د نادر افشار د واکمنۍ پاى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نادرشاه افشار دولت د يوه استبدادي فيوډالي نظام بېلگه وه، چې د شاه حاكميت كومه پوله نه پېژنده. نادرشاه افشار د هغو يرغليزو جگړو په نتيجه كې چې د اتلسمې پېړۍ په څلورمو او پنځمو لسيزو كې يـې ترسره كړې، وكړاى شول ارمنستان، گرجستان، اذرباييجان، خېوه، بخارا، افغانستان، منځنۍ اسيا، بلوچستان او د مغولي هند ټول شمال – لويديز ولايتونه په خپل دولت پورې اړوند كړي. ددې هېوادونو ځينې برخې د نادر د دولت پر ايالتونو بدلې شوې وې او پاتې هم د (واسالي) هېوادونو په توگه اداره كېـږي. د نادرشاه دولت يو كمزورى نظامي فيوډالي اتحاد و، چې په هغه كې د اقتصادي ژوند گډون خلك نه سره تړل، هغه خلك او هېوادونه چې د فرهنـگي او تاريخي لرغونتوب له مخې يـې يو له بل سره توپير درلود، په زوره يو په بل پورې تړل شوي وو، د يوه فيوډالي دولت په اډانه كې ددې بېلابېلو هېوادونو معنوي پيوند د پردي د توند ستم او بېرحمانه فيوډالي گټې اخيستنې او خونړي ظلم لامل شوى و. دا هغه عمده ټكي وو چې په نيول شويو هېوادونو كې يـې د آزادۍ غوښتنې مبارزې پارولې؛ هغه مبارزې چې د نوموړو هېوادونو پر توليدي ځواكونو يې ژور منفي اغېز ښانده او فرهنگي او اقتصادي تگلار يـې دروله. په افغانانو، ازبكانو، تركمنانو، بلوڅانو، گرجيانو او ارامنه وو كې د آزادۍ غوښتنې لومړني پاڅونونه ډېر شول، ځكه دا خلك په ډېر ستونزمن حالت كې وو، د سيمه ييزو فيوډالانو له خوا استثمارېدل او د نادر دولت له خوا هم تر شكنجې او مذهبي پلټنو لاندې راتلل. د نادر پرضد د ازادۍ غوښتنې لومړنى پاڅون په هرات كې د ذوالفقار خان ابدالي په مشرۍ په (1730 – 1731م/ 1143هـ كال) كې ترسره شو، وروسته تركمنو، تكه وو، ساروقو، ايرسارو او نورو قومونو هم په 1734م كال په خراسان كې پاڅون وكړ، چې په همدې كال نور پاڅونونه هم وشول. د 1740 م كال له پيله بېلابېلو پښتنو قومونو د كابل رود په سرچينو كې د نادر د استبدادونو پرضد د پاڅون جنډه هسكه كړه، سره له دې چې د نادر ډېرو پوځيانو دا قومونه په وينو ولړل، بيا يـې هم زموږ په خلكو كې د خپلواكۍ غوښتنې روحيه كمزورې نه كړه، هرځل به چې د هېواد په كوم گوټ كې كوم پاڅون د توپ او خمپارو په زور د لنډ مهال لپاره كرارېده، بل پاڅون به په بله څنډه كې راولاړېده او څه موده به يـې دښمن ته د سر په كاسه كې اوبه وركولې. په 1742م كال د بلخ او اندخوى خلك هم د نادر د استبدادي واكمنۍ پرضد اوچت شول، تاريخ كښونكو د پاڅون كوونكو شمېر له پنځوسو تر شپېتو زرو تنو ليكلى دى. ددې پاڅون مشري د عصمت الله خان ازبك پر غاړه وه، د نادر پوځونه كه څه هم وتوانېدل د مجهزې توپخانې په واسطه پاڅون غلى كړي او په جگړه كې عصمت الله خان ووژني، خو ډېره موده نه وه اوښتې چې په بلخ كې بل پاڅون لمبې بلې كړې.