ملهم

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
په پخوانی مصر کی انسانانو خاص کاسې د ملهم ‌‌ذخیره کولو لباره کارول
د سترګی ملهم

ملهم (په لاتینی ژبې کی: Unguentum ) د نیمه جامد یو درمل شکل دي چی د انسانانو یا حیوانانو پر پوستکي او انساج باندي مښل کېږي. انسانانو په پخوانۍ وخت کې د حیواناتو غوړې څخه د ملهمونو د جوړولو لپاره کار واخیستل. په تیر وخت کې دواجوړونکو د سپی له غوړوی،د خرس غوړی او غوا غوړی نه کار واخیستل. په اوس وخت کې ملهمونه د صنعتی غوړی په مرسته جوړېږی. درمل جوړونکی د ملهمو جوړولو لپاره د ترکوندی تېل ، د نفت محصول/واسلین/ او صنعتی تېل یا غوړی /ماکروګول/ څخه کار اخلی.




نيوليک

د ملهمونو خاصی ډولونه

په اوس وخت کی ملهم د سنګار په صنعت او طب کی کارېږي. هر ملهم د درملونو، غوړو، تیلونو څخه جوړ شوي وی. ملهمونه چی په کښې د اوبو محتوی یی په سلو کې لس زیاته ده کریم ته وایی. ملهمونه چی پکښې د جامدو توکو محتوي یی په سلو کی پنځه ویشت زیاته ده پاسټا (په انګرېزي کی: Paste ) ته وایی.

د سترګی ملهم

دسترګی ملهم د استریل د ملهم یو ډول دی چی دسترګو د رنځ لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږی.د سترګی ملهم کولای شی چی د سترګو د التهابو او حساسیتو لپاره ور څخه کار واخلی. د سترګی ملهم کولای شی دانټيبايوټيکونه, آنتی‌هیستامینیک یاالقلويدونه محتوي ولری.


ملهمونه

په اوس وخت کی په ځانګري ډول د ملهم د جوړولو لپاره نفتي محصولونه کارېږي. د هغو محصولاتو څخه واسلین، پرافین او ګلیسرین تر ټولو مشهور دي. خو طبیی توکې لکه د لمرکلی تیل، د ښون تیل، د مچیو موم، د پسه د وړۍ غوړې هم اهمیت لري. په عصری صنعت کی مصنوعی ملهمونه لکه ماکروګول، د سیلیکون تیل، د کربوپول جل جوړېږي.

واسلین

واسلین د نفتی محصولاتو څخه تر ټولو مشهور دي او د ملهم د جوړولو لپاره اړین رول لوبوي. واسلین ژیږ یا سپین رنګ درلودلای شي.

ګلیسرین

ګلیسرین د نفتی توکو څخه یو استرطابي او بې رنګ، بې وږم خوږه توکه ده چی د غاښو کریم او مرطوب کونکی کریم ته ریاتېږې او د C3H8O3 کیمیاوي فورمول لري.

ماکروګول

ماکروګول د مصنوعی مخصولاتو څخه دي چی په څانګري ډول په صنعت کی د ملهمونو د جوړولو لپاره کارېږي. ماکروګول په رښتیا کی پلی‌اتیلن ګلیکول دي چی د مولکول وزن یی ۴۰۰ یا ۲۰۰۰مولونو ته رسېږي. ماکروګول یوه جامده سپینه توکه ده چی په اوبو کی حلېږي.

د ملهمونو ډولونه

ملهمونه د فیزیکی مخصوصیت په مطابق بسیط ملهم، د سوسپانسیون ملهم، د امولسیون ملهم او د سوسپانسیون-امولسیون ملهم دي.

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې