په اوکراين د روسيې يرغل کې بهرنۍ ښکېلتيا
د 2022ز کال د فبرورۍ په څلور ويشتمه نېټه روسيې په اوکراين يرغل وکړ، کوم څه چې په 2014ز کال کې پيل شوي ډونباس جګړه د روسيې-اوکراين په جګړه بدله کړه. یو ويشت مياشتې وروسته، د 2023ز کال د نومبر په شلمه نېټه، اوکراين په ټوليز ډول د هرې مياشتې پر بنسټ، له متحده ايالاتو څخه له څلور څلوېښت ميليارده ډالرو څخه زياتو په ارزښت د موادو مرستې تر لاسه کړي، او له پنځه دېرش میليارده څخه زيات ډالرو په ارزښت يې له نورو متحدينو څخه. دا لوژستيکي مرستې دي، او له شته موادو څخه چمتو او اوکراين ته لېږدول کېږي. څومره چې له دې موادو ګټه اخيستل کېږي، د متحدینو صنعتي اساس په کرار کرار اوکراين ته د مهماتو ورکولو لپاره چمتو کولای شي، خو د 2023ز کال د نومبر تر مياشتې پورې، دوی بشپړ شامل نه دي. [۱]
په اوکرين د بهرنيو پوځي خرڅلاو او مرسته
[سمول]سره له دې چې اوکراين د شمالي اتلانتيک د تړون سازمان (ناټو) غړی نه دی، او له متحده ايالاتو يا له ناټو د هېوادونو سره پوځي اتحاد نه لري، د 2022ز کال د جنورۍ له څلور وېشتمې څخه د اګست تر درېيمې پورې، Kiel انستيتيوت موندلې ده چې د ناټو د څلوېښتو غړيو هېوادونو څخه اوکراين ته په مالي، بشري او پوځي برخو کې 84.2 ميليارده امريکايي ډالرو مرسته رسېدلې ده.[۲][۳]
متحده ايالاتو تر ټولو زياتې پوځي مرستې چمتو کړي، د 2022ز کال د فبرورۍ له مياشتې د 2023ز کال د فبروري تر درېيمې نېټې يې 29.3 ميليارده امريکايي ډالر ورکړي، په داسې حال کې چې د 2023ز کال د جولای تر مياشتې يې اوکراين ته ټوليزه مرسته يو څلوېښت ميليارده امريکايي ډالرو ته رسېږي. د اوکراين د ملاتړ لپاره، د المان او سويډن په څېر د ناټو ډېرو غړيو او متحدينو د يرغليزو پوځي مرستو په وړاندې پخوانۍ تګلارې پر ځای ساتلي دي. د یو بلاک په توګه د اروپايي ټولنې (EU) هېوادونو د وژونکو وسلو په ګډون اوکراين ته د پوځي ملاتړ په برخه کې 3.1 ميليارده يورو چمتو کړي. د شوروي د نمونې په ډول د وسلو يو ستر جوړونکي هيواد بلغاريې اوکراين ته له دوه ميليارده يورو څخه په زيات ارزښت وسلې او جګړه ييز توکي ورکړي، د هغو جګړه ييزو توکو د يو په درې برخې په ګډون چې د اوکراين پوځ ورته د بريد په مهم او ابتدايي پړاو کې اړتيا درلوده. بلغارېې همدا راز تيل هم چمتو کړي، او يو وخت يې د هغو تيلو 40% ته پوښښ ورکاوه چې د اوکراين وسله والو ځواکونو ورته اړتيا درلوده. [۴][۵][۶][۷]
د 2014 او 2021ز کلونو تر منځ انګلستان، متحده ايالاتو، اروپايي اتحاديې او ناټو اوکراين ته تر ډېره بريده نا وژونکې پوځې مرستې ورکړي دي. له دې هېواد سره وژونکې مرستې په 2018ز کال کې زياتې شوې، کله چې متحده ايالاتو د ټانک ضد Javelin توغنديو په ګډون، د وسلو په پلور پيل وکړ، او اوکراين په 2019ز کال کې موافقه وکړه چې له ترکيې څخه TB2 جګړه ييزې بې پېلوټه الوتکې راونيسي.[۸][۹]
په 2022ز کال کې، روسيې د اوکراين په پولو کې خپل وسايل او سرتيري راغونډ کړل. د دې په ځواب کې، اوکراين ته په متحده ايالاتو کې د توليد شويو وسلو د لېږلو لپاره متحده ايالاتو د ناټو له غړيو هېوادونو سره په شريکه کار وکړ. انګلستان د NLAW او Javelin ټانک ضد وسلو سره اوکراين ته د تمويل په استولو پيل وکړ. له يرغل وروسته، د المان په ګډون د ناټو غړيو هېوادونو د وسلو له استولو سره موافقه وکړه خو ناټو خپله موافقه ونه کړه. ناټو او غړيو يې اوکراين ته د سرتېرو له استولو او په هغه صورت کې د نه الوت سيمې د جوړولو څخه هم انکار وکړ، که چېرې دا په يوې پراخه جګړې بدلېږي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د شته زېرمو څخه د وسايلو د را ايستلو له لارې مرسته
[سمول]د 2022ز کال د فبرورۍ په شپږ ويشتمه نېټه، د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن، د زرهي ضد او الوتکو ضد سيستم په ګډون د وژونکو پوځي مرستو په برخه کې د 350 امريکايي ډالرو اعلان وکړ. د دې په سبا، اروپايي ټولنې وويل چې د اوکراين لپاره به د 450 ميليونه يورو (502 امريکايي ډالر) په ارزښت وژونکې مرستې راونيسي او سربېره پر دې د 50 ميلیونه يورو (56 ميليونه امريکايي ډالر) په ارزښت غېر وژونکي وسايل به وپيري، چې د وېشلو چارې به يې پولنډ سمبالوي. د يرغل په لومړۍ اونۍ کې، د ناټو غړيو هېوادونو له 17000 څخه زياتې ټانک ضد وسلې اوکراين ته ورکړې؛ د مارچ تر نيمايي پورې، دا شمېر له 20000 څخه زيات اټکل شوی و. په هغو درې جوپو کې چې د 2022ز کال د فبروري، مارچ او اپريل په مياشتو کې يې پر سر موافقه شوې وه، اروپايي ټولنې د اروپايي سولې اسانتيا ليکې تر چتر لاندې، د 1.5 ميليارده يورو ژمنه وکړه، تر څو د اوکرايني وسله والو ځواکونو وړتيا او مقاومت او د اوکرايني ملکيانو خونديتوب څخه ملاتړ وکړي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د 2022ز کال د اپريل په يوولسمه نېټه، متحده ايالاتو او متحدينو يې اوکراين ته شا او خوا 25000 دافع هوا او 60000 د ټانک ضد سيستمونه ورکړي وو. له هغې يوه ورځ وروسته، روسيې له ايران څخه د ټانک ضد توغندي او RPGs تر لاسه کړل، کوم چې د عراق له لارې د پټو شبکو په مټ ورکړل شوي وو. د 2022ز کال د اپريل په نولسمه نېټه، رومانيې د حکومت د هغه فرمان لپاره د طرحه شوې اصلاح اعلان وکړ، کوم فرمان چې د پوځي وسلو صادرول او د اوکراين تر څنګ د ناټو متحدینو ته د دې وسلو د ورکولو په برخه کې ملي دفاعي محصولات تنظيموي. د رمانيې د دفاع وزارت د فرمان مسوده چمتو کړه، کومه کې چې راغلي و چې دا پرېکړه د اوکراين په وړاندې د روسيې د تيري له امله شوې وه. د اپريل په اوه ويشتمه نېټه، د دفاع وزير Vasile Dincus وويل چې د هغه طرحه نور دوام نه لري. د 2022ز کال د اپريل په شپږ ويشتمه نېته، متحده ايالاتو يو کنفرانس جوړ کړ، په کوم کې چې له 40 څخه د زياتو هېوادونو استازو په Ramstein هوايي مرکز کې سره وکتل، تر څو اوکراين ته د پوځي ملاتړ په اړه بحث وکړي. د 2022ز کال د اپريل په اته ويشتمه نېټه، د متحده ايالاتو ولسمشر جوبايډن له کانګريس څخه د اوکراين د مرستې لپاره نور دري دېرش ميليارده ډالر وغوښتل، چې په دې