اخوان المسلمون

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
مسلمان وروڼه
الإخوان المسلمون
لارښود محمد بديع
بنسټګر حسن البنا
د بنسټ کال 1928
اسماعيليه, مصر
سياسي اندونه اسلاميزم,
پان اسلاميزم,
اسلامستي ولسواکي
www.ikhwanonline.com
www.ikhwanweb.com

اخوان المسلمون يو معاصر اسلامي غورځنګ دى، چې په ۱۹۲۸ز كال د مصري مفكر علامه حسن البنا په لاس په مصر كې د بنسبټ ډبره كېښودل شوه.

دا غورځنګ د نړېوالو اسلامي غورځنګونو پلار ګڼل كېږي، ځكه زياتره اسلامي غورځنګونه له همدې اسلامي غورځنګ څخه سرچينه اخلي، او يا هم له همدې غورځنګ څخه په خپلو اداري، سياسي، او ټولنيزو چارو كې پلي كوي. دا غورځنګ د نړۍ په ۷۲ هېوادو كې خپور دى، چې پدې هېوادو د شپږو لويو وچو عربي، اسلامي او كفري هېوادونه شامل دي.

نيوليک

د دعوت مفكوره

د غورځنګ مشر حسن البنا

د اخوان المسلمون غورځنګ يو سوچه اسلامي غورځنګ دى، چې يواځينۍ موخې يې د قرآن او سنتو پيلي كول د دولت په چارو كې، او د يو اسلامي دولت جوړونه، ددې غورځنګ له اشعارو څخه دا دي، چې الله زموږ مقصد ، رسول زموږ لارښود ، قرآن زموږ دستور، جهاد مو لار، او د الله تعالى په لار كې مرګ زموږ غوښتنه ده، . دارنګه د ۲۰ په شاوخوا كې اصول لري، دا اصول د لومړني مشر (حسن البنا) لخوا وضع شوي، چې د (شلو اصولو) په نامه يادېږي. ددې ډلې د افكارو د روښانه كولو لپاره د (رسائل حسن البنا) كتاب د يادولو وړ دى، دارنګه سيد قطب هم ځينې ليكنې كړي، د حسن الهضيبي (دعاه لا قضاه) كتاب هم د يادولووړ دى. دارنګه يې ډېر شې كتابونه په سياسي او اقتصادي چارو كې ليكلي، ددې ډلې كوم ځانګړې فقهي مسلك ندې جوړ كړې، بلكه د اهل سنت او جماعت په پل روان دي.

د غورځنګ د سر مشران

د غورځنګ نامتو غړي

    • سيد قطب : د غورځنګ يو له مهمو مفكرينو څخه دى.
    • يوسف القرضاوي: په نني پير كې د غورځنګ يو له مهمو اسلامي پوهانو څخه دى.

تاريخ

د اخوان المسلمون غورځنګ د ځوانانو د غورځنګ په څېر رامنځته شو، چې د ټولنيزې اصلاح لپاره سر په كار شو. ددې غورځنګ بنسټ د حسن البنا په لاس د خپل كوشنيوالي ملګري احمد السكري سره يوځاى په ۱۹۲۸ز كال كېښود. او د شلمې پېړۍ په درېيمه لسيزه كې دې غورځنګ ته سياسي كارونه هم ورعلاوه شول، او په ۱۹۳۹ز د هېواد له رسمي ګوندونو څخه وشمېرل شو. ..........


سرچینې

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې