سيد قطب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سېد قطب
سېد قطب

د سېد قطب اصلي نوم سېد دی، او قطب یې د کورنۍ نوم دی. دده نیکونه له آره د عربي ټاپووزمې ول. ددې کورنۍ یو مشر له نوموړي ځای ځخه د مصر پر لور هجرت وکړ. د سېد قطب پیداېښت د اکتوبر په ۹مه کال ۱۹۰۶ز د مصر په اسیوط نومي ولسوالۍ په موشا کلي کې شوې دی. لومړنۍ زده کړې یې په همدې کلي کې پيل کړې، او لوړې زده کړې یې د قاهرې په پوهنتون کې ترسره کړې، او بیا په همدې پوهنتون کې پروفېسور شو. نوموړى د إخوان المسلمين ګونډ غړيتوب لري او په اسلامي احکامو کې سخت ؤ

سېد قطب په مصري ټولنه کې د یوه ادیب په توگه راوټوکېد، د سیاسي او ټولنیز نقاد په توگه یې نوم وگاټه. دده مهم لیکلې اثر د قرآن پاک تفسیر دی، چې په عربي ژبه کې د في ظلال القرآن په نامه یادېږي. دا تفسیر د نړۍ زیاتره ژبو ته ژباړل شوې دی. د اسلام دا نامتو داعي، مفکر، او مفسر د مصري حکومت لخوا د بلوا او بغاوت په تور د زندان تورو تمبو شاته اچول کېږي، او د اگست په ۲۵مه کال ۱۹۶۶ز په دار ځړول کېږي.

له اخوان المسلمون سره اشنایي او غړیتوب