پلازما (فزيک)
د پلازما ويی له لرغوني يوناني (πλάσμα) څخه اخيستل شوی دی، د چڼاسې کېدلو وړ مادې ته وايي او د مادې له څلورو بنسټيزو حالتونو څخه يو حالت دی. پلازما د چارج لرونکو ذرو يعنې ايونونو او يا الکترونونو د پام وړ برخه رانغاړي. د ذکر شويو چارج لرونکو ذرو شتون هغه څه دي، چې پلازما د مادې له نورو بنسټيزو حالتونو څخه بېلوي، چې په نړۍ کې د عادي مادې خورا زياته بڼه ده او د لمر په ګډون زیاتره وختونه په ستورو سره مل وي. پلازما د ستوور ټولګې په وسط او په شوني ډول د کهکشاني سيمو تر منځ نرۍ (رقيق) کېږي او هم طبيعي ګاز ته د تودوخې ورکولو يا د پياوړې الکترومقناطيسي ډګر پر وړاندې د ........... په واسطه په مصنوعي ډول تر لاسه کېدلی شي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]
د چارج لرونکو ذرو شتون پلازما په برېښنايي ډول د هرې ذرې او مايکروسکوپيک پلازما په حرکت سره د لېږدولو وړ جوړوي، چې د ډله ييزو الکترومقناطيسي برخو په واسطه اداره کېږي او په بانديني ډول پلي شويو برخو پر وړاندې خورا حساس دي. د الکترومقناطيسې ډګرونو پر وړاندې د پلازما ځواب په زياتو عصري ټينکالوژيو، لکه: پلازما تلويزