البرت فرانک کاکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
البرت فرانک کاکس
البرت فرانک کاکس
البرت فرانک کاکس

د شخص معلومات
پيدايښت ۵ ډيسمبر ۱۸۹۵[۱]
مړینه 28 نومبر 1969 (74 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي [۲]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی [۲]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

البرت فرانک کاکس (۵ دسمبر ۱۸۹۵ – ۲۸ نومبر ۱۹۶۹ ز کال) یو امریکايي ریاضي پوه و. هغه په ټوله نړۍ کې لومړی تورپوستی و چې د ریاضي په برخه کې یې دوکتورا ترلاسه کړې – هغه په ۱۹۲۵ ز کال کې له کارنېل پوهنتون څخه خپله دوکتورا ترلاسه کړه.

لومړنی ژوند (ماشومتوب)[سمول]

کاکس د اندیانا په اوانزویل کې وزېږېد، پلار یې جانسون ډي. کاکس په کنتاکي کې زېږېدلی و او د کلیسا فعاله ښوونکی و، مور یې ایوجینا تالبوت کاکس نوم درلود. نوموړی له خپلو دوه وروڼو، خپل مور او پلار او مورنۍ انۍ سره په داسې سیمه کې چې له نژادي پلوه ګډه وه، لوی شول؛ په ۱۹۰۰ ز کال کې، په هغه وادنۍ کې چې دوی ژوند کاوه، درې تور پوستو او پنځه سپین پوستو کورنیو ژوند کاوه. په ۱۹۰۳ ز کال کې د یوې جدي نژادي شخړې له امله ۱۱ تنه ووژل شول او ۵۰ ټپیان شول. له دغې پېښې وروسته ډېری افریقايي- امریکايي وګړي له دغه ښار څخه کډه شول. کاکس د تورپوستو ځانګړي ښوونځي ته چې لږ امکانات یې لرل لاړ. پلار یې په ژوند کې مهم الهام بخښونکی و. کاکس ته د پراګ د موسیقي په هنرستان کې د ویلون د زده کړې بورس وړاندیز شو، خو هغه پرېکړه وکړه، چې د خپلې لیوالتیا له مخې ریاضي ته دوام ورکړي.[۳]

زده کړې[سمول]

د اینډیانا پوهنتون[سمول]

کاکس په اینډیانا کې درس ولوست. له ریاضي سربېره هغه د آلماني، انګلیسي، لاتین، تاریخ، حفظ الصحې، کیمیا، ښوونې او روزنې، فلسفې او فزیک په ټولګیو کې هم ګډون وکړ. د کاکس ورور چې آوالون نومېده، هم په اینډیانا پوهنتون کې زده کړه کوله. درې تور پوستي زده کړیالان نور هم د دوی په ټولګي کې و. هغه په ۱۹۱۷ ز کال کې د لیسانس سند ترلاسه کړ، هغه مهال د ټولو تورپوستو زده کړیالانو په ترانسکرېپټ کې د "رنګین پوستو" کلمه چاپ کېدله. نوموړی هغه مهال چې په انډیانا کې و په خپلو ټولو ازموینو کې یې د A درجه خپله کړې وه.[۳]

د کالجونو پر مهال[سمول]

وروسته له هغه چې کاکس په ۱۹۱۷ ز کال کې له پوهنتون فارغ شو، د امریکا د متحده ایالاتو له پوځ سره یوځای شو څو د ۱۹۱۸ ز کال د اګست له ۲۲ مې نېټې څخه د ۱۹۱۹ ز کال د جولای تر ۲۵ مې نېټې پورې په لومړۍ نړیواله جګړه کې په فرانسه کې جګړه وکړي. له پوځ څخه له ترخیص وروسته هغه د ریاضي د ښوونکي په توګه په یو ښوونځي کې په دنده پیل وکړ.

کاکس بېرته را وګرځېد، څو خپل مسلک درس ورکولو ته بېرته دوام ورکړي، هغه په کنتاکي هندرسن کې په یوه عالي ښوونځي کې د ریاضي د ښوونکي په توګه په کار پیل وکړ. د ۱۹۱۹ ز کال په مني کې هغه د شمالي کارولینا رالي سیمې په شاو پوهنتون کې د فیزیک، کیمیا او بیولوژي د پروفیسور په توګه وټاکل شو، چېرې چې هغه وروسته په یاد پوهنتون کې د طبیعي علومو د پوهنځي مشري هم پر غاړه واخیسته. کاکس تر ۱۹۲۲ ز کال پورې هلته پاتې شو.[۴]

کارنېل پوهنتون[سمول]

کاکس په ۱۹۲۱ ز کال کې د کارنېل په پوهنتون کې د دوکتورا د زده کړو د بورس لپاره غوښتنلیک وړاندې کړ، دا له هغو اوو امریکايي پوهنتونونو یو و چې د ریاضي په برخه کې یې د دوکتورا تر کچې زده کړې لرلې. د هغه یو له سپارښتونکو څخه مثبت لیک ولیکه، خو وروسته له هغې یې د یو بل لیک په ترڅ کې د هغو ستونزو په اړه چې دی د"رنګین پوستۍ" له امله ورسره مخ شوی و اشاره شوې وه. له دې امله چې د کارنېل پوهنتون بنسټ اېښودونکی ارزا کارنېل له وړاندې د غلامۍ مخالف و، دغه پوهنتون د افریقايي – امریکايي وګړو د روزنې لپاره یو مناسب ځای و. د ۱۹۲۲ ز کال د مۍ په ۵ مه د هغه غوښتنه ومنل شوه او د هماغه کال په مني کې پوهنتون ته شامل شو.[۵]

کاکس په کارنېل پوهنتون کې ډېر بریالی و. هغه کس چې له کاکس سره یې ډېره مرسته وکړه، د ویلیام لوید ګاریسون ویلیامز په نوم د هغه ځوان ښوونکی و، ویلیامز د کاناډا د ریاضي یو له بنست اېښودونکو څخه و، چې د کاکس "د ځانګړې کمېټې" مشري یې د ۱۹۲۳ ز کال په مارچ کې په غاړه واخیسته او واکیال یې هم و. کاکس د ۱۹۲۴ ز کال په مني کې د ریاضي په برخه کې د اراستوس بروکس تحصیلي مالي مرسته (په کال کې ۴۰۰ ډالر) ترلاسه کړه او له ویلیامز څخه په پیروي په مانتریال کې مک ګېل پوهنتون ته لاړ. هغه د ۱۹۲۵ ز کال کې د پسرلي په سمستر کې بیاځلي کارنېل پوهنتون ته راوګرځېد او د څو جمله یي تفاضلي معادلو af(x+1) + bf(x) = φ(x) د حل تر عنوان لاندې یې خپله رساله د هماغه کال په اوړي کې بشپړه کړه. د ۱۹۲۵ ز کال د سپټمبر په ۲۶ مه هغه خپل د دوکتورا سند ترلاسه کړ او په یقین سره لومړی افریقايي- امریکايي و چې د ریاضي په څانګه کې یې دوکتورا ترلاسه کړه، همدارنګه په ډېر احتمال سره په نړۍ کې لومړنی تورپوستی و چې په ریاضي کې یې دوکتورا ترلاسه کړه. ده تر ۱۹۳۴ ز کال پورې هېڅ علمي مقاله چاپ نه کړه.[۶]

کاکس، په کارنېل پوهنتون کې د دوکتورا د زده کړو پر مهال اړ و، ګڼ شمېر ستونزې وزغمي؛ د کو کلاس کلن په نامه ډله په هغه سیمه کې چې دی اوسېده فعاله وه، دغه ډلې تر ۱۹۲۶ ز کال پورې ۳۱ افریقايي- امریکايي وګړي وژلي و.[۳]

د لویدېځې ویرجینیا دولتي کالج[سمول]

کاکس د ۱۹۲۵ ز کال د سپټمبر په ۱۶ مه، د لویدیځې ویرجینیا په دولتي کالج کې د ریاضي او فزیک د مضمونونو په تدریس پیل وکړ، دغه کالج هغه مهال یوازې تورپوستي زده کړیالان او ډېر لږ مالي منابع لرل. په دغه کالج کې د دوکتورا د علمي درجې لرونکي ښوونکي ډېر کم و، همدارنګه هغه نړیوالې اړیکې چې ده لرلې د ده د ځان ښکارنې لامل وګرځېدې. نوموړي ۱۸۰۰ ډالر معاش ترلاسه کاوه (په ۲۰۲۰ ز کال له ۲۷ زره امریکايي ډالرو سره برابرېږي). د هغه اغیزې کولای شو د ۱۹۲۵ ز کال څخه تر ۱۹۲۸ ز کال پورې په درسي نصاب کې د بدلونونو له مخې، درک کړو. په ۱۹۲۷ ز کال کې هغه د یو پخواني غلام له لور بیولا کافمن سره واده وکړ. د هغه مېرمن په یوه ابتدایه ښوونځي کې ښوونکې وه او د کاکس له ورور آوالوان سره یې کار کاوه. هغه او بیولا په ۱۹۲۱ ز کال له یو بل سره بلد شول او د شپږو کلونو لپاره د یو بل ملګري و. د هغوی لومړنی زوی چې جیمز نومېده په ۱۹۲۸ ز کال کې وزېږېد. هغه په ۱۹۲۹ ز کال کې له هاوارد پوهنتون سره یوځای شو او واشنګټن ډي سي ته یې کډه وکړه.

هاوارد پوهنتون[سمول]

کاکس په ۱۹۳۰ ز کال کې په هاوارد پوهنتون کې په درس ورکولو پیل وکړ. د هغو باور لیکونو سربېره چې ده لرل له ده څخه د لوړو رتبو لرونکي پروفیسران لکه ویلیام بادویت او چارلز سیفاکس هلته و. دواړو پروفیسرانو ګڼ شمېر علمي مقالې چاپ کړې وې؛ همدا وخت و چې کاکس خپله د فراغت علمي مقاله چاپ کړه. ویلیامز چې د ده سرپرستي کوله، هڅه وکړه څو د کاکس مقاله له هېواده بهر په یو بل هېواد کې په رسمیت وپېژندل شي، خو د دغه کار له پاره له ستونزو سره مخ و. په پایله کې د جاپان په سندای کې توهوکو پوهنتون د ده مقاله په رسمیت وپېژنده. دغه مقاله په ۱۹۳۴ ز کال کې د توهوکو د ریاضي په ژورنال کې چاپ شوه. له دې سره کاکس په درس ورکولو کې ډېر فعاله و: د پوهنتون رئیس چې جیمز ام. نابریت نوم درلود، څرګنده کړه چې کاکس د ټولو پروفیسرانو په پرتله په هاوارد پوهنتون کې د لیسانس څخه پورته زده کړیالانو ته د لارښوونې په برخه کې ډېره مرسته کړې. د ده زده کړیالانو هم د نورو پروفیسرانو د زده کړیالانو په پرتله ډېر پرمختګ درلود او دی په یو مشهور پروفیسور اوښتی و. د ده د زده کړیالانو ترمنځ د ده زوی البرت لوسین کاکس او ویلیام سکیفیلین کلیتور هم و، کلیتور دریم افریقايي – امریکايي و چې د ریاضي په څانګه کې یې دوکتورا واخیسته. په ۱۹۴۷ ز کال کې کاکس د ښوونکي ځایګي ته وده وکړه او په ۱۹۵۷ ز کال کې هغه د ریاضیاتو د ډیپارټمنټ مشر شو. هغه دغه ځایګی تر ۱۹۶۱ ز کال پورې وساته. نوموړی په ۱۹۶۵ ز کال کې د ۷۰ کلنۍ په عمر ومړ او له مړینې درې کاله وړاندې تقاعد شوی و. د هغه انځور د هاوارد پوهنتون د ښوونکو په خونه کې راځړول شوی.[۷]

کاکس د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، له ۱۹۴۲ ز کال څخه تر ۱۹۴۴ ز کال پورې د انجینري او جګړې د مدیریت په تدریس لاس پورې کړ.

کاکس د خپل ژوند پر مهال دوه علمي مقالې خپرې کړې. هغه د نیلز نولند کار ته چې د یوې مشخصې تفاضلي معادلې د حل په موخه یې د اویلر په څو جمله یي ګانو باندې کار کړی و، پراختیا ورکړه. کاکس د کلي اویلر له څو جمله یي او د بول د جمعې له ټولیز فرمول څخه کار واخیست څو د بول د جمع فورمول ته پراختیا ورکړي. هغه همدارنګه یو شمېر ځانګړې څو جمله یي معادلې د مشخصو تفاضلي معادلاتو تر عنوان لاندې مطالعه کړې.[۱]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ "Elbert Cox - Biography". Maths History (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Elbert Frank Cox | Mathematical Association of America". www.maa.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mathematicians he also has a child named rahmir of the African Diaspora at the State University of New York at Buffalo
  6. Cox, Elbert Frank (1925). The polynomial solutions of the difference equation af(x+1) + bf(x) = [Phi](x). Ithaca, NY: Cornell University. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Elbert Cox - Biography". Maths History (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)