په امریکا کی غلامي
د مال په حیث د انسان غلامي، په امریکا کې غلامي رسمی اداره وه ، چې په ځانګړې توګه په هغه کې افریقایان او افریقایي امریکایان شامل وو، چی په ١٧٧٦ ز کال کې یې له بنسټ اېښودلو څخه د ١٨٦٥ ز کال دیارلسم تعدیل تر تصویب پورې یی د امریکا په متحده ایالاتو کې شتون درلود. په امریکا کی غلامي د اروپایي مستعمرو له خوا جوړه شوه. د استعمار له لومړیو ورځو څخه، د بریتانیا په مستعمرو کې کارېدله او په دیارلس نورو مستعمرو چې متحده ایالات تری جوړ شوي وو. د قانون پر بنسټ، غلام شوی کس د ملکیت په توګه کارول کېده، چې پېرل کېده، پلورل کېده او یا ورکول کېده. غلامي تر ۱۸۶۵ ز کال پورې د امریکی په شاوخوا نیمایي ایالتونو کې دوام وکړ. د اقتصادی نظام په توګه، غلامي په لویه کچه د ځمکې د اجارې (دهقانۍ) او جزايي کار باندی بدله شوه.
د امریکا د انقلاب ( ۱۷۷۵ – ۱۷۸۳ ز ) تر وخت پورې، د غلام شوو خلکو حیثیت د یوه نژادی طبقی په توګه چې د افریقایی نسب سره تړاو درلود، په پام کې نیول شوی وو. د انقلاب په لړکې اوسملاسي تعقیبولو سره، په شمالی اکثرو ایالتونو کې د منسوخ کولو قوانین تصویب شول او د غلامۍ د منسوخ کولو لپاره یوه غورځنګ وده وکړه. د غلامۍ رول د امریکا د اساسی قانون د (۱۷۸۹ز) کال د مسودې جوړولو پر مهال تر ټولو سخته موضوع وه. که څه هم د اساسی قانون جوړونکو هېڅکله د غلامۍ کلمه نه ده کارولې، خو په وروستی سند کی له درېيمې نه تر پنځمې مادې له لاری د غلامانو خاوندانو ته بې انډوله سیاسی واک ورکړ. ټولو شمالی ایالتونو تر ۱۸۰۵ ز کال پورې، په یو ډول غلامي منسوخ کړې وه، کله ناکله، فسخه یوه تدریجی پروسه وه او د ۱۸۴۰ ز کال د سرشمېرنې په وخت کې په سلګونو خلک لا هم په شمالی ایالتونو کې غلام شمېرل شوي وو. ځینو غلام خاوندانو په لومړی سر کې په پاس جنوب کی خپل غلامان ازاد کړل او بشر پاله او خیریه ډلو ځینې نور وپیرل او آزاد یی کړل. د اتلانتیک غلامانو سوداګري، د امریکا د انقلاب په وخت کې د انفرادی ایالتونو له خوا ناقانونه شوه. که څه هم وروسته قاچاق عام وو، په ۱۸۰۸ ز کال کې، د کانګریس له خوا د واردولو سوداګري منع شوه.[۱][۲][۳][۴]
د مالوچو صنعت چټکه پراختیا په لاندی سویل کې د مالوچو د ندافۍ ماشین د اختراع څخه وروسته د غلام کارګر غوښتنه ډېره زیاته کړه او جنوبی ایالتونه، د غلامو ټولنو په توګه دوام وکړ. متحده ایالات د غلامۍ د مسئلې په اړه نور هم په مخالفو قطبی برخوغلام او آزاد ایالتونو ووېشل شول. په لاندې سویل کې د نويو مالوچو د کرلو د غوښتنی له امله، پر سویل د یو میلیون څخه زیات غلامان وپلورل، چې لاندې جنوب ته بوتلل شول. په سویل کې د ټولو غلامانو شمېر بلاخره څلورو میلیونو ته ورسېد. هر څومره چې امریکا پراخه شوه ، جنوبی ایالتونو هڅه وکړه، چې د لویدیځ په نویو سیمو کې غلامي وغځوي، تر څو د غلامۍ ځواک ته اجازه ورکړي، چې په دې هیواد کې خپل واک وساتي. هغه نوې سیمې چې د لویزیانا پېرودنې او د مکسیکویی متروکې له لارې ترلاسه شوې وې، د لویو سیاسی کړاوونو او جوړجاړیو موضوع وه. په ۱۸۵۰ ز کال کی نوي شتمن شوي او د مالوچو په وده کې سویل له اتحادیې څخه د ګوښه کېدلو ګواښ وکړ او فشارونه په زیاتېدو شول. په سویل کې غلامي "د مثبت جنس" په توګه دفاع شوه او لوی مذهبی ارزښتونه، د غلامۍ د مسئلې پر سر د شمال او سویل په سیمه يیزو سازمانونو وویشل شول. [۵][۶]
