ګل لرونکی بوټی
ګل لرونکي بوټي هغه بوټي دي چې ګلونه او میوه لري او د انجیوسپرمي پرګنۍ رامنځته کوي چې معمولا د انجیوسپرم په نوم یادېږي. د انجیوسپرم اصطلاح د یوناني کلمو د انجیون (لوښي یا محتوا) او سپرما (تخم) څخه اخیستل شوې او هغه بوټو ته اشاره کوي چې خپلې تخم د مېوې په منځ کې تولیدوي. دا بوټي د ځمکني بوټو تر ټولو متنوع ډله ده، چې ۶۴ طبقې، ۴۱۶ کورنۍ، نږدې ۱۳۰۰۰ پېژندل شوي نسلونه او ۳۰۰۰۰۰ پېژندل شوي نوعې لري. انجیوسپرمونه پخوا د مګنولیوفایتا په نوم یادېدل. [۱][۲][۳][۴]
انجیوسپرمونه د جمناسپرم په څېر تخم تولیدونکي بوټي دي. دوی د ګلانو، په خپلو تخم کې اندوسپرم او د تخم لرونکو مېوو د تولید په څېر ځانګرتیاوو له مخې د جمناسپرمونو څخه تفکیک کېږي.
د ګل لرونکو بوټو پلرونو د کاربونیفیرس له پای ته رسېدو وړاندې د ټولو ژوندیو جمناسپرمونو له ګډ پلرونو څخه ۳۰۰ مېلیون کاله وړاندې جلا شوي. د ګل لرونکو بوټو نږدې فوسیلي خپلوان ناڅرګند او لانجه ییز دي.
تر ټولو لومړني انجیوسپرم فوسیلونه د کریتاسې دورې په لومړیو کې شاوخوا ۱۳۴ مېلیون کاله وړاندې د ګرده په بڼه دي. د کریتاسې دورې په جریان کې انجیوسپرمونه په چاودیدونکي ډول متنوع شول او د دې دورې په پای کې د ځمکې سیارې په سر د بوټو په غالب ګروپ بدل شو، چې د جمناسپرم د پخوانیو پراخو ډلو د کمېدو او ورکېدو سره مطابقت لري. د انجیوسپرمونو اصل او تنوع اکثراً د "داروین د کرکجن اسرار " په نوم یادېږي. [۵]
شرح
[سمول]د انجیوسپر اشتقاقي ځانګړتیاوې
[سمول]انجیوسپرم په څو اړخونو کې د نورو تخمونو څخه توپیر لري، چې په لاندې جدول کې تشرېح شوي. دې پوپیريزو ځانګړتیاوو په ګډه انجیوسپرمونه د ځمکې تر ټولو متنوع او زیات بوټي او د سوداګرۍ له پلوه د انسانانو لپاره ترټولو مهمه کړې ده.
| |
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
سرچينې
[سمول]- ↑ Lindley J (1830). Introduction to the Natural System of Botany. London: Longman, Rees, Orme, Brown, and Green. xxxvi. Archived from the original on 27 August 2017. نه اخيستل شوی 29 January 2018.
- ↑ Cantino PD, Doyle JA, Graham SW, Judd WS, Olmstead RG, Soltis DE, Soltis PS, Donoghue MJ (2007). "Towards a phylogenetic nomenclature of Tracheophyta". Taxon. 56 (3): E1–E44. doi:10.2307/25065865. JSTOR 25065865.
- ↑ Christenhusz MJ, Byng JW (2016). "The number of known plants species in the world and its annual increase". Phytotaxa. 261 (3): 201–217. doi:10.11646/phytotaxa.261.3.1. Archived from the original on 6 April 2017. نه اخيستل شوی 21 February 2022.
- ↑ Takhtajan 1980.
- ↑ Friedman, William E. (January 2009). "The meaning of Darwin's "abominable mystery"". American Journal of Botany (په انګليسي). 96 (1): 5–21. doi:10.3732/ajb.0800150. ISSN 0002-9122. PMID 21628174.
- ↑ "Angiosperms | OpenStax Biology 2e". courses.lumenlearning.com. Archived from the original on 19 July 2021. نه اخيستل شوی 19 July 2021.
- ↑ Williams JH (2012). "The evolution of pollen germination timing in flowering plants: Austrobaileya scandens (Austrobaileyaceae)". AoB Plants. 2012: pls010. doi:10.1093/aobpla/pls010. PMC 3345124. PMID 22567221.
- ↑ Raven PH, Evert RF, Eichhorn SE (2005). Biology of Plants. W. H. Freeman. pp. 376–. ISBN 978-0-7167-1007-3.