حسن البنا

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د غورځنګ مشر حسن البنا

حسن البنا د مصر له نامتو مذهبي لارښودانو څخه ګڼل کېږي. دا عالم د اخوان المسلمون بنسټ اېښودونکې هم دی، چې په دې کار سره يې د اسلامي نړۍ له خوبه راویښه کړه.

دې په ۱۹۰۶ز کال د مصر په محمودیه کلي په یوه متدینه او علم دوسته کورنۍ کې وزېږېد. په کوشنیتوب کې یې سپېڅلې قرآن په یادو یاد کړ. او د شپاړسو کالو په موده، د قاهرې په دارالعلوم کې ورګډ او په ۱۹۲۷ز یې له نوموړي دارالعلوم څخه خپل سند ترلاسه کړه.

د کلیوالو سیمو په پرتله ښاري سیمې د اخلاقي زوال ډېر وي، دقاهرې هم همدا حال و، کله چې حسن البنا له خپل کلي څخه د قاهرې پر لور راوخوځېد، نو دده حساس ‌طبیعت باندې د ښار غیر اسلامي کړو، وړو ژور اغیز وکړه. ده ولیدل، چې مصر په اخلاقي لحاظ د اروپا یوه برخه کېدونکې ده، او د فرعونانو پیر ته بیا بلنه روانه ده، ده دا خبره محسوس کړه، چې دینپوهان خو ددې ناوړه اعمالو او اخلاقي زوال پر وړاندې خپله کرکه او نفرت ښکاره کوي، او وعظ او نصیحت هم کوي، خو داسې کومه ټولنه یا ګوند یې و نه میدو، چې ددې ناوړه کارون پر خلاف غږ پورته کړي.

داخوان المسلمون بنسټ اېښودنه

نو ده په ۱۹۲۸ز کال د اسماعیلیه په ښار کې (چېرې چې دې له زده کړې وروسته د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله) د اخوان المسلمون په نامه د یوه ګوند بنسټ کېښود. په ۱۹۳۳ز کال ددې ګوند مرکزي دفتر له اسماعیلې څخه د قاهرې ښار ته یوړل شو. حسن البنا اعلان وکړ، چې د اسلام پیغام نړیوال پیغام دی، او د ژوند یو بشپړ نظام هم. د اخوان المسلمون د غورځنګ په واسطه ده خپل دغې لارې ته د عملي جامې اغوستلو کار پیل کړ. په لږ وخت کې د مصر په ختیځ او لودیځ کې محبوبیت ترلاسه کړ، او خپلې څانګې یې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې خلاصې کړې. زده کوونکي، زده کړیال او کارګر یې په یوه دریځ سره راټول کړل، او د ښځو لپاره یې د اخوات المسلمین په نامه بېله څانګه جوړه کړه. اخوان ښوونځي هم جوړ کړل، او په ټولنیزو چارو کې یې هم ښه برخه واخیسته. دوی یو داسې روزنیز نظام جوړ کړ، چې د هغې له وجې د اخوان غړي د یوه رښتوني مسلمان بڼه غوره کړه. حسن البنا د اسلامی حکومت د جوړونې او د اسلامي شریعت د پلي کولو غږ پورته کړ. ده وویل چې له پنځوسو کلونو څخه راپدېخوا په مصر کې غیر اسلامي قوانین پلي کېږی، او له سختې ناکامۍ سره مخ کېږي، نو په دې ډول اوس ددې وخت راغلې، چې د اسلامي شریعت تجربه وکړای شي،. ده په دې خبره ټینګار کاوه، چې د نني مصر قانون او دستور سرچینې کتاب او سنت نه، بلکه د اروپایی هېوادونو قوانین دي، چې دا قوانین له اسلام سره په ټکر کې دي.

حسن البنا د اسلامي حکومت او اسلامي قوانینو د پلي کولو غوښتنه وکړه. ده وویل، چې له ۵۰ کالو څخه په مصر کې نااسلامي قوانین ازمویل کېږي، او دا قوانین ډیر سخت ناکام شوي دی. نو پدې ډول اوس باید د اسلامي شریعت تجربه وکړای شي، ده په خبره ډېر ټینګار کاوه، چې د اوسني مصر قانون و دستور سرچینې سپېڅلی کتاب و سنت نه، بلکه اروپایي هېوادونو دستور و قوانین دی، چې له اسلام سره سراسر په ټکر کې دي. حسن البنا په مصریانو کې د جهاد روح پوه کړ، او ددې سرلیک لاندې یې یو کتابګوټې هم ولیکه، او دا یې پکې ولیکل، چې د مصر یو نامتو عالم امام بدر الدین عیني (د بخاري شرحه کوونکې) به یو کال جهاد ته تلو، یو کال به یې ښوونه او روزنه کې بوخت وو، او په بل کال به د حج فریضې لپاره مکې مکرمې ته تلو.

اخوان المسلمون د کتابګوټو او ورځپاڼو له لارې خپل افکار خپرول پیل کړل. په ۱۹۳۵ز کال د محمد رشید رضا رحمه الله له مړینې څخه وروسته امام حسن البنا د هغه ورځپاڼه المنار چارې خپلې کړې. اخوان المسلمون خپله هم یوه ورځپاڼه، یوه اوونیزه او یوه میاشتینۍ. ددې غورځنګ ورځپاڼه د مصر په لومړیو نامتو ورځپاڼو کې شمېرل کېده. ددې ورځپاڼو او نورو وړو کتابګوټو په وسیله اخوان المسلمون خپلې موخې او غوښتنې مسلمان ولس ته ورسولې او دا یې په زبات ورسوله چې اسلام څرنګه د ژوند په مختلفو څانګو کې د نړۍ لارښوونه کولای شي.

دویمې نړیوالې جګړې پیل پورې د اخوان المسلمون بلنه په ختیځ کې ښه په شور و زور سره روانه وه، او تقریبا ټول عربي هېوادونه یې تر خپل سیوري لاندې راوستي ول. د دې غورځنګ اصلي منځۍ د مصر هېواد و. د نړېوالې جګړې څخه وروسته اخوان المسلمون په سیاسي ډګر کې په پراخه پیمانه هلې ځلې پیل کړې. په ۱۹۴۸ز کال د فلسطين څخه د برتانیا له وتلو سره سم، چې برتانیا د فلسطین د خپلواکۍ اعلان وکړ، نو اخوان المسلمین ددې اعلان د بشپړلولو غوښتنه وکړه. پدې کار سره د اخوان المسلمین په محبوبیت کې لا زیاتوالې راغې. په دوه کلونو کې ددې غورځنګ د غړو شمېر له پینځه سوه زرو څه پورته ولاړ. د ملاتړو شمېر یې له دې څخه دوه چنده و. اخوان ورځ تر ورځې د خلکو په زړونو کې ځای پیدا نیونې څخه که یو خوا د شاه فاروق خطر محسوساوه، نو له بلې خوا انګرېزانو هم له ده څخه غوښتنه کوله چې په دې غورځنګ بندیز ولګوي. نو ځکه په ۱۹۴۸ز د ډسمبر په نهمه نیټّه مصري واکمن د اخوان غورځنګ ناقانونه اعلان کړ، او په څو ورځو کې یې په زرګونو غړي د بند تورو تمبو شاته وغورځول. درې اوونۍ وروسته کوم ځوان وزیر اعظم نقراشي پاشا وواژه. حسن البنا تر اخري وخت پورې ونه نیول شو، او د فرورۍ په ۱۲مه نیټه کال ۱۹۴۹ز نیمه شپه په قاهره کې یو ستر لارښود د یوې دسېسې له مخې په شهادت رسول کېږي. د شهادت تر وخت پورې دده عمر یواځې ۴۳ کاله وو

لیکنې

  • مذكرات الدعوة والداعية (لكنها لاتغطي كل مراحل حياته وتتوقف عند سنة 1942م).
  • المرأة المسلمة.
  • تحديد النسل.
  • مباحث في علوم الحديث.
  • السلام في الإسلام.
  • قضيتنا.
  • الرسائل.
  • مقاصد القرآن الكريم

لیدیز

دا هم وګورﺉ

سرچینې

کينډۍ:ثبت المراجع

بهرنۍ تړنې