Jump to content

پراناف مېستري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پراناف مېستري
اړوند
زېږون‌ځای
Palanpur (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۴ مې ۱۹۸۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
نور معلومات
وېب‌پاڼه
pranavmistry.com (انګليسي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پراناف مېستري

پراناف مېستري (۱۹۸۱ز. هند) دودانيو د نخشې انجنيري په څانگه کې يو هندی زده کوونکی دی چې په کمپيوټري نړۍ کې ېې د شپږم حس په نوم حسگر پنځولی . دی د اېم آی ټي مېډيا لب څانگه کې د پي اېچ ډي کانديد څېړونکی دی . د اېم آي ټي څخه مخکې د يو اېکس څېړنې په کار مايکروسافټ سره ېې دنده ترسره کوله . دی په هند کې پالانپور سيمه کې زېږېدلی .

زده کړې

پراناف مېستري خپل لسانس بری لیک د کمپيوټر ساينس په انجنيري برخه کې د نرما پولتخنيک انسټټيوټ احمد آباد څخه ترلاسه کړی . نوموړی د ساينسي ډگر په مېډيا آرټ کې ماسټري د اېم آی ټي څخه ترلاسه کړې او بله ماسټري ېې د آی آی ټي بمبی په ډيزاين برخه کې ترلاسه کړې .

د کمپيوټر په برخه کې پنځونې

ښاغلي پراناف د کمپيوټر حسگر موږک پنځولی ، هوښيار نښلنملپاڼه (intelligent sticky notes) چې پلټل کېږي ، د يادښت په توگه پکار وړل کېږي ، او پيغام پرې ساتي پنځولی ، داسې يو کښی ېې د ۳. ډي (3D) لپاره پنځولی چې د کمپوټر پر مخ ورباندې رسمونه وېستل کېږي او يوه د گوگل پشان نخشه ېې پنخولې .

ترلاسه کړي جايزې

سرچينې

http://en.wikipedia.org/wiki/Pranav_Mistry