آلانين
د ويکيپېډيا لخوا
د L-alanine (آلانين) کيميايي جوړښت |
|
|
آلانين |
|
| سيستماتيک (IUPAC) نوم | |
| (S)-2-aminopropanoic acid | |
| پېژندنې | |
| CAS number | 56-41-7 |
| PubChem | 5950 |
| کيميايي مالومات | |
| فورمول | ? |
| Molar mass | 89.1 g/mol |
| SMILES | C[C@H](N)C(O)=O |
| بشپړ مالومات | |
آلانين يا Alanine (لنډون:Ala يا A)[1] يو α-امينو اسيد دی چې کيميايي فورمول يې HO2CCH(NH2)CH3 دی. د L-isomer (آيسومر)، د ۲۰ پروټين-جوړونکو امينو اسيدونو څخه يو امينو اسيد دی، په ساده توګه دا د پروټينونو د بنسټي ډبره ده او د دې کوډونونه GCU, GCC, GCA, او GCG دي. دا د يو غېر-قطبي امينو اسيدونو په ټولګي کې شامل دی. L-alanine آلانين د ليوسين نه وروسته په دوهمه کچه کې راځي، همدا ډول اسيد د پروټينو په 1,150 نمونه کې د primary structure يا لومړنۍ بڼې 7.8% برخه جوړوي.[2] D-آلانين يواځې د باکټريا په سلولي دېوال کې او ځينو پېپټايډي انټيبيوټيکو کې موندل کېږي.
نيوليک |
جوړښت
د آلانين α-کاربون د ميتايل ګروپ (-CH3) سره تړلی دی، چې په همدې توګه آلانين د ماليکيولي جوړښت له مخې تر ټولو يو ساده الفا-امينو اسيد دی او په همدې پايله کې آلانين د آليفاټيک امينو اسيدونو په ټولګي پورې تړل کېږي. د آلانين ميتايل ګروپ يو غېر-تعاملي ګروپ ګڼل کېږي او په مستقيم ډول ّهېڅکله د پروټين په کړنو کې ونډه نه لري.
ژواکي-جوړښت
آلانين په ټولګړي ډول د پيرووېټ اسيد د لږېدونکي امينېشن پروسې په مرسته لاس ته راځي. نو ددې پخاطر چې ټرانس-امينېشن تعاملونه بېرته په شاتلونکي تعاملونه دي او همدا شان پيرووېټ خپرېدونکي هم دي، نو په همدې ترڅ کې آلانين ډېر ژر مېنځ ته راځي او په همدې توګه د ميټابوليکو کړنو لکه ګلايکوليسز، ګلايکونيوجينېسز او د سټريک اسيد څرخ سره نژدې اړيکې هم لري. دا د لاکټېټ سره يوځای جوړېږي او د پروټين نه ګلوکوزونه د آلانين څرخ په مرسته توليدوي.
سرچينې
هر پروټيني خواړه لکه غوښه، کب، هګۍ يا د شودو نه لاس ته راغلي خوړنتوکي، ټول د آلانين نه ډک دي. راسمي آلانين د سټرېکر تعامل په مرسته په آزمېنتون کې د جوړولو وړ دی او دا جوړښت د اسيت-الدهايډ سره د هايډروجن ساينايډ او آمونيا د يوځای کولو وروسته لاس ته راځي.[3]
فزيولوژيکي کړنه
د آمونيا او د پيرووېټ د کاربون لرونکي په توګه
د ووبونو (انساج) او ځيګر تر مېنځ د ګلوکوز-آلانين په څرخ کې آلانين ډېر اهم رول لري. په عضلاتو او نورو ووبونو کې آلانين د امينو اسيدونو کچه د سونګ توکو لپاره راټيټوي، امينو ګروپونه د ګلوټامېټ په بڼه د ټرانس-امينېشن پروسې په مرسته راغونډېږي. ګلوټامېټ بيا خپل امينو ګروپ د آلانين امينوټرانسفېراز په کړنه کې پيرووېټ ته، چې د عضلاتو د ګلايکوليسز يو جوړښت دی، ورلېږي، چې بيا وروسته آلانين او الفا-کيټوګلوټارېټ جوړوي. همدا جوړ شوی آلانين وينې ته لار پېدا کوي او په همدې توګه ځيګر ته ورځي. د آلانين امينوټرانسفېراز په شا تلونکی تعامل په ځيګر کې پېښېږي. پيرووېټ اسيد چې د ګلوکوز نه د ګلايکونيوجينېسز په ذريعه جوړېږي، بېرته عضلاتو ته د دوراني غونډال سره ورګرځي. په ځيګر کې ګلوټامېټ مايټوکونډريا ته د ننوتنې وروسته د ګلوټامېټ ډيهايډروجينېس په کړنه کې په آمونيم آيون بدلېږي، کوم چې بيا وروسته د يوريا څرخ کې د يوريا په جوړولو کې برخه اخلي.[4]
دا د ګلوکوزآلانين څرخ دی چې پيرووېټ او ګلوټامېټ د عضلاتو نه لرې کوي چې بيا وروسته ځيګر ته خپل لار مومي. ګلوکوز دا توان لري چې بېرته د عضلاتو نه راستانه شوي پيرووېټ اسيدو نه جوړ شي. د ګلوکونيوجينېسز چې د انرژي جوړولو يو ډول کړنه ده، د عضلاتو په پرتله په ځيګر کې بشپړېږي. په عضلاتو کې ټول شته ATP د عضلاتو د غونجېدو لپاره ځانګړې شوي.[4]
منابع
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified IUPAC-IUBMB Joint Commission on Biochemical Nomenclature. Nomenclature and Symbolism for Amino Acids and Peptides. Recommendations on Organic & Biochemical Nomenclature, Symbols & Terminology etc. URL accessed on 2007-05-17.
- ↑ Doolittle, R. F.; & Fasman G.D. (ed.) (1989). "Redundancies in protein sequences" in Prediction of Protein Structures and the Principles of Protein Conformation. New York: Plenum Press, pp. 599-623.
- ↑ Kendall, E. C.; McKenzie, B. F. “dl-Alanine” Organic Syntheses, Collected Volume 1, p.21 (1941).http://www.orgsyn.org/orgsyn/pdfs/CV1P0021.pdf
- ↑ 4.0 4.1 Nelson, D. L. & Cox, M. M. (2005). د لېهنينګر د ژواکي کيميا اصول, څلورم چاپ. نيويارک: W. H. Freeman and Company, pp. 684-685. ISBN 0-7167-4339-6.
باندنۍ تړنې
| آلانين (dp) | آرګېنين (dp) | آسپراګين (dp) | آسپارټيک اسيد (dp) | سيسټېن (dp) | ګلوټاميک اسيد (dp) | ګلوټامين (dp) | ګلايسين (dp) | هسټيډين (dp) | آيسوليوسين (dp) | ليوسين (dp) | ليسين (dp) | مېتيونين (dp) | فېنيل-آلانين (dp) | پرولين (dp) | سيرين (dp) | تريونين (dp) | ټرېپټوفان (dp) | تيروسين (dp) | وآلين (dp) |