Jump to content

ښځې د ساینس، تکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضیاتو په برخو کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډېرو څېړونکو او پالیسي‌جوړوونکو ویلي چې د ساینس، تکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضیاتو (STEM) برخې په اتلسمه پېړۍ کې د روڼ‌اندۍ د دورې په جریان کې تر پیدایښت را وروسته د ښځو په کم تاریخي ګډون تر ډېره د نرینه‌وو په لاس کې پاتې شوې دي.

څېړونکي په دغو برخو کې د دې جنسیتي نابرابرۍ د موجودیت د دوام لپاره د بېلابېلو دلایلو په موندلو لګیا دي. هغه کسان چې د دغې نابرابرۍ لامل تبعیضي قوتونه بولي، د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې په یادو برخو کې دا نابرابري جبران کړي (دا معمولاً د لوړو مسلکونو په توګه په نړیوالې کاري غوښتنې سره د خدماتو په جبرانولو تعبیرېږي).[۱][۲][۳][۴][۵]

د ساینس، تکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضیاتو په برخو کې جنسیتي نا انډولي

[سمول]

څېړنې ښيي چې په ریاضیاتو او ساینس کې د نرینه ځوانانو په لاسته‌راوړنو کې ډېر لاملونه ونډه لري؛ لکه د مور او پلار هڅونه، د ریاضي او ساینس له ښوونکو سره تعامل، د درسي پروګرام محتوا، د عملي ازمایښتونو تجربې، په ریاضیاتو او ساینس کې د لېسو پرمختګ او په کور کې موجودې سرچینې. په امریکا متحدو ایالتونو کې په دې اړه د څېړنو موندنې توپیر لري چې د ریاضیاتو او ساینس په اړه د هلکانو او نجونو نظر کوم مهال توپیر کوي. یوه څېړونکي په ملي کچه د ګڼو توصیفي طولي څېړنو په تحلیلولو سره د منځني ښوونځي په لومړنیو کلونو کې د ساینس په اړه د نجونو او هلکانو په نظرونو کې لږ توپیرونه وموندل. د ریاضیاتو او ساینس د اړوندو څانګو د تعقیب لپاره د زده‌کوونکو هیلې هم پر هغو کورسونو اغېز کوي چې په هغو برخو کې یې انتخابوي او هم د هغې هڅې پر کچه اغېز کوي چې دوی یې په دغو دورو کې کوي. [۶]

په 1996 کال کې په امریکا متحدو ایالتونو کې یوې څېړنې وښوده چې د منځني ښوونځي په دوره کې نجونې پر ځان باور بایلي، ځکه دوی فکر کوي چې نرینه د تکنالوژۍ په برخه کې ډېر ځيرک دي. دا واقعیت چې نرینه په فضايي تحلیل کې د ښځو په پرتله ښه کار کوي او دا داسې مهارت دی چې د انجنیرۍ ډېری متخصصین یې ډېر اړین ګڼي، له دې امله دغه ناسم تصور رامنځته کوي. فیمینېست څېړونکي پر دې باور دي چې تر ډېره هلکان فضايي وړتیاوې له ټولګي بهر ترلاسه کوي، ځکه هغوی له فرهنګي او ټولنیز پلوه هڅول کېږي چې په خپلو لاسونو یو څه جوړ کړي او کار وکړي. څېړنې ښيي چې نجونې هم همدغو وړتیاوو او مهارتونو ته د روزنې په ورته شکل پراختیا ورکولی شي. [۷][۸][۹][۱۰]

په 1996 کال کې په امریکا متحدو ایالتونو کې د لومړي کال پر محصلانو د لوړو زده‌کړو د څېړنې انستېتیوت یوه څېړنه ښيي چې نرینه او ښځينه په خپل‌خوښو تحصیلي برخو کې ډېر توپیر لري. د هغو محصلانو له ډلې چې په لومړي ځل په 1996 کال کې کالج ته شامل شول، شل سلنه نرینه‌وو او څلور سلنه ښځينه‌وو غوښتل چې په کمپیوټر ساینس او انجنیرۍ کې زده‌کړې وکړي، په داسې حال کې چې همدومره نرینه‌وو او ښځينه‌وو غوښتل چې د بیولوژي او فزیکي علومو په برخه کې زده‌کړې وکړي. د تازه شاملو نرینه‌وو او ښځينه‌وو تر منځ په خپل‌خوښې تحصیلي برخه کې توپیر مستقیماً په هغو برخو کې توپیر ته راجع کېږي چې ښځې او نرینه سند پکې ترلاسه کوي. تر منځنۍ کچې وروسته ښځې تر نرینه‌وو کمې په ریاضیاتو، فزیکي علومو، کمپیوټر ساینس او انجنیرۍ کې د سند پر ترلاسه کولو بریالۍ کېږي. د دغه جنسیتي تعادل د نه‌شتوالي استثنا د ژوندیو موجوداتو د علم په برخه کې ده. [۱۱]

په ساینس، تکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضیاتو کې د ښځو د نه‌شتون اغېزې

[سمول]

په سکاټلنډ کې د (STEM) په برخو کې ډېر شمېر ښځې فارغېږي خو د نرینه‌وو په پرتله نه دي توانېدلې چې په دغو برخو کې کار وکړي. د ایډینبورګ سلطنتي ټولنه اټکل کوي چې د لوړو مهارتونو لرونکو ښځو د ونډې دوه برابره کول به هر کال د سکاټلنډ له اقتصاد سره 170 میلیونه پونډه مرسته وکړي. [۱۲]

په 2017 کال کې یوې څېړنې ښودلې چې د ساینس، تکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضیاتو د برخو په زده‌کړه کې د جنسیتي واټن له منځه وړل به د اروپايي اتحادیې پر اقتصادي وده مثبت اغېز ولري او په ټوله اروپا کې به تر 2030 کال پورې له 0.7 تر 0.9 سلنه او تر 2050 کال پورې به 2.2 تر 3.0 سلنه په سړي سر ناخالص داخلي تولید کې ونډه واخلي. [۱۳]

د نرینه‌وو او ښځينه‌وو عاید

[سمول]

له پوهنتون فارغو ښځو په متوسط ډول د فارغو نرینه‌وو په پرتله کم عاید درلود، که څه هم هغوی په 1980یمه لسیزه کې د پوهنتون د ټولو فارغانو د عاید وده شریکه کړه. په تنخوا کې ځینې توپیرونه د کارونو په هغو توپیرونو پورې اړوند دي چې ښځې او نرینه‌ یې بیانوي. د ساینس او انجنیرۍ د لېسانس سند د ترلاسه کوونکو تر منځ د ساینس او انجنیرۍ په کارونو کې ښځې د نرینه‌وو په پرتله کمې ګومارل کېدې. په ورته علمي بستونو کې د ښځو او نرینه‌وو تر منځ د حق‌الزحمې واټن لا هم پر ځای پاتې دی. د باتجربه ساینس‌پوهانو او انجنیرانو تر منځ په تنخواوو کې جنسیتي واټن د تازه فارغانو لپاره ډېر دی. په ریاضیاتو، کمپیوټر ساینس او انجنیرۍ کې تنخواوې لوړې دي او دا هغه برخې دي چې ښځې ډېرې پکې کمې دي. په استرالیا کې د دغه هېواد د سرشمېرنې ادارې له‌خوا یوه شوې څېړنه ښيي چې په استرالیا کې په یادو برخو کې د ښځو او نرینه‌وو تر منځ په حق‌الزحمه کې شته جنسیتي واټن په 2013 کال کې 30.1 سلنې ته رسېدلی و چې د 2012 کال په پرتله 3 سلنه ډېروالی لري. پر دې سربېره د ماس د څېړنې پر اساس، کله چې په امریکا کې د معتبرو څېړنیزو ادارو له علمي غړو وغوښتل شول چې د لابراتوار د مدیر لپاره د زده‌کوونکو غوښتنې جذب کړي، د علمي غړو دواړو ښځينه‌وو او نرینه‌وو د ښځینه متقاضیانو خلاف چې هغوی له نرینه‌وو سره یو ځای دغه مقام ته مساوي اسناد سپارلي وو، نرینه‌ متقاضیان د ګومارنې وړ او مناسب و ارزول. د ماس په څېړنه کې علمي غړي دې ته مایل وو چې نرینه متقاضیانو ته لوړه پیلنۍ تنخوا او د کاري همغږۍ فرصتونه ورکړي.[۱۴][۱۵][۱۶]

پوهه او ادراک

[سمول]

په امریکا متحدو ایالتونو کې د ساینس، تکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضیاتو په برخو کې د ښځو د دوکتورا کچه 42 سلنه ده، په داسې حال کې چې په ټولو برخو کې د ښځو په واسطه ترلاسه شوې د دوکتورا کچه 52سلنه ده. کلیشې او تعلیمي توپیرونه په دغو برخو کې د ښځو د زوال لامل کېدای شي. د توماس ډي په وینا، دغه توپیرونه د درېیم ټولګي له لومړیو پیلېږي چې په ریاضي او ساینس کې هلکان پرمختګ لري او په لوستلو کې نجونې.[۱۷][۱۸][۱۹]

په ټوله نړۍ کې د ښځو استازولي

[سمول]

یونسکو (UNESCO) د نورو ادارو لکه د اروپايي کمیسیون او په آسیا کې د ساینسي علومو د اکاډمیو او پوهانو د اتحادیې (AASSA) په منځ کې په نړیواله کچه په ساینس، تکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضیاتو کې د ښځو پر کمه ونډه په څرګند ډول خبرې وکړې. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د مقایسوي شمېرو راټولولو او تفسیرولو لپاره د هغوی له هڅو سره سره، باید احتیاط وشي. ان هېبنر کوبلېټز د هېوادونو تر منځ د بامعنا احصایوي مقایساتو په اجرا کې د شته خنډونو په اړه نظر څرګند کړی. [۲۴]

د بېلابېلو دلیلونو له مخې د ساینس، تکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضیاتو په برخو کې د ښځو د نړیوالې پرتلنې په اړه د باور وړ معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن دي. مجموعي شمېرې موږ ته ډېر څه نه بیانوي، په ځانګړې توګه کله چې د تعلیمي کچو د بیانولو اصطلاحات، د رشتو محتوا، د دندو کټګورۍ او له یوه هېواده بل هېواد ته نور شاخصونه توپیر لري.

کوبلېټز وايي، ان کله چې بېلابېل هېوادونه د اصطلاحاتو په اړه ورته تعریفونه کاروي، د دغو کټګوریو ټولنیز اهمیت ښايي په پام وړ توګه توپیر ولري.[۲۵]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Gürer, Denise and Camp, Tracy (2001). Investigating the Incredible Shrinking Pipeline for Women in Computer Science. Final Report – NSF Project 9812016. Archived 2011-09-02 at the Wayback Machine.
  2. Ceci, S.J.; Williams, W.M. (2010). "Sex Differences in Math-Intensive fields". Current Directions in Psychological Science. 19 (5): 275–279. doi:10.1177/0963721410383241. PMC 2997703. PMID 21152367.
  3. Ceci, S.J.; Williams, W.M.; Barnett, S.M. (2009). "Women's underrepresentation in science: Sociocultural and biological considerations". Psychological Bulletin. 135 (2): 218–261. CiteSeerX 10.1.1.556.4001. doi:10.1037/a0014412. PMID 19254079.
  4. Diekman, A.B.; Brown, E.R.; Johnston, A.M.; Clark, E.K. (2010). "Seeking Congruity Between Goals and Roles". Psychological Science. 21 (8): 1051–1057. doi:10.1177/0956797610377342. PMID 20631322. S2CID 27328046.
  5. Griffith, A.L. (2010). "Persistence of women and minorities in STEM field majors: Is it the school that matters?". Economics of Education Review. 29 (6): 911–922. CiteSeerX 10.1.1.688.3972. doi:10.1016/j.econedurev.2010.06.010.
  6. Hanson, Sandra L. (1996). Lost talent : women in the sciences. Temple University Press. ISBN 1-56639-446-5. LCCN 96000219. OCLC 502980705. OL 964000M.
  7. Pajares, F (1996). "Self-efficacy beliefs and mathematical problem-solving of gifted students". Contemporary Educational Psychology. 21 (4): 325–44. doi:10.1006/ceps.1996.0025. PMID 8979868.
  8. Hill, Catherine (2010). Why so few? : women in science, technology, engineering, and mathematics. AAUW. ISBN 978-1-879922-40-2. LCCN 2010901076. OCLC 607105042. OL 24417287M.
  9. Sorby, S. A. (2009). "Educational research in developing 3-D spatial skills for engineering students". International Journal of Science Education. 31 (3): 459–80. Bibcode:2009IJSEd..31..459S. doi:10.1080/09500690802595839. S2CID 145061861.
  10. Bartolomé, Raquel Pérez (2017-01-31). "Solid GEAR collaborates with STEM talent girl". Solid GEAR (په انګليسي). Archived from the original on 2020-02-29. Retrieved 2020-02-29. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  11. Higher Education Research Institute, Graduate School of Education and Information Studies, The American Freshman: National Norms for Fall 1996, University of California, Los Angeles, 1996.
  12. Royal Society of Edinburgh (Contributor) (2012). Tapping all our talents : women in science, technology, engineering and mathematics : a strategy for Scotland. Contributor : Royal Society of Edinburgh Staff. Edinburgh: Royal Society of Edinburgh. ISBN 978-0-902198-66-1. OCLC 809077782. {{cite book}}: |last= has generic name (help)
  13. EIGE (2017). [DOI:10.2839/652355 Economic Benefits of Gender Equality in the EU: How Gender Equality in STEM Education Leads to Economic Growth]. Vilnius: European Institute for Gender Equality. doi:10.2839/652355. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  14. National Science Foundation, Women, Minorities and Persons with Disabilities in Science and Engineering: 1996, Washington, D.C.: 1996, appendix table 5-8.
  15. "Women in STEM in Australia" (PDF). Professionals Australia.
  16. Moss-Racusin, C.A.; Dovidio, J.F.; Brescoll, V.L.; Graham, M.; Handelsman, J. (2012). "Science faculty's subtle gender biases favor male students". Proceedings of the National Academy of Sciences. 109 (41): 16474–16479. Bibcode:2012PNAS..10916474M. doi:10.1073/pnas.1211286109. PMC 3478626. PMID 22988126.
  17. "TABLE 7-3. Doctoral degrees awarded to men, by field: 2004–14". National Science Foundation. Archived from the original on 7 July 2017. Retrieved 19 Nov 2017. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)
  18. "Table 318.30. Bachelor's, master's, and doctor's degrees conferred by postsecondary institutions, by sex of student and discipline division: 2014–15". National Center for Education Statistics. Retrieved 25 Nov 2017.
  19. Dee, Thomas S (2007). "Teachers and the Gender Gaps in Student Achievement". The Journal of Human Resources. 42 (3): 528–554. doi:10.3368/jhr.XLII.3.528. JSTOR 40057317. S2CID 17877174.
  20. Han'guk Yŏsŏng Kaebarwŏn; Unesco; Asia and Pacific Regional Bureau for Education (2015). A complex formula : girls and women in science, technology, engineering and mathematics in Asia (PDF). Paris. ISBN 978-92-9223-503-1. OCLC 954009486.
  21. Union, Publications Office of the European (2013-03-25). She figures 2012 : gender in research and innovation : statistics and indicators. op.europa.eu (په انګليسي). Publications Office. doi:10.2777/38520. ISBN 9789279276422. Retrieved 2020-02-29.
  22. "Women in Science and Technology in Asia". The InterAcademy Partnership. AASSA, Gyeonggi-Do. 1 September 2015. Archived from the original on 31 July 2016. Retrieved 29 October 2016.
  23. Bello; Blowers; Schneegans; Straza (10 February 2021). To be smart, the digital revolution will need to be inclusive. Paris: UNESCO. ISBN 978-92-3-100450-6.
  24. Koblitz, Ann Hibner (June 2016). "Life in the Fast Lane". Bulletin of Science, Technology & Society. 36 (2): 107–117. doi:10.1177/0270467616658745. ISSN 0270-4676. S2CID 147837196.
  25. Ann Hibner Koblitz (2002). "Mathematics and gender: Some cross-cultural observations". In Hanna, G. (ed.). Towards gender equity in mathematics education : an ICMI study. Kluwer Academic. p. 99. ISBN 0-306-47205-8. OCLC 50322142.