(1745م كال). د پاڅون په مشرتابه كې د بلخ د والي ورور مشاق بېگ و، چې د بدخشان حاكم ميرزانباتخان او خان ارال ميرزاقل ازبك هم ورسره يو شوي وو. خو د نادر پوځونو د سيمه ييزو فيوډالانو په مرسته دا پاڅون وځاپه. د بلخ د پاڅون د ماتې عمده علت د دښمن له خوا مشاق بېگ ته ژمنې وركول او د بدخشان او خان آرال د پاڅون كوونكو ترمنځ د وړ ارتباط نشت او د كندوز د فيوډالانو په تېره د بدخشان له فيوډالانو او آرال سره د هزاره خان ازبك مخالفت و. د نادر پوځ ته د پاڅون كوونكو د لوړ پوړ (قشر) تسليمېدل: د پاڅون ځپنه گړندۍ كوله، نادر به هم د پاڅون كوونكو د لا ځپلو لپاره د پاڅون تر ځپلو وروسته پر سيمو ډېر ماليات كښېښودل. لكه په 1746م كال چې يـې د بلخ او اندخوى پر خلكو ډېر ملاماتوونكي ماليات وضعه كړل. د نادري دربار د پېښليكوال محمدكاظم په وينا: "دوه سوه زره يـې د (بلخ او جوزجان) پر اويماق قوم كښېښودلې". د بلخ او اندخوى اوسېدونكو خپل ټول مالونه خرڅ كړل او يو سل او اويا زره( د 650 زرو تبرېزي تومانو انډول) يـې نادر ته وسپاره. څـرنـگه چې نور يـې يو دينار هم نه درلود، چې د نادر دربار ته يـې ولېږي، نو اړ شول چې ليريو غرونو ته وتښتي او ځان او خپل ماشومان د نادر د پوځيانو له شره خلاص كړي. د ماليو د مامورينو سپكاوي او توند چلند په 1746 – 1747 م كلونو كې بيا هم د بلخ، اندخوى، بادغيس، هرات او سيستان د بېلابېلو قومونو د پاڅون لامل شو، چې د نادر تر مړينې روان و. لكه مخكې مو چې يادونه وكړه، د خلكو د پاڅون عمده علت فيوډالي ناوړه گټه اخيستنې او د مالياتو سخت فشار و، چې د نادر د واكمنو له خوا پر خلكو تپل كېدل. خو له پاڅونونو څخه د خلكو موخه د نادر د مالياتي ستم لږوالى و، په داسې حال كې چې ځينو فيوډالانو د نادر له سياسته د ناخوښۍ او د خپلي اقتصادي وضعې د ښه والي لپاره په دې پاڅونونو كې گډون كاوه، څـرنـگه چې په پاڅون كې ددې دوو ډلو هدفونو سره توپير درلود، نو د فيوډالانو لوړ قشر به، چې ډېر وخت به يـې د پاڅون مشري پر غاړه لرله، له پاڅون كوونكو سره خيانت كاوه او له شاه يا به د هغه له استازو سره يو كېده. لنډه دا چې د پاڅونونو كمزورې ډلبندي د مشرانو سيمه ييز اوسېدل او د داسې مشرانو نشت چې په هڅاند ډول د خلكو پر گټه مبارزه وكړي، د پاڅون كورنيو اختلافونو او د فيوډالانو خيانتونو ټولو يو د بل په مرسته مخكې له مخكې د هر پاڅون برخليك ټاكه. د اتلسمې پېړۍ په پنځمه لسيزه كې فيوډالي گټو اخيستنو او د نادرشاه د دولت د مالياتي ستم پرضد پر له پسې پاڅونونو، نادر د سختې اقتصادي پاشلتيا كندې ته ټېل واهه او د سختو طبقاتي او كورنيو تضادونو او د نادر د فيوډالي دولت د رانسكورېدو لامل شول.