ځمکنی غوزاړی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Carabidae
ځمکنی غوزاړی
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
لاندي شاخه شپږ پښې لرونکی ژوي
طابقه خوځندکې
طایفه گونگټه
لاندی طایفه غوښه خوړونکی گونگټې
کورنۍ مځکني غوزاړی

ځمکنی غوزاړی (په لاتين: Carabidae)د غوښه خوړونکو گونگټو څخه یوه لویه کورنۍ ده چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي. تر اوسه پورې ۳۰ زره ډوله ځمکنۍ گونگټې پېژندل شوي دي. په عمومي توگه د گونگټو اوږدوالی د ۲ میلیمترو څخه تر ۱۰ سانتیمترو پورې وي. ځمکنۍ گونگټې درې جوړې اوږدی پښې، قوي کرغښی او دوه انتنه لري. ددی گونگټو څو ډولونه مقعد ته نژدې مرغړى لري. کله چې څیروونکي ځناور یا انسان پر هغه باندی بريد وکړي نو ځمکنۍ غوزاړی پر بريد کوونکي ځناور ددغو مرغړو څخه اوبلن مواد وشیندي. نوموړی غوزاړی خوځندکې او حلزونان ښکاروي. ځمکني غوزاړی معمولا تور یا نسواري رنگ لري خو ددی ژويو څو ډولونه فلزي رنگ هم درلودلای شي. د ځمکني غوزاړو څو ډولونه چې په منځنۍ اروپا کې ژوند کوي تړل شوي وزر پوښ (elytra) لري او د دی لپاره نشي الوتلای.