د "کوروش ۲" د بڼو تر مېنځ توپير
و robot Adding: my:မဟာဆိုင်းရပ်စ် |
Luckas-bot (خبرې اترې | ونډې) و r2.5.2) (robot Adding: oc:Cir II lo Gran |
||
۷۴ کرښه: | ۷۴ کرښه: | ||
[[nn:Kyros den store]] |
[[nn:Kyros den store]] |
||
[[no:Kyros den store]] |
[[no:Kyros den store]] |
||
[[oc:Cir II lo Gran]] |
|||
[[pl:Cyrus II Wielki]] |
[[pl:Cyrus II Wielki]] |
||
[[pnb:سائیرس]] |
[[pnb:سائیرس]] |
د ۲۰:۳۴, ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۰ بڼه
کوروش ۲ یا ستر کوروش ( په فارسی : کوروش بزرګ، په مېخي ليک: ) د هخامنشیانو د کوړنی څخه یو مشهور حکمران، د هخامنشیانو د واکمنی بنسټ ایښودونکی او فاتح وو.
د کوروش نوم
د تاریخ پوهانو په نظر د کوروش نوم ډېر پخوانی نوم دی چی په فارسی ژبه کی د خورشید معنی لری. ( په پښتو ژبه کی لمر) د کوروش نوم یوازې په پخوانی فارسی او عصری فارسی متنونو کی راغلی دی. مګردغه نوم ( کوروش ) په اروپایی متنونو کی ډېر مغایر نومونه لری.
- پخوانی فارسی : کوروش
- عصری فارسی : کوروش
- یونانی ژبه :Κύρος Β'
- یهودی ژبه:کورِوش Koresh כורש
- لاتینی ژبه :سیروس Cyrus؛
تاریخ
په ۷ ق.م. پېړۍ کی ایران د ماد واکمني په لاس کی وو. په دی وخت کی د کوروش پلار د هخامنشانو د کوړنی څخه یو حکمران وو چی په فارس کی یی حکومت کاوه. د کوروش نیکه د ماد حکمران وو. کوروش ۲ د پلار تر وفات وروسته په ۵۵۹ ق.م. د فارس حکمران شو. په ۵۵۳ ق.م. کال کی کوروش ۲ د ماد د حکمران سره د اختلاف په سبب په ضد قیام وکړ. په ۵۴۹ ق.م. کال کی د ماد اردو د کوروش پوځ لخوا ماته وخوړله او ماد واکمنی د کوروش لاس ته ورغله. په ۵۴۷ ق.م. کال کی د لیدیې حکمران د کوروش پر واکمنی برید وکړ مګر کوروش هغه پوځ ته ماته ورکړه. په ۵۴۰ ق.م. کال کی کوروش باختر ونیول. د کوروش پوځ د باختر تر نیولو وروسته د بابل واکمنی ته ورسیده او دغه هېواد یی ونیول. کوروش په فارس کی نوی پایتخت تاسیس کړ چی د پاسارګادا په نوم یادېږی. کوروش دېړ زغمن حکمران وو. خلکو د هخامنشیانو په ولایتونو کی کولای سول د سیمو د خدایانو ستاینه وکړی. کوروش ۲ په ۵۳۰ ق.م. کال کی په جګړه کی د سکیټ د اردو لخوا ووژل شو.