د "ماغزه" د بڼو تر مېنځ توپير
و r2.7.2+) (روباټ زیاتول: new:न्ह्येपु |
DSisyphBot (خبرې اترې | ونډې) و r2.7.2) (روباټ زیاتول: lb:Gehir |
||
۸۳ کرښه: | ۸۳ کرښه: | ||
[[ku:Mêjî]] |
[[ku:Mêjî]] |
||
[[la:Cerebrum]] |
[[la:Cerebrum]] |
||
[[lb:Gehir]] |
|||
[[lbe:Ня]] |
[[lbe:Ня]] |
||
[[ln:Bɔngɔ́ (enama)]] |
[[ln:Bɔngɔ́ (enama)]] |
د ۱۶:۱۰, ۲۷ اپرېل ۲۰۱۲ بڼه
ماغزه چې په عربي يې دماغ او په يوناني ژبه يې encephalon بولي، د ژوو د بدن تر ټولو اهمه برخه ده. په ژوو کې ماغزه د منځني عصبي غونډال د کنټرول مرکز دی چې د فکري قوې مسؤل ګڼل کېږي. په ډېريو ژويو کې ماغزه پورته د سر په کوپړه کې خوندي شوي او په همدې توګه د اهمو حسونو لکه د ليدنې وسيلې، د اورېدلو، د خوند او وږم حسونو ته لنډ پراته دي. که څه هم ټول شمزۍ لرونکي ژوي ماغزه لري، خو بل لور ته بې شمزۍ ژوي، يا خو يو منځني ماغزه لري او يا هم د يو ډول ګېنګليان يا عصبي رښتو غونډ لري. ساده ژوي لکه اسفنج بيا هېڅ ماغزه نه لري. ماغزه له حد نه ډېر پېچلې عضوه ده. د ساري په توګه انساني ماغزه له ۱۰۰ بيليونو نه هم ډېر نيورانونه لري او هر يو يې له ۱۰۰۰۰ نه ډېرو نورو نيورانونو سره تړلي دي.
کتنه
په ډېريو ماغزو کې په توکيز ډول دوه توپيرونه ترسترګو کېږي چې يو يې خړ رنګه توکي او بل يې سپين رنګه توکي دي. خړ رنګه توکي د نيورانونو د سلولونو جوسې جوړوي، خو سپين رنګه توکي بيا د رښتو او آکزونونو نه جوړ دي او همدا وروستي، نيورانونه د يو بل سره تړي. آکزونونه بيا د غوړنو سلولونو نه جوړې ټوټې باندې پوښل شوي چې د ميالين (اوليګوډېنډروګليال سلولونه)په نامه يادېږي، همدا بيا د ماغزو سپين رنګه توکو ته د هغوی ځانګړی رنګ ورکوي. د ماغزو باندنۍ پټ خړ رنګه توکي جوړوي چې د سرېبرل کورټېکس په نامه يادېږي. د ماغزو په دننه ژوره برخه کې، د سپين رنګه توکو جارګی (فاسيکولي، د رښتو لارې)، خړ رنګه توکي (هسته) او تشځايونه او (وېنټريکلز) چې په سرېبروسپاينل مايع ډک دي، شامل دي.