د پښتو شعر ډولونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پښتو شعرونه چې د سېلاب له رويه سره جلا كېږي د ځانه مخصوص نومونه لري دا بايد د بديع دعلم په لفظي صنايع كي درته ويل شوي واى مگر څنگه چې تقطيع په دې علم اړه لري دلته يې راوړو او هغه دادى : (8)

لنډۍ[سمول]

د پښتو د ملى ادب يو مهم ركن لنډۍ دي او په پښتنو كي بيخي ډېر شهرت لري د پښتو په اشعارو كي خاص وزن او سېلابونه ټاكل شويدي، د لنډۍ لومړۍ مصراع نهه سېلابه او دوهمه مصراع ديارلس سېلابه ده چې ټوله لنډۍ گويا دوه ويشت سېلابه ده او په آخر كي يې هرومرو "ميم" او "هـ" يا "نون" او "هـ" راځي او لنډۍ اكثر د ښځو له خوا ويل شويدي. مثلاً دا دوې لنډۍ :

دا پېغلتوب مي د غم دود كړې خيالي ځوانان راپسي مري خونكاره شومه اوس به دي يو موټى ايرې كړم ملالي سترگي كه در واړوم مينه دا پورته لنډۍ هم د ښځو له خوا دي او هم د يوې په آخر كي "ميم" او "هـ" او د بلي په آخر كي "ن" او "هـ" راغلي دي. فقط دومره دى چې دواړي لنډۍ عشقي دي او په لنډيو كي حماسي مضامين هم ډېر ښه ځاى شويدي مثلاً : يوه نجلۍ زلمى ته داسي تشجيع وركوي : ته په سنگر كي ځان شهيد كړه زه به خپل شال ستا پر زيارت وغوړومه يا ورته وايي : توري به نه كړي نو به څه كړي چي سپين مړوند دي زه تر سر لاندي كومه يا دا چې : ټوټې ټوټې په وينو راشې چي پرهارونه دي گنډم خوله دركومه بيا پسله مرگه خپل مين داسي ستايي : جانان مي سر پر وطن كښېښود په تار د زلفو به كفن ورته گنډمه د لنډيو يوه لو مميزه او خصوصيت دادى چې يوه لنډۍ د موسيقۍ پر اصولو تقريباً پر پنځوس قسمه ويله كېږي يعني په جلا جلا سر او جلا جلا آهنگ اداء كېږي، او دا مزيت بېله لنډيو بل شعر نه لري. لنډۍ د كندهار او غزني په شاوخوا كي لنډۍ بولي ځكه چې اوله مصرع يې تر دوهمي لنډه ده د يوسفزو او پېښور خواته مسرۍ يا ټپه ورته وايي، د ننگرهار شاوخواته يې ټكۍ بولي. (9)

تبصره د پښتو هر شعر چې دغه سېلابونه درلوده هغه "لنډۍ" بولي.

نارې يا ږغونه[سمول]

نارې او ږغونه د ملي اشعارو هغه شعرونه دي چې په ملي افسانو كي راوړل كېږي، او دا شعرونه عموماً دبيت په ډول وي مگر تر بيت اوږده وي او د هري افسانې د نارو سېلابونه بېل بېل دي ځيني ډېر او ځيني لږ دي كوم ټاكلى سېلاب نه لري، خو دومرى دي چې د هري افسانې د نارو سېلابونه پخپله منځ كي يو شى دي او هيڅ فرق نه سره لري دا نارې د عربي اشعارو په څېر په كوم بحر كي مقيدي نه دي بلكي د اروپايي آزادو شعرو په شان ويلي شويدي، لكه د فتح خان په نقل كي دا ناره چې رابيا د فتح خان محبوبه د جنگ پر وخت دده پر كرنگ آس باندي كړې ده :

د فتح كرنگه نال به دي زرين كړم كه دي دا وار فتح راوړ،خپل امېل به دي د غاړي لونگين كړم لومړۍ مصراع 12 سېلابه ده او دوهمه مصراع 20 سېلابه ده ددې افسانې ټوله نارې همدا سېلابونه لري ځكه چې ملي افسانې ډيري دي او نارې يې هم ډيري دي نو نوري افسانې ستاسي مطالعې ته پرېږدو.

