ځمکنی غوزاړی
ښکارېدونکې بڼه
Carabidae ځمکنی غوزاړی | |
---|---|
مملکه | ژوی |
شاخه | بند پښه لرونکی ژوي |
لاندي شاخه | شپږ پښې لرونکی ژوي |
طابقه | خوځندکې |
طایفه | گونگټه |
لاندی طایفه | غوښه خوړونکی گونگټې |
کورنۍ | مځکني غوزاړی |
ځمکنی غوزاړی (په لاتين: Carabidae)د غوښه خوړونکو گونگټو څخه یوه لویه کورنۍ ده چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي. تر اوسه پورې ۳۰ زره ډوله ځمکنۍ گونگټې پېژندل شوي دي. په عمومي توگه د گونگټو اوږدوالی د ۲ میلیمترو څخه تر ۱۰ سانتیمترو پورې وي. ځمکنۍ گونگټې درې جوړې اوږدی پښې، قوي کرغښی او دوه انتنه لري. ددی گونگټو څو ډولونه مقعد ته نژدې مرغړى لري. کله چې څیروونکي ځناور یا انسان پر هغه باندی بريد وکړي نو ځمکنۍ غوزاړی پر بريد کوونکي ځناور ددغو مرغړو څخه اوبلن مواد وشیندي. نوموړی غوزاړی خوځندکې او حلزونان ښکاروي. ځمکني غوزاړی معمولا تور یا نسواري رنگ لري خو ددی ژويو څو ډولونه فلزي رنگ هم درلودلای شي. د ځمکني غوزاړو څو ډولونه چې په منځنۍ اروپا کې ژوند کوي تړل شوي وزر پوښ (elytra) لري او د دی لپاره نشي الوتلای.