آر پي جي-۷
د ويکيپېډيا لخوا
| RPG-7 ار پي جي-۷ |
|
|---|---|
| وسله | راکت لانچر |
| هېواد | Bazalt (تولیدونکی) |
| وزن | ۷ کیلوګرامه |
| اوږدوالی | ۹۹۰ م.م. |
| کالبر | ۴۰ م.م. |
| واټن ویشتونکی | ۲۰۰-۹۲۰ متره |
ار پي جي-۷ (په روسي کې: РПГ-7 ручной противотанковый гранатомёт) د روسي یو لاسی راکټ لانچر (راکټ انداز) دی چی د ټانکونو او زره داره موټرونو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. ار پی جي-۷ هم د هلیکپترونو د منځه وړولو لپاره کارېدلای سی. دغه راکټ لانچر د نړی تر ټولو زیاته برخه وسله جوړوی او د نړی د بیلو بیلو مخالفینو ډلو او وسله والو ځواکونو په جګریزو تجهیزاتو کې شامل دی.
تاریخ
ار پي جي-۷ په شوروی اتحاد کی په ۱۹۶۰ کال کی طرح شو او په ۱۹۶۱ کال کی شوروی پوځ دغه راکټ لانچر په رسمی ډول کار واخیست. د هغه وخت څخه تر اوس پورې ار پي جي د نړی په بیلا بیلو جګړو کی کار شوی دی.