Jump to content

ډاپسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ډاپسون کيمیايي فورمول
د ډاپسون ماليکيولي فورمول

ډاپسون (په انگرېزي: Dapsone) د سلفونمايډ درملو له ډلې دی او د ډای امينو ډايفېنيل سلفون په نوم هم يادېږي.

کارېدنه

ډاپسون د جذام او د نمونيا په ځينو بڼو کې کارېږي. د دغه درمل جانبي عوارضو کې تبه خارښت شامل دي.

د اغېزو مېکانيزم

ډاپسون د نورو سلفونمايډ درملو په څېر د فولېټ د جوړښت مخنيوی کوي. ډاپسون يو چټک جذبېدونکی درمل دی او د بدن په مايعاتو کې په پراخه توگه خپرېږي. د ډاپسون نيم ژوند يوه يا دوه ورځې دی او په پوستکي، پښتورگو، ځيگر او عضلاتو کې يې د پاتې کېدلو شونتيا ډېره ده. له بدن نه ډاپسون د صفرا يا تريخي له لارې وځي خو کله چې کولمو ته ډاپسون راورسېږي نو له هغه ځايه بېرته جذبېږي. د متيازو له لارې ډاپسون په بېلابېلو کچو او اندازې وځي او د پښتورگو د عدم کفايې په خاطر بايد په لږه اندازه وکارېږي.