کې د وسلو د چمتو کولو لپاره شل ميليارده ډالر هم شامل وو. د مۍ په پنځمه نېته، د اوکراين لومړي وزير Denys Shmyhal اعلان وکړ چې اوکراين د فبرورۍ په څلور وېشتمه نېټه د روسيې د يرغل د پيل راهيسې د لوېديځو هېوادونو څخه د دولس ميليارده ډالرو څخه د زياتو په ارزښت وسلې او مالي مرستې تر لاسه کړي دي. د مۍ په لسمه نېټه، د متحده ايالاتو د استازو مجلس يو قانون تصويب کړ چې اوکراين ته به څلوېښت ميليارده ډالره تازه مرستې ورکړي. د متحده ا يالاتو د سنا مجلس له خوا د دې قانون له تاييد وروسته، بايډن د مۍ په يو ويشتمه نېته د قانون په توګه لاسليک کړ.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
د 2022ز کال د مۍ د مياشتې په درويشتمه نېټه، د متحده ايالاتو د دفاع وزير Lloyd Austin له ډنمارک مننه وکړه چې اوکراين ته يې Harpoon توغندي او توغونکي ورکړي دي. د 2023ز کال د جون تر پنځلسمې نېټې، اوکراين ته نور Harpoon توغندي پر لاره وو.[۳۵][۳۶]
د 2022ز کال د مۍ په دېرشمه نېته، د فرانسې د بهرنيو چارو وزیر Catherine Colonna خپله دفاع کونکي howitzer CAESAR اضافي سيستمونو د چمتو کولو اعلان وکړ، کوم چې د Renault Sherpa 5 6×6 په قالب کې ځای پر ځای شول. د مۍ په پنځه ويشتمه نېته، د اوکراين د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان Valerii Zaluzhnyi وويل چې لومړۍ جوپه لا دمخکې څخه د جګړې په لومړۍ ليکه کې موجوده او د يرغلګرو په وړاندې جنګېده. د جون په لسمه نېته، AFU دا جګړه ييز سيستم د رسنيو استازو ته وښود؛ تر دې وخته پورې اوکرايني سرتېرو د CAESAR اتلس واحدونه درلودل. د 2022ز کال د مۍ په يو دېرشمه نېته، سپينې ماڼۍ رسنيو ته خبر ورکړ چې متحده ايالات به اوکراين ته M142 HIMARS ډوله ګڼ توغونکي توغندويي سيستم ورکړي. يو شمېر شنونکو وويل شونې ده چې HIMARS په جګړه کې د لوبې "بدلونکی" وي. د پاليسۍ لپاره د دفاع وزارت لاندې کار کونکي Colin Kahl وويل چې متحده ايالات به وکولای شي د جګړې د بدلون سره سم نور سيستمونه واستوي. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ Tara Kopp and Felipe Dana (20 November 2023) US Defense Secretary Austin visits Ukraine to reassure Kyiv about continuing support against Russia
- ↑ Evans, Michael (5 April 2008). "President tells summit he wants security and friendship". The Times. p. 46.
President Putin, in a bravura performance before the world's media at the end of the Nato summit, warned President Bush and other alliance leaders that their plan to expand eastwards to Ukraine and Georgia "didn't contribute to trust and predictability in our relations.
- ↑ Antezza, Arianna; Frank, Andre; Frank, Pascal; Franz, Lukas; Kharitonov, Ivan; Kumar, Bharath; Rebinskaya, Ekaterina; Trebesch, Christoph (16 June 2022). "The Ukraine Support Tracker: Which countries help Ukraine and how?". Kiel Working Papers. 2218.
- ↑ DoD (3 February 2023) Fact Sheet on U.S. Security Assistance to Ukraine Summary "In total, the United States has committed $30 billion in security assistance to Ukraine since the beginning of the Biden Administration, including more than $29.3 billion since the beginning of Russia's unprovoked and brutal invasion on February 24, 2022".
- ↑ Lolita C. Baldor, AP and Matthew Lee, AP (24 Jul 2023) US to send up to $400 million in military aid to Ukraine
- Sabrina Singh, Deputy Pentagon Press Secretary (25 Jul 2023) Sabrina Singh, Deputy Pentagon Press Secretary, Holds A Press Briefing
- ↑ "Military assistance to Ukraine since the Russian invasion". House of Commons Library.
- ↑ Volkmann-Schluck, Philip (18 January 2023). "Bulgaria to the rescue: How the EU's poorest country secretly saved Ukraine". Politico. نه اخيستل شوی 18 January 2023.
- ↑ "Military assistance to Ukraine" (PDF). House of Commons Library. 25 February 2022. نه اخيستل شوی 4 March 2022.
- ↑ "Turkey, Ukraine sign military cooperation agreements". ABC News. 17 October 2020. نه اخيستل شوی 12 March 2022.
- ↑ Brennan, Margaret; Watson, Eleanor (20 January 2022). "U.S. and NATO to surge lethal weaponry to Ukraine to help shore up defenses against Russia". CBS News. Archived from the original on 27 February 2022.
- ↑ Ripley, Tim (18 January 2022). "UK supplies anti-tank weapons to Ukraine". Janes Information Services. نه اخيستل شوی 16 March 2022.
- ↑ "NATO to deploy thousands of commandos to nations near Ukraine". Al Jazeera. 25 February 2022. Archived from the original on 27 February 2022. نه اخيستل شوی 26 February 2022.
- ↑ "Germany to ship anti-aircraft missiles to Ukraine—reports". Deutsche Welle. 3 March 2022.
- ↑ "Defence Secretary statement to the House of Commons on Ukraine: 9 March 2022". GOV.UK. 9 March 2022. نه اخيستل شوی 12 March 2022.
- ↑ Chalmers, John (24 February 2022). "NATO has no plans to send troops into Ukraine, Stoltenberg says". Reuters.
- ↑ Dimsdale, Connie (25 February 2022). "How the response to Russia's invasion would be different if Ukraine was a Nato member". i.
- ↑ Vogt, Adrienne; Said-Moorhouse, Lauren; Ravindran, Jeevan; Wilkinson, Peter; Yeung, Jessie; Lendon, Brad; George, Steve; Wagner, Meg (26 February 2022). "Blinken authorizes $350 million more in US military assistance to Ukraine". CNN. Archived from the original on 27 February 2022. نه اخيستل شوی 26 February 2022.
- ↑ Vogt, Adrienne; Said-Moorhouse, Lauren; Ravindran, Jeevan; Wilkinson, Peter; Yeung, Jessie; Lendon, Brad; George, Steve; Wagner, Meg (26 February 2022). "$350 million in US military assistance will include "anti-armor and anti-aircraft systems," official says". CNN. Archived from the original on 27 February 2022. نه اخيستل شوی 26 February 2022.
- ↑ "EU shuts airspace to Russian airlines, will buy Ukraine arms". AP News. Associated Press. 27 February 2022. Archived from the original on 1 March 2022. نه اخيستل شوی 28 February 2022.
- ↑ Blenkinsop, Philip; Siebold, Sabine (27 February 2022). "EU tightens Russian sanctions and buys weapons for Ukraine". Reuters. Archived from the original on 1 March 2022.
- ↑ Schmitt, Eric (12 March 2022). "The White House approves $200 million in arms and equipment for Ukraine". The New York Times. نه اخيستل شوی 23 March 2022.
- ↑ Emmott, Robin; Melander, Ingrid (17 March 2022). "NATO vows more help for Ukraine, begins planning to adapt to 'new reality'". Reuters. نه اخيستل شوی 8 March 2022.
- ↑ "EU support to Ukraine: Council agrees on third tranche of support under the European Peace Facility for total €1.5 billion". 13 April 2022. Archived from the original on 13 April 2022. نه اخيستل شوی 4 January 2024.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|تاريخ الوصول=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Park, Chan-kyong (11 April 2022). "Zelensky cites Korean war in appeal to Seoul to send anti-aircraft weapons". South China Morning Post. نه اخيستل شوی 15 April 2022.
- ↑ Slawson, Nicola (12 April 2022). "First Thing: Russia using weapons 'smuggled by Iran' in Ukraine". The Guardian. نه اخيستل شوی 15 April 2022.
- ↑ Garzon, Elsy Fors (19 April 2022). "Romania to modify its laws to deliver weapons to Ukraine". Prensa Latina.
- ↑ "Romania is planning to hand over lethal weapons to Ukraine". «Ukrainian Military Center» Public Organization. 19 April 2022.
- ↑ Ali, Ayeza (27 April 2022). "Romanian Defense Minister Says Weapons Supplies To Ukraine Not On Agenda". Pakistan Point.
- ↑ Herszenhorn, David M.; Bayer, Lili (26 April 2022). "US rallies global allies to help Ukraine repel Russia". Politico. نه اخيستل شوی 27 April 2022.
- ↑ "War in Ukraine: U.S. dramatically upgrades its aid package to Kyiv". Le Monde. 29 April 2022.
- ↑ "Ukraine gets over $12 billion in weapons, financial aid since start of Russian invasion- Ukraine's PM". Reuters. 5 May 2022.
- ↑ "Biden signs $40 billion aid package for Ukraine during trip to Asia". CNBC. 21 May 2022. نه اخيستل شوی 31 May 2022.
- ↑ Scholtes, Jennifer; O'Brien, Connor (19 May 2022). "Senate clears $40B Ukraine aid package". Politico. نه اخيستل شوی 31 May 2022.
- ↑ Fram, Alan (11 May 2022). "House approves $40B in Ukraine aid, beefing up Biden request". Associated Press. Archived from the original on 11 May 2022. نه اخيستل شوی 28 May 2022.
- ↑ Jack Buckby (26 May 2022) Harpoon: The Old Anti-Ship Missile That Is Headed To Ukraine; Joe Gould and Meghann Myers (23 May 2022) Ukraine to get Harpoon anti-ship missiles from Denmark amid Russian Black Sea blockade
- ↑ C. Todd Lopez (15 Jun 2023) Harpoon Weapon System, More Howitzers Headed to Ukraine
- ↑ "Ukraine is to receive a new batch of Caesar ACS from France". «Ukrainian Military Center» Public Organization. 30 May 2022.
- ↑ "55th Brigade receives CAESAR ACS". «Ukrainian Military Center» Public Organization. 25 May 2022.
- ↑ Rushworth, Nicholas (10 June 2022). "Meet the Ukrainian forces using French-supplied Caesar howitzers". France 24. Archived from the original on 10 June 2022. Alt URL
- ↑ "Ukrainian Army Uses New Caesar Long-Range Howitzer Supplied By France". Radio Free Europe/Radio Liberty. 10 June 2022.
- ↑ "What is HIMARS? The advanced rocket system US is sending Ukraine". Al Jazeera. 1 June 2022.
- ↑ "Will US rockets for Ukraine be a game changer in the war against Russia?". Australian Broadcasting Corporation (ABC). 1 June 2022.
- ↑ Cole, Brendan (16 July 2022). "U.S. Rockets Having Significant Impact On Front Lines in Ukraine: Pentagon". Newsweek.
- Weiss, Michael (21 July 2022). "U.S. agrees to send Ukraine more HIMARS launchers, weaponry that is taking a toll on Russian forces". Yahoo News.
- ↑ "US will send HIMARS precision rockets to Ukraine". Defense News. 1 June 2022.
- ↑ Ali, Idrees (20 July 2022). "U.S. to send four more HIMARS to Ukraine".
M142 HIMARS— 12 have been provided, and an additional 4 were pledged today, for a total of 16 —Secretary of Defense Lloyd Austin