ارهنډه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Ricinus communis
ارهنډه
مملکه نباتونه
شاخه گل لرونکي نباتونه
طایفه ددوو تیفه گانو نباتونه
کورنی Euphorbiaceae
جینس Ricinus

ارهنډه (په لاتين: Ricinus communis) د فرفیونیانو د کورنی څخه یو زهرلرونکي بوټی دی چی په شمالختيځی آفریقا او سويل لويديځی آسيا کی شنه کېږي.[۱]

پيژندنه[سمول]

ارهنډه د یو کلن زینتي بوټي دی چی اوږدوالي یی ۳،۵ متر ته رسېږي. نوموړي بوټي د جولای څخه تر سپټمبر پورې گل کوي. دغه بوټي د نر او ښځینو گلان لري. د نر گلان زرغون رنگ او د ښځينو گلان سور رنگ لري. د ارهنډې مېوه کاپسول دي چی د خارونو لخوا پوښ شوي دی. د مېوې تخم قوي زهر لري چی د ريسين (Ricin) په نوم یاد شوي دي. د ارهنډې ۲۰ تخمونه بالغ والي نارينه وژلای سی.[۲] د هغو تخمونو څخه د ريسین غوړ لاس ته ورځي چی اسهال ورکوونکی آغېزه لري او د ملهمونو د جوړولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي.[۳]

سرچينې[سمول]

  1. http://bylinky.atlasrostlin.cz/skocec-obecny
  2. https://cs.wikipedia.org/wiki/Sko%C4%8Dec_obecn%C3%BD
  3. http://www.lekopis.cz/Kap_6_1_Ricini_oleum_hydrogenatum.htm