wallace — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=65781 — subject named as: Alfred Russel Wallace — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ https://cs.isabart.org/person/149559 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12419995h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ Smith, Charles H. "Responses to Questions Frequently Asked About Wallace: Was Wallace actually a Welshman, as seems to be increasingly claimed?". The Alfred Russel Wallace Page hosted by Western Kentucky University. د لاسرسينېټه ۲۰ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Wallace, Alfred. "On the Tendency of Varieties to Depart Indefinitely From the Original Type". The Alfred Russel Wallace Page hosted by Western Kentucky University. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اپرېل ۲۰۰۷. د لاسرسينېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Smith, Charles H. "Alfred Russel Wallace: Evolution of an Evolutionist Introduction". Western Kentucky University. د لاسرسينېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Is Mars Habitable?, by Alfred Russel Wallace". people.wku.edu. د لاسرسينېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Wilson The Forgotten Naturalist p. 1.
- ↑ Smith, Charles H. "Alfred Russel Wallace: A Capsule Biography". The Alfred Russel Wallace Page hosted by Western Kentucky University. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اپرېل ۲۰۰۷. د لاسرسينېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Wilson pp. 6–10.
- ↑ Raby Bright Paradise pp. 77–78.
- ↑ Ross A. Slotten. The Heretic in Darwin's Court:The Life of Alfred Russel Wallace.Columbia University Press, June 2004.pp. 11–14.
- ↑ "28. Alfred Russel Wallace". 100 Welsh heroes. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسينېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Smith, Charles H. "Responses to Questions Frequently Asked About Wallace: Was Wallace actually a Welshman, as seems to be increasingly claimed?". The Alfred Russel Wallace Page hosted by Western Kentucky University. د لاسرسينېټه ۲۰ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Shermer In Darwin's Shadow p. 53.
- ↑ Slotten pp. 22–26.
- ↑ "Neath Mechanics' Institute" Archived 10 November 2013 at the Wayback Machine. Swansea University. Retrieved 21 April 2013.
- ↑ Slotten pp. 26–29.
- ↑ Wilson pp. 19–20.
- Pages with script errors
- تيروتنې په ويکيډاټا کينډۍ کې
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1913م وفاتونه
- 7 نومبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- د خاصيت کارولو پاڼې P856
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره