Jump to content

ګامبيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
  
ګامبيا
ګامبيابیرغ ګامبيانښان

ګامبيا

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۱۳°۳۰′شمال ۱۵°۳۰′لويديځ / 13.5°شمال 15.5°لويديځ / 13.5; -15.5   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
ټيټه سيمه اتلانتيک سمندر (0 متر )  ويکيډاټا کې (P1589) ځانګړنې بدلې کړئ
پراخوالی 11300 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه بانجول   ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې انګرېزي ژبه [۲]  ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
حکومت ډول ولسمشريزه   ويکيډاټا کې (P122) ځانګړنې بدلې کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۱۹۶۵  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
نور مالومات
بېړنۍ ټليفون
شمېره
تګلوری ښي لورۍ   ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ GM
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +220  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map


ګامبيا چې په رسمي ډول د ګامبيا جمهوريت دی، په لويديځه افريقا کې پروت هېواد دی. دا هېواد د افريقا په اصلي وچه کې تر ټولو کوچنی هېواد دی او پر اتلانتيک سمندر باندې له لويديځ ساحل څخه پرته نوره ټولو اړخونو ته يې سينګال پروت دی. ګامبيا د خپل ورته نوم (ګامبيا سيند) د ټيټو رسېدنو يا لوريو پر دواړو اړخونو باندې پروت دی. ياد سيند د ګامبيا د مرکز له لارې بهېږي او په اتلانتيک سمندر کې تويېږي. د ګامبيا جمهوريت ۱۰۶۸۹ کېلو متر مربع )۴۱۲۷ ميل مربع) پراخوالی او د ۲۰۱۳ ز کال تر اپرېل پورې د سرشمېرنې له مخې ۱۸۵۷۱۸۱ تنه نفوس لري. بېنجول (Banjul) د هېواد پلازمېنه او تر ټولو پراخه سيمه ده. [۳][۴][۵][۶]

پرتګاليان لومړني اروپايان وو چې په ۱۴۵۵ کې د ګامبيا سيمې ته ننوتل، مګر هيڅکله يې په کې مهمه سوداګري رامنځته نه کړه. په ۱۷۶۵ ز کال کې دا سيمه د ګامبيا مستعمرې او قيموميت (Gambia Colony and Protectorate) په رامنځته کولو سره د برتانوي سترواکۍ برخه جوړه شوه. ګامبيا په ۱۹۶۵ ز کال کې د داودا جوارا (Dawda Jawara) تر مشرۍ لاندې خپلواکي تر لاسه کړه. جوارا تر هغې مودې پورې حکومت وکړ، چې د ۱۹۹۴ز کال په سپينه کودتا کې يحیي جامع (Yahya Jammeh) ورځنې واک واخيست. اداما باررو 9Adama Barrow) د ۲۰۱۷ ز کال په جنوري کې د ۲۰۱۶ ز کال د ډسمبر په ټاکنو کې “Jammeh” ته له ماتې ورکولو څخه وروسته د هېواد درېيم ولسمشر شو. جامح د دندې له نه پرېښودلو څخه مخکې، په لومړيو کې د ټاکنو پايلې ومنلې، مګر د لويديځو افريقايي هېوادونو د اقتصادي ټولنې له لورې يې د اساسي قانون کړکېچ او پوځي منځګړيتوب (مداخله) پيل کړه، چې د مهالوېش له مخې له پای ته رسېدلو څخه دوه ورځې وروسته يې د ګوښه کولو لامل شو. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د هېواد پر اقتصاد باندې کښت، کب نيونه او په ځانګړي ډول ګرځښت واکمن دي. په ۲۰۱۵ ز کال کې يې ٪۴۸،۶ سلنه وګړو په فقر کې ژوند کاوه. په کليوالي سيمو کې فقر زيات (ان ٪۷۰) پراخ دی. [۱۳]

رېښه

د “Gambia” نوم له مانډينکا (Mandinka) اصطلاح “Kambra” يا “Kambaa” څخه اخيستل شوی دی، چې د ګامبيا سيند (Gambia River) معنا لري. يا دا چې شونې ده نوم يې د سپيڅلې سيرير ژبې له “Gamba” څخه اخيستل شوی وي، چې د کډو يو ځانګړی ډول دی چې د سيرير د يو مشر د مړينې پر مهال وهل کېږي. په ۱۹۶۵ ز کال کې د خپلواکۍ په تر لاسه کوول سره يې د “Gambia” نوم وکاروه. په ۱۹۷۰ ز کال کې د يو جمهوريت له اعلان څخه وروسته د هېواد د نوم اوږده بڼه د ګامبيا جمهوريت (Republic of the Gambia) شو. د يحیی ادارې ياد نوم د ۲۰۱۵ ز کال په ډسمبر کې د ګامبيا اسلامي جمهوريت ته بدل کړ. د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري پر ۲۹ ولسمشر اداما باررو (Adama Barrow) د هېواد نوم بېرته د ګامبيا جمهوريت ته بدل کړ. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

ګامبيا د خورا کوچني شمير هېوادونو له ډلې څخه دی، چې په عام ډول ورته انګليسي ژبه کې د «معلومه مقالې» نوم کارول کېږي، پرته له نورو حالتونو څخه چې نوم په کې په جمعه حالت (نيدرلېنډز، فيپينس) دی يا د حکومت بڼه لري (لکه: متحده پاچهي يا انګليستان، د چک جمهوريت). بې له اصطلاح يا مقاله په رسمي ډول د هېواد د حکومت او نړيوالو بنسټونو له لورې هم کارول کېږي. ځانګړې اصطلاح په اصل کې د دې له امله هم کارول کېږي، چې د سيمې نوم د ګامبيا (سيند) له مخې نومول شوی و. په ۱۹۶۴ ز کال کې د هېواد له خپلواکۍ څخه لږه موده مخکې د وخت لومړي وزير داودا جاوارا (Dawda Jawara) برتانوي رسمي کارونې لپاره د جغرافيوي نومونو په اړه تل پاتې کمېټې (Permanent Committee on Geographical Names for British Official Use) ته ليک واستوه چې په کې د ګامبيا د نوم لپاره د بېلې اصطلاح يا مقالې د تر لاسه کولو وړانديز وکړ؛ موخه يې له زمبيا سره د ګډوډۍ يا مغشوش کېدلو مخنيوی و، چې هغه هم په وروستيو کې خپلواکه شوې وه. په اوس وخت کې “Gmabia” او “the Gambia” دواړه نومونه په عام ډول کارول کېږي. [۲۰]

تاريخچه

له ۹ څخه تر ۱۶ پېړيو پورې:

عرب سوداګرو په نهمه او لسمه پېړيو کې د ګامبيا سيمې لومړني ليکلي دلايل برابر کړل. د لسمې پېړۍ پر مهال مسلمان سوداګرو او پوهانو د لويديځې افريقا په بېلابېلو سوداګريزو مرکزونو کې ټولنې جوړې کړې. دواړو ډلو د افريقا له لويې دښتې (Sahara) څخه بلې غاړې ته سوداګريزې لارې رامنځته کړې، چې د سرو زرو او د فيل او نورو ژوو د غاښونو تر څنګ د غلامانو په توګه د سيمه ايزو خلکو د پراخه لېږد د سوداګرۍ او همدرانګه د جوړو شويو توکو د رالېږد لامل شوې.

په ۱۱ يا ۱۲ پېړۍ کې د پاچاهيو حکومتونه، لکه: ټکرور “Takrur” (پر سينيګال سيند باندې لږ شمال لور ته پرته پاچاهي)، لرغونې ګانا او Gao اسلامې ته اوښتي وو او خپلو محکمو کې يې د عربي ژبې لوستي مسلمانان ګومارلي وو. د ۱۴ پېړۍ په پيل کې د ننۍ ګامبيا ډېره برخه د مالي سترواکۍ (Mali Empire) برخه وه. پرتګال د ۱۵ پېړۍ په نيمايې کې د سيند له لارې دې سيمې ته ورسېدل او له هېواده د باندې سوداګرۍ باندې واکمني يې پيل کړه. [۲۱]

انګليسي د فرانسوي واک پر وړاندې

په ۱۵۸۸ ز کال کې له کراټو “Crato” څخه مخکې د پرتګالي واکمنۍ غوښتونکي انټونيو “Antonio” پر ګامبيا سيند باندې د خپلې سوداګرۍ پراخه حقونه پر انګرېز سوداګرو باندې وپلورل. د ملکې لومړۍ اليزابت (Queen Elizabeth I) له لورې جوت يا څرګندو ليکونو ياد ورکول يا بخښل تاييد کړل. په ۱۶۱۸ ز کال کې د انګليستان پاچا لومړي جېمز (James) يو انګليسي شرکت ته له ګامبيا او د سرو زرو ساحل “Gold Coat” (ننني ګانا) سره د سوداګرۍ په اړه يو قانون وړاندې کړ. د ۱۶۵۱ او ۱۶۶۱ ز کلونو تر منځ د ګامبيا ځينې برخې لکه د Fort Jakob او St. Mary ټاپو (معاصر “Banjul” سيمه) او Fort Jillifree په ګډون په ګامبيا سيند کې د St. Andrew ټاپو د کرولېنډ او سيميګاليا تر ديوکي حکومت (Duchy of Courland and Semigallia) لاندې راغلې. يادې سيمې چې اوس په ليتويا کې دي، د شهزاده يعقوب کېټلر (Jacob Kettler) له لورې وپېرل شوې. نوموړې مستعمرې په ۱۶۶۴ ز کال کې په رسمي ډول انګليستان ته پرېښودل شوې. [۲۲]

د ۱۷ پېړۍ د وروستيو او ټولې ۱۸ پېړۍ پر مهال برتانوي او فرانسوي سترواکيو په پرله پسې ډول د سينيګال او ګامبيا سيندونو په سيمو کې د سياسي او سوداګريز غوره والي په موخه هڅې وکړې. برتانوي سترواکۍ هغه مهال ګامبيا ونيوله، چې په ۱۷۵۸ ز کال کې د سينيګال له نيونې څخه وروسته د “Augustus Keppel” په مشرۍ سيمې ته يو جګړه ايز ټولګی يا هيئت ښکته شو. د “Versailles” د ۱۷۸۳ ز کال لومړي تړون سترې برتانيې ته د ګامبيا سيند ملکيت ورکړ، مګر فرانسې د سيند پر شمالي څنډه باندې البريدا “Albreda” کې يوه کوچنۍ کلابند سيمه تر لاسه کړه. دا سيمه په پای کې په ۱۸۵۶ز کال انګليستان ته پرېښودل شوه.

غلامي (له ۱۷ تر ۱۹ پېړۍ)

ښايي له دې عمومي سيمې څخه د هغو درې پېړيو پر مهال تر درې ميليونه خلکو پورې د غلامانو په توګه نيول شوي وي، چې له اتلانتيک څخه د اخوا غلامۍ سوداګرۍ فعاليت وکړ. څرګنده نه ده چې له اتلانتيک څخه د اخوا غلامۍ سوداګرۍ له پيل څخه مخکې، د قبيلو تر منځ جګړو په واسطه څومره خلک د غلامانو په توګه ونيول شول. ډېری نيول شوي غلامان د نورو افريقايانو له لورې پر اروپايانو باندې وپېرل شول. ځينې يې د قبيلوي جګړو بنديان وو، ځينې يې هغه قربانيان وو چې د نا ادا شويو پورونو له امله پلورل کېدل او زيات نور يې په ساده ډول د تښتونې قربانيان وو. [۲۳]

سوداګرو په لومړيو کې د کار کولو په موخه خلک د خدمت کوونکو يا مزدورانو بڼه په توګه اروپا ته ولېږل. د لېږد مودې تر هغې دوام وکړ، چې په ۱۸ پېړۍ کې په لويديځ هندوستانونو (West Indies) او شمالي امريکا کې د کار بازار پراخه شو. په ۱۸۰۷ ز کال کې انګليستان په ټوله سترواکۍ کې د غلامۍ سوداګري له منځه وېوړه. انګليستان په نابريالي ډول ګامبيا کې هم د غلامۍ سوداګرۍ د پای ته رسولو هڅه وکړه. د غلامۍ هغه کښتۍ چې په اتلانتيک کې د شاهي سمندري ځواک د لويديځې افريقا لښکر له لورۍ يې مخه ونيول شوه، ګامبيا ته ستنې شوې. د کښتۍ سپاره غلامان د ګامبيا له سيند څخه وړاندې پر MacCarthy ټاپو باندې خوښې شول، چې ورڅخه په ياده سيمه کې د نوي ژوند د رامنځته کولو تمه کېدله. برتانيې په ۱۸۱۶ ز کال کې د “Bathurst” (ننني بانجيول “Banjul” سيمه) پوځي ځای يا پوسته جوړه کړه.[۲۴]

ایداري وېش

د ګامبیا هیواد په ۶ ایداري سیمو ویشل شوی دی.

پلازمینه

ترټولو کوچینې برخه

تاریخ

په ۱۴۵۵م کال کې ګامبیا د پرتګالیانو لاسته ولویده چې درې پیړۍ وروسته بریتانیا په ۱۷۶۵م کال کې پری واک ټینګ کړ.

کلتور

جغرافیه

ګامبیا هیواد ۱۱,۲۹۵ کیلومتره مساحت درلودلو سره د افریقا لوې وچې په لویدیځ سمندرغاړو کې پروت د یادې لوې وچې ترټولو کوچینی هیواد دی.

اقتصاد

  1.   ويکيډاټا کې (P402) ځانګړنې بدلې کړئ {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. https://www.ethnologue.com/language/eng
  3. Mandinka: Kambiya Script error: The function "Lang" does not exist., کينډۍ:Lang-wo, کينډۍ:Lang-ff, (عربي: غامبيا)
  4. "Population of Cities in Gambia (2019)". Archived from the original on 2017-05-15. نه اخيستل شوی 2022-05-15. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)
  5. "Banjul | national capital, The Gambia". Encyclopedia Britannica. نه اخيستل شوی 7 April 2020.
  6. Hoare, Ben. (2002) The Kingfisher A-Z Encyclopedia, Kingfisher Publications. p. 11. ISBN 0-7534-5569-2.
  7. Hughes, Arnold; Perfect, David (2008). Historical Dictionary of The Gambia. United States: Scarecrow Press. pp. xxxii f. ISBN 9780810862609.
  8. Hughes, Arnold (2008) Historical Dictionary of the Gambia. Scarecrow Press. p. xx. ISBN 0810862603.
  9. Wiseman, John A. (2004) Africa South of the Sahara 2004 (33rd edition): The Gambia: Recent History, Europa Publications Ltd. p. 456.
  10. Maclean, Ruth (21 جنوري 2017). "Yahya Jammeh leaves the Gambia after 22 years of rule". The Guardian (په انګليسي). ISSN 0261-3077. Archived from the original on 16 مې 2017. نه اخيستل شوی 17 مې 2017.
  11. "Gambia's Yayah Jammeh confirms he will step down". Al Jazeera. 20 جنوري 2017. Archived from the original on 21 January 2017. نه اخيستل شوی 21 January 2017.
  12. Ramsay, Stuart (22 جنوري 2017). "Former Gambia leader Yahya Jammeh flies into political exile" (په انګليسي). Sky News. Archived from the original on 23 January 2017. نه اخيستل شوی 23 January 2017.
  13. "The Gambia overview". World Bank. Archived from the original on 5 July 2018. نه اخيستل شوی 5 July 2018.
  14. Adegun, Aanu (29 جنوري 2017). "Adama Barrow removes 'Islamic' title from Gambia's name". Naij (په انګليسي). Archived from the original on 29 January 2017. نه اخيستل شوی 31 January 2017.
  15. "The Gambia: President Adama Barrow pledges reforms". Al Jazeera. 28 جنوري 2017. Archived from the original on 31 January 2017. نه اخيستل شوی 31 January 2017.
  16. "La Gambie s'autoproclame "État islamique"" (په فرانسوي). Europe 1. 13 ډيسمبر 2015. Archived from the original on 14 ډيسمبر 2015. نه اخيستل شوی 14 ډيسمبر 2015.
  17. "Constitution of the Republic of the Gambia" (PDF). 1996. Archived (PDF) from the original on 4 فبروري 2016. نه اخيستل شوی 29 January 2016.
  18. Godfrey Mwakikagile, The Gambia and Its People: Ethnic Identities and Cultural Integration in Africa, New Africa Press, 2010, ISBN 9789987160235, p. 141 [۱]
  19. Allen Meagher, Andrew Samuel, Baba Ceesay, National Council for the Arts and Culture (Gambia), Historic Sites of The Gambia: Ada Dinkiralu (Mandinka), Bereb-I-Chosan (Wolof), Tarica Tawal (Fula), Nannin (Jola), Soninke Ada (Serehuli), I-Mofan Chosan (Serer) : an Official Guide to the Monuments and Sites of the Gambia, National Council for the Arts and Culture, 1998, pp. 1, 24.
  20. Alfa Shaban, Abdur Rahman (19 January 2017). "Why Africa's 'smiling coast' is officially referred to as 'The' Gambia". Africa News. Archived from the original on 11 April 2021. نه اخيستل شوی 28 November 2020.
  21. Easton P (1999) "Education and Koranic Literacy in West Africa" Archived 20 December 2016 at the Wayback Machine.. IK Notes on Indigenous Knowledge and Practices, n° 11, World Bank Group. pp. 1–4
  22. Yevstratyev, O (2018). "Chronological Dating of the Duchy of Courland's Colonial Policy" (PDF). Latvijas Vēstures Institūta Žurnāls. 3: 34–72. doi:10.22364/lviz.108.02. Archived (PDF) from the original on 23 فبروري 2019. نه اخيستل شوی 22 فبروري 2019. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  23. Park, Mungo Travels in the Interior of Africa v. II, Chapter XXII – War and Slavery "آرشیف کاپي". نه اخيستل شوی 15 May 2022. {{cite web}}: Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)ساتل CS1: url-status (link).
  24. Webb, Patrick (1994). "Guests of the Crown: Convicts and Liberated Slaves on Mc Carthy Island, the Gambia". The Geographical Journal. 160 (2): 136–142. doi:10.2307/3060072. JSTOR 3060072.