Jump to content

پلازما کره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پلازما کره (دبال په بڼه) چي د فلامینټونونو سره دداخلي او باندني برخو ترمنځ پراخیږي .

پلازما بال ، پلازما ګلوب ، یا پلازما څراغ یو روښانه ښیښه یي کانټینري جوړښت دی چې ددغه کانټینر په مینځ کې دلوړ ولټاژ الیکټروډ اونوبل ګازونو ګډ ترکیب رامنځ ته سوی دی .

کله چي دغه ولتاژ ترکیب سي په پایله کي یې دکنټېنر دننه پلازما رامنځ ته کیږي . وروسته د پلازما فلامینټونه دداخلي الیکټروډ څخه باندني شیشې انسولټر ته غځیږي اود رنګ سوي رڼا د څودوامداره بیمونو بڼه ورکوي. پلازما بالونه په 1980یمو کلونوکي د نویو توکو په ډول مشهوره وه. [۱]

د پلازما څراغ د نیکولا ټیسلا لخواهغه وخت اختراع سو کله چي نوموړي په یوه خالي ټیوب کي دلوړ ولتاژ دتجربې په موخه کار ترسره کاوه . ټیسلا خپله یاده اختراع د" غیري فعال ګاز دخارجولو ټیوب " وبلله. [۲] د عصري پلازما دڅراغ ډیزاین بیا د جیمز فالک او د میټ زده کونکي بل پارکر له لوري رامینځته سو. [۱]

مخینه

[سمول]
د پلازما بال ویډیو

په1894 زیږدیزکال دفبروري پر6 نېټه ، نیکولا ټیسلا دپلازما څراغ په متحده ایالاتوکي تشریح کړ . یاد پیټینټ د لومړي لوړ شدت خارجوونکو څراغونو لپاره وو. ټیسلا دیو واحد داخلي کنډک عنصر سره د تاپدیدو ډوله څراغ بال وکاراوه او عنصر یې د Tesla کویل څخه دلوړ ولتاژ کرنټ سره رامنځ ته کړ چي په دې توګه دبرش خارج کیدل رامنځ ته سول . هغه د څراغ په ځانګړي شکل کې د پیټینټ محافظت ترلاسه کړ چې پکښي دننه درڼا ورکونکي کوچني جسم یا دریفراکټري موادو تڼۍ د یو کنډکټر لخوا پرمخ بېول کیږي اوډیر ستړی سوي بال یا ریسیور ته ننوځي. Tesla دې اختراع ته د واحدترمینل څراغ، یاد "Inert Gas Discharge Tube" نوم ورکړ. [۲]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Gache, Gabriel (January 31, 2008). "How do plasma lamps work?". Softpedia. Archived from the original on February 10, 2009. Retrieved November 16, 2009.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Barros, Sam (2002). "PowerLabs Plasma Globes Page". Archived from the original on December 3, 2009. Retrieved November 16, 2009.