کله چې ابراهیم لینکلن، د ۱۸۶۰ ز کال ټاکنې د غلامۍ د پراختیا د بندولوپه کړنلاره وګټلې، اووه غلام ایالتونه د اتحادیی نه جلا شول. لږ وخت وروسته، کله چې کانفدرېټ (متفقو) ځواکونو په جنوبی کارولینا کې د امریکا د پوځ په فورت سمتر برید وکړ، کورنۍ جګړه پیل شوه. وروسته له دې چې کلنکلن له څلورو نورو غلام ایالتونو څخه د ځوابی حملی لپاره د وسلې غوښتنه وکړه، د څلورنوروغلام ایالتونه، له متفقینو سره یو ځای شول. په ۱۸۶۳ زکال کې د اتحادیې دکړنو، لکه د Confiscation قانون او د آزادولو خبرتیا له امله، جګړې په اغېزمنه توګه په ډیرو ځایونو کې د چاتل غلامي ختمه کړه. د اتحادیې د ۱۸۶۵ ز کال د مې میاشتی د بریا نه وروسته، د ۱۸۶۵ ز کال په دسمبر کې د دیارلسم تعدیل له تصویب سره سم ، د چټل غلامي (د مال په حیث د انسان غلامي) د متحده ایالاتو تر واکمنتیا لاندې هر ځای په اغېزمنه توګه پای ته ورسېده.
لومړۍ غلامي
[سمول]پونس دی لیونPonce de Leon په ۱۵۰۸ز کې په پورتو ریکو کې هسپانوي استعمار جوړ کړ، چې د کار لپاره د بومی ټاینوس وکړي وکارول. ټاینوس په لوی لاس د جنګ، زیات کار او د هسپانویانو له خوا د راوړل شوو ناروغیو له امله نابود شول. په ۱۵۱۳ ز کې، د کمېدو په حال کې تاینوس نفوس سره د یو ځای کېدو لپاره لومړی غلام شوي افریقایی وګړی پورتوریکو ته راوړل شول. په ۱۵۴۲ ز کال کې، په تازه قوانینو کې د هندی غلامانو منسوخي او افریقایی غلامانو ته غوښتنه او تقاضا زیاته کړه [۷]
یوه نیمه پېړۍ وروسته، بریتانویانو په هغه ځای کې چې اوس ګرجستان، تینیسی، شمالی کارولینا، جنوبی کارولینا، فلوریدا او ممکن الاباما ده، د غلام کولو یرغل ترسره کړ. د چارلس ټاون د غلامانو سوداګرۍ، چې د استعمارګرو له خوا سوداګري او مستقیم برید دواړه په کې، په شمالی امریکا کې د بریتانوي مستعمرو په منځ کې تر ټولو لویه مستعمره وه. د ۱۶۷۰ز او ۱۷۱۵ ز کلونو تر منځ له ۲۴۰ څخه تر ۵۱۰ پورې بومی اسیر امریکایان له سویلی کارولینا څخه یووړل شول - په همدې موده کې د افریقایانو له شمېر څخه ډېر د راتلونکې امریکا مستعمرو ته راوارد شول. اضافی غلام شوي بومی امریکایان د جنوبی کارولینا څخه ویرجینیا، پنسلوانیا، نیویارک، رود ټاپو او میسیچوسیټ ته صادر شول. تاریخ پوه الن ګالی وایی: " په جنوبي امریکا کې د هندي غلامانو سوداګری د انګلیسي امپراتورۍ د پرمختګ مرکز و. د هندي غلامانو سوداګري، له ۱۶۷۰ ز څخه تر ۱۷۱۵ ز کال پورې په سویل باندې د اغېز مهم عامل و . د غلامانو د نیولو لپاره د قومونو ترمنځ جګړو، انګلیسي مستعمرې ، هسپانوي فلوریډا او فرانسوي لویزیانا بې ثباته کړې ده.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
لومړي قاره یی غلام شوي افریقایی خلک
[سمول]لومړني افریقایان، چې د شمالی امریکا په قاره کې غلام شوي وو، د سانتو ډومینګو Santo Domingo له لارې د سان میګل دی ګوالداپه San Miguel de Gualdape مستعمرې ته ورسېدل ( په ډېر احتمال سره د اوسنۍ جنوبي کارولینا د وینیا خلیج په سیمه کې پرته ده) چې په ۱۵۲۶ ز کال کې د هسپانوی کشف کوونکي لوکاس وازکویز دی ایلون explorer Lucas Vázquez de Ayllon له خوا تاسیس شوه. دا بد قسمته مستعمره تقریباً سملاسي د مشرۍ پر سر د جګړې له امله ګډوډه شوه، چې په ترڅ کې یې غلامو خلکو پاڅون وکړ او د ځایی بومي امریکایانو په منځ کې د پناه لپاره له دی مستعمری څخه وتښتېدل. ډي ایلن او ډېری استعمارګران لږ وخت وروسته د وبا له امله مړه شول او مستعمره پرېښودل شوه. مهاجر او غلام شوي خلک، چې نه وو تښتیدلی، بیرته سانتو ډومینګو ته راستانه شول.[۱۳]
د ۱۵۶۵ زکال د اګست په ۲۸ مه فلوریدا سنټ اګوستین، د هسپانوی فاتح ډون پیدرو مننډز دی اویلزDon Pedro Menendez de Aviles له خوا تاسیس شو او هغه دری تنه غلام افریقایان یې له ځانه سره راوستل. په شپاړسمی( ۱۶ )او اولسمی( ۱۷ ) پیړیو کی، سن اګوسټین د هسپانیا په مستعمره فلوریدا کې د غلام شوو خلکو لومړنۍ دایمی استوګنځای او د سوداګرۍ ځای و، چې د امریکې متحده ایالاتو په وچه، چی غلام شوی افریقایان په کی شامل وو، بدل شو. د یوه غلام شوي افریقایی لومړنۍ زیږون، په اګوستین کې چې اوس د امریکا متحده ایالات دي، څوک چې په ١٦٠٦ ز کال کې هلته پیدا شوی و.[۱۴][۱۵]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ Wood, Peter (2003). "The Birth of Race-Based Slavery". Slate. (May 19, 2015): Reprinted from Strange New Land: Africans in Colonial America by Peter H. Wood with permission from Oxford University Press. ©1996, 2003.
- ↑ Douglass, Frederick (1849). "The Constitution and Slavery".
- ↑ Smith, Julia Floyd (1973). Slavery and Plantation Growth in Antebellum Florida, 1821–1860. Gainesville: University of Florida Press. pp. 44–46. ISBN 978-0-8130-0323-8.
- ↑ McDonough, Gary W. (1993). The Florida Negro. A Federal Writers' Project Legacy. University Press of Mississippi. ISBN 978-0878055883.
- ↑ Stephen D. Behrendt, David Richardson, and David Eltis, W. E. B. Du Bois Institute for African and African-American Research, Harvard University. Based on "records for 27,233 voyages that set out to obtain slaves for the Americas". Stephen Behrendt (1999). "Transatlantic Slave Trade". Africana: The Encyclopedia of the African and African American Experience. New York: Basic Civitas Books. ISBN 978-0-465-00071-5.
- ↑ Introduction – Social Aspects of the Civil War Archived July 14, 2007, at the Wayback Machine., National Park Service.
- ↑ López León, Dorian. "Puerto Rico in the 16th century – History". Encyclopedia de Puerto Rico (in American English). Puerto Rico Endowment for the Humanities, and the National Endowment for the Humanities. بياځلي په 2020-06-29.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Ethridge, From Chicaza to Chickasaw (2010), pp. 97–98.
- ↑ Ethridge, From Chicaza to Chickasaw (2010), p. 109.
- ↑ Ethridge, From Chicaza to Chickasaw (2010), p. 65.
- ↑ Gallay, Alan. (2002) The Indian Slave Trade: The Rise of the English Empire in the American South 1670–1717. Yale University Press: New York. ISBN 0-300-10193-7, pg. 299
- ↑ Figures cited in Ethridge, From Chicaza to Chickasaw (2010), p. 237.
- ↑ Robert Wright, Richard (1941). "Negro Companions of the Spanish Explorers". Phylon. 2 (4).
- ↑ "St. Augustine, Florida founded". African American Registry (in انګليسي). بياځلي په 2019-11-15.
- ↑ "Civil Rights in Colonial St. Augustine (U.S. National Park Service)". www.nps.gov (in انګليسي). بياځلي په 2020-08-07.