د "ويکيپېډيا:د پوهنغونډ په اړه" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
|||
۳۰ کرښه: | ۳۰ کرښه: | ||
[[de:Wikipedia:Über Wikipedia]] |
[[de:Wikipedia:Über Wikipedia]] |
||
[[es:Wikipedia:Acerca de]] |
[[es:Wikipedia:Acerca de]] |
||
[[et:Vikipeedia:Sissejuhatus]] |
|||
[[eu:Laguntza:Wikipediari buruz]] |
[[eu:Laguntza:Wikipediari buruz]] |
||
[[fa:ویکیپدیا:درباره]] |
[[fa:ویکیپدیا:درباره]] |
د ۲۰:۳۱, ۲۲ اگسټ ۲۰۱۳ بڼه
ويکيپېډيا د وړيا مېنځپانګې يو خپلواک پوهنغونډ دی چې د ټولې نړۍ خلک يې په ګډه ملکارۍ سره ليکي. دا وېبپاڼه ويکي يا wiki ده چې د هرچا مانا لري په بله وينا د هر هغه چا کمپيوټر چې د انټرنټ اسانتياو ته لاس رسي لري نو په ډېره اسانه توګه کولای شي چې په ويکيپېډيا کې ليکنې وکړي او يا هم ليکل شوې ليکنې سمې (ايډټ) کړي. ويکيپېډيا د ويکيمېډيا د بې ګټې موسسې يو سوداګريز نوم او يا سوداګريزه نښه ده.
دا چې ويکيپېډيا همداسې پرله پسې غځېدونکی کار دی چې هر هغه څوک چې د انټرنټ اسانتياوې لري په کې برخه اخيستلی شي، خو دا بيا په ډېرو مهمو لارو کې د کاغذي سرچينو نه توپير لري. مانا دا چې داسې ځانګړې ليکنې او مقالې به وي چې د ښه منځپانګې او مالوماتي سرچينو نه پکې کار اخيستل شوی وي، او د ليکنې هغه د پوهې انډول به پکې ساتل شوي وي، خو څنګه چې جوته خبر ده چې په ويکيپېډيا کې د بېلابېلو توکمونو لخوا ليکنې کېږي، چې کېدای نشي د هغو ټولو اندونه او څرګندونې سمې وي، او ګواکې لوستونکی دې هغه معيار وګڼي. د بېلګې په توګه ډېر ځل داسې شوي چې ځينو ليکنو کې لاس وهنې شوي او د ځينو ورانکارانو لخوا د ناسمو مالوماتو د خپرولو هڅه شوې، د غېر علمي توکو د خپرېدا هڅه شوې چې لوستونکي بايد پدې پوه او خبر اوسي. ددې لپاره چې لوستونکي کره مالومات لاس ته راوړي او د وران پوهاوي مخنيوی وشي نو د نور تفصيل لپاره ويکيپېډيا:د ويکيپېډيا په مرسته ځېړنه وګورۍ.
د پوهنغونډ په اړه
د پوهنغونډ مخينه
د ويکيپېډيا پوهنغونډ د نيو پېډيا له څانګې يو ښاخ دی ، او د اوس لپاره يوه داسې پروژه ګڼل کېږي چې ترې پوهنغونډ ورغېږي . نيوپېډيا يوه تفصيلي د بيا کتنې غونډال دی د څه لپاره چې ډېرې لوړې وړتيا لرونکيو ونډه لرونکيو ته اړتيا ده ، خو د مقالو د ليکلو لړۍ ورو ورو روانه وه. د ۲۰۰۰م ز کال په ترڅ کې جيمي وېلز د نيو پېډيا پنځګر او لېري سانګر هغه څوک چې جيمي وېلز په پروژې کې د لیکلو کار ورکړ ، پرې د نيوپېډيا پوهنغونډ لپاره د خلاس بحث زمينه وربرابره کړه ، او د پروژې د خدمت په موخه . د رازو رازو ذرايعو وړانديز ېې وکړ د دې لپاره چې د ويکي په لا غوړېدو کې د عامه خلکو ونډه د توکيو ، مقالو او اړونده موادو کې وغځېږي ، او همدا رنګه د نيوپېډيا پروژې لومړۍ ويکي په کال ۲۰۰۱م ز د جنوري په ۱۰مه پر ليکه شو .