نيمكۍ[سمول]

نيمكۍ د پښتو يو قسم مركب شعر دى چې له دوو جزو څخه جوړ شويدى يو هغه جزو چې څو واره تكرارېږي، دې جز ته "سر" وايي او بل هغه جز دى چې په منځ كي ورلوېږي دې جز ته "ټكۍ" وايي. په نيمكۍ كي اول سر ويل كېږي دغه سر عموماً يو بيت يعني دوه مسرۍ وي مگر دا دوې مسرۍ كه څه هم په قافيه كي سره يو شانته وي مگر په سېلاب كي برابري نه وي يعني د مستزاد په شكل لومړۍ مسرۍ يې اوږده او دوهمه لنډه وي. عموماً لومړۍ مسرۍ 13 سېلابه او دوهم 7 سېلابه وي، تر سر وروسته يوه يوه ټكۍ ويله كېږي او سر پكښي تكرارېږي، او د ويلو صورت يې داسي دى چې ټكۍ د اولي مسرۍ تر ويلو وروسته د سر لنډه مسرۍ ورسره تكرارېږي، بيا چې د ټكۍ دوهمه اوږده مسرۍ وويله شي د سر دواړي مسرۍ ورسره بيا تكرار ويلي كېږي دا ډول نو هر قسم ټكۍ په نيمكيو كي ويلي كېږي په نيمكيو كي هر يو تن د مجلسيانو څخه حق لري چې يو يو بند وار په وار د غزلچي سره ووايي سر خوئې يو وي صرف هر يو تن له ځانه ټكۍ ور اچوى. نيمكۍ اكثر د مسابقې په ډول ويلي كېږي.

د نيمكۍ نمونه داده :

سوركى پېزوان دي په كنډو ختلى لمر دى چا وې چې مازديگر دى

منگى دي كېده خوله دي راكه چا وې چې مازديگر دى

مور ته دي وايه چې په پوله ولوېدمه چا وې چې مازديگر دى

سوركى پېزان دي په كنډو ختلى لمر دى تر پايه

په پورته نيمكۍ كي سر همهغه اول مستزاد بيت دى.

بگتۍ[سمول]

د پښتو د ملي اشعارو يوه غوره نوعه بگتۍ ده، بگتۍ په مجلس كي تر رباعي، غزل او چاربيتو وروسته بلكي د غزلو او چاربيتو تر منځ په ورو او چابك آواز ويله كېږي. آوازونه پكښي اوچتېږي، بگتۍ هم "سر" لري او غالباً يو بيت وي، چې ددې بيت ددواړو مسريو قافيه سره برابره وي. تر سر وروسته بندونه لري چې هر بند يې څلور مسرۍ وي درې اولي مسرۍ يې پخپل كور كي ځانته قافيه لري اود څلرمي مسرۍ قافيه يې د سر سره برابرېږي، مگر د هر بند په پاى كي د بگتۍ سره ورسره اخيست كېږي. د بگتۍ نمونه داده :

دا توري سترگي رانه تېرېږي د حاله زما كله خبرېږي دا توري سترگي سره يې لاسونه په بام ولاړه كوي سيلونه اوربل كې ايښي تازه گلونه موزي دله خان به ترې جارېږي دا توري سترگي ..................... .................... تر پايه


چاربيته[سمول]

چار بيته دپښتو دملى اشعارو خورا برجسته نوعه ده، او ډېر شهرت لري ځكه چې په چاربيته كي د قصيدې او مثنوي په شان ډېر اوږده اوږده مضامين او لويي لويي قيصې ويلي كېږي، د چاربيتي ويل په تندۍ او چالاكۍ وي. چاربيته هم يو سر لري چې هغه ته "پيرو" يا "كسر" هم وايي، د چاربيتي مسرۍ اوږدې وي اوعموماً چاربيته دوه قسم ده، يو هغه چې هر بند يې دوه بيته يعني څلور مسرۍ ولرى بله هغه چې هر بند يې څلور بيته يعني اته مسرۍ وي، په اول صورت كي ورته مجازاً چاربيته ويله كېږي، كله چاربيته په مستزاد شكل هم راځي، مگر په هغه كي هم اوږدې مسرۍ وي د چاربيتي د هر بند آخر بيت د سر سره همقافيه دى.

مثالونه د اول قسم :

څوك به پيدا نه شي د فرهاد او شرينۍ په شان يو ځاى به څوك نه شي د آدم او درخانۍ په شان يو ځاى به څوك نه شي لكه وْ عاشق فرهاد بل به يې كولو په آشنايي پسي فرياد وئې كړه خوارى ځكه حاصل يې شه مراد كړي به يې خبري د طوطا د ښارونۍ په شان

دوهم قسم : دا دوهم قسم درې ډوله لري يو دا چې د هر بند اول درې بيتونه پخپل كور كي سره يو قافيه وي او آخر بيت يې د سر سره په قافيه كي يو وي، دوهم دا چې د هر بند د اولو درې بيتونو اولي مسرۍ يې پخپل منځ كي په يوه قافيه وي او آخري مسرۍ په بله قافيه وي، دريم دا چې ټوله مقفي وي يعني هر بيت يې پخپل منځ كي قافيه داره وي بلكه هره مسرۍ ئي. دغى چاربيتې ته "زنځيري" چار بيته وايي.

اول مثال : شاگرده او نص د الهى پروردگار دى استاذه بل حديث د محمد نبي حضرت دى شاگرده په جهان كي جبرائيل نومى ملك دى استاذه خاص مقام دده په اووم آسمان فلك دى شاگرده ټول وجود يې د حجر حديده كلك دى استاذه سر ترپايه په وزرو باندي چك دى شاگرده د رحمت په ډنډ كي ډوب لكه سمك دى استاذه ما په دې خبره هم ويستلى شك دى بېحده ښايسته د نور په شان شعله انگار دى د باد په شان ته گرځي په هوا باندي اوچت دى

                                                    ترپايه ............... (مياگل)

دوهم مثال : د ښايست آواز دي ولاړئ په عالم كي لور په لور زه دي سوى يم په اور ټيك دئ كوز كه له جبينه د ښايست آواز دي لاړه په كابل په هندوستان ځكه ناست يمه حيران ، را رسېږي يا نصيبه عاشقي ده ډېره گرانه ځي د اوښكو مي باران پرې لوند مي شو گريوان پوه نه شوم په ترتيبه په هر چا باندي تيرېږي دفاني دنيا دوران څوك راځي څوك تري روان، كاندي ياروته قريبه باري خپل دي كه پردي دي راكوي راته پېغور سترگي نشمه نيولى گوره ډوب يم ستا په مينه

                                              ترپايه ................ (محمد دين)

دريم مثال : كله به راشي په پوښتنه د ملنگ كړي څنگ لري كړه زنگ شوم رنگ ستا په تهمت كي كله به راشي چې دي وكړمه ديدار سهار زړه مي پرهار د يار دلاسه ډېر دى شومه په غم كښي ستا د ميني گرفتار په جار وسوم په نار آنگار راته چاپېر دى آخر به تېر شي د نيمكړي دنيا وار په خوار مه اخله آزار بيمار په زلفو گير دى مخ دي څراغ دى پرې راځم لكه پتنگ په شرنگ لري كړه زنگ شوم رنگ ستا په تهمت كي

                                                ترپايه ............. ( محمد دين)


رباعى[سمول]

د پښتنو په عامه طبقه كي كوم شعر ته چې رباعي وايي هغه د پارسي رباعى په شان نه ده، بلكي كوم شعر ته چې خاصه طبقه غزل وايي د پښتو بې سواده او عوام شاعران ورته رباعي وايي، كه څه هم عوامه طبقه شاعران چې ملي اشعار وايي له ځانه جلا غزل هم لري او فرق يې دا كوي چې په رباعي كي اكثره د پند او نصيحت خبري وي او په غزل كي عشقي او په وزن كښي هم فرق سره لري غزل په چست او تند آواز ويل كېږي او رباعي په آرام او اوږده ږغ كوم وخت چې مجلسيان مجلس شروع كوي نو رباعي تر غزل او چاربيتي دمخه وايي او مجلس ملتفت كوي. تر كومهځايه چې زه په دې باره كي معلومات لرم هغه دي

د رباعي نمونه :

خدايه څه شوه هغه ښكلي ښكلي خلك په ظاهر په باطن سپين سپېڅلي خلك هيڅ خندا مي ددې خلكو سره نه شي ژړه وي مي هغه تللي تللي خلك خبر نه يم چې وكومي خواته لاړل ليده نه شي هغه ما ليدلي خلك دريغ يو ځلي خو بيا په دنيا راغلي له جهانه په ارمان وتلي خلك "رحمان" هسي گوښه خوند له خلكو بيا موند چي هر گز نه دى دا خوند موندلي خلـــــــــك

                                                                   (رحمان بابا)

غزل[سمول]

د پښتو غزل او رباعي څه نور فرق نه لري فقط په رباعي كي د پند او نصيحت خبري وي او غزل عشقي كلام وي، رباعي ورو ورو ويله كېږي او غزل چسته او تنده. د پښتو غزل له پنځو بيتو تر پنځلسو پوري وي او دپښتو په ټولو دېوانو كي غزلي زياته برخه لري او هغه ته عام شاعران كتابي غزل وايي. څنگه چې د غزلي مثالونه ډېر او هر چاته معلوم دي له مثاله يې صرف نظر وشو.


بدله[سمول]

دله په پښتو كي ځانته ځانته معناگاني لري، د كندهار په اصطلاح كي يوازي د ښځو آوازو ته بدلي وايي، د نارينه آوازونو ته بدلي نه وايي د جنوبي او مشرقي او ځينو نورو پښتنو په اصطلاح كي د بدلو اطلاق عام دى، هم د ښځو او هم د نرو آوازو ته هم بدلي ويل كېداى شي. ځني پښتانه لا لنډۍ ته هم بدله وايي.


لوبه[سمول]

په لوبه كي ډېري اصطلاح گاني موجودي دي په ځينو اصطلاح گانو كي لوبه لكه د بدلو يو عام نوم دى. او داسي يوه خاصه نوعه نه لري بلكي په ټولو اشعارو يې اطلاق كېږي دا اصطلاح په كندهار او جنوبي كي نشته، بلكي دا د كوزي خوا د پښتنو اصطلاح ده، او په ځينو اصطلاح گانو كي لوبه هم لكه د بگتو او د غزلو يو خاص نوم دى اود شعر په يوه خاصه نوعه يې اطلاق كېږي. بيا په دې كي هم دوه اصطلاح گاني دي په يوه اصطلاح كي د لوبي اونيمكۍ هيڅ فرق نشته بلكي دواړه يو شى دى، او هغه نيمكۍ چې مخكي تېره شوه، دغي ته بعينه لوبه هم وايي، او په بله اصطلاح كي د نيمكۍ او دلوبي په منځ كي هم فرق شته هغه دادى چې د نيمكو په منځ كي ټكۍ رالوېږي، اود لوبي په منځ كي ټكۍ نه رالوېږي بلكي عليحده د لنډو لنډو مصرو بندونه لري، سرئې د نيمكۍ په شان وي او په منځ كي يې د ټكيو په غير نور بندونه راوړلي شي او دهر بند آخره مصره يې د مطلع سره په قافيه كي موافقه وي او دمطلع هغه لنډه مصره هم ورسره تكرارېږي.

دلوبي نمونه داده :

د حكيم جاني خلك ډېر ډېر صفت كوي توري سترگي خاري حكمه يې سيند ته كړه گزاره بيا يې پرې تېږي كړه انباره چي راو نه وځي دوباره تقدير له گوره چې اوبو، اوبو كړه سرسري توري سترگي خماري

سندري[سمول]

دا تسميه يا دا نوم هم په پښتنو كي مشهور دى، او اكثر پښتانه يې استعمالوي سندري هم لكه د بدلو يو عام نوم دى، او كمه يوه خاصه نوعه نه لري د سندرو او د بدلو فرق صرف دومره دى چې دبدلو اطلاق په يوه اعتبار سره د سندرو نه هم عام دى ځكه چې سندري يوازي د ښځو آوازونو او بدلو ته وايي، او بدلي د نارينه وْ آوازنو ته هم وايي، او د ښځو هغې ته هم ، د سندرو اصطلاح يوازي په مهمندو او باجوړ كي وجود لري، او په بل محيط كي دا اصطلاح دومره مروجه نه ده، څنكه چې د كندهار خلك د ښځو آوازونو ته بدلي وايي اود نارينه وْ آوازنو ته غزل وايي دا رنگ دا خلك د ښځو آوازونو ته سندري واي او د نارينه وْ هغې ته يا بدلي وايي او يا لوبي، د مهمندو په محاوره كي داسي ويلى شي چې ښځي سندري وايي او داسي نشي ويلى چې فلاني ځايكښي سړي سندري وايي.

سرچينه[سمول]

بېنوا: ادبي فنونسیلابی