ځمکپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ځمکې کیله (نخشه)

ځمکپېژندنه (په انگرېزي: Geography) ځمکپېژندنه په حقیقت کې د جوړو شویو انساني ټولنو د اړیکو څېړنه د دوی د ژوند له چاپېریا ل سره ده. یا په بله مانا ځمکپوهنه هغه پوهنه ده چې د ځمکې د سطحې او د ځمکې په سر د شته طبعي څېزونو لکه: اوبه، هوا او خاورې او د ځمکې پر مخ د نورو څیزو اړیکې له انسانانو سره څېړي. چې بیا د دې هر یوه توکو څېړنې له دې پوهنې سره نورې څانگې هم ورزیاتې کړي لکه: ځمکپېژندنه، هوا پېژندنه. ستورپوهنه، خلکپېژندنه، ژونپوهنه او داسې نورې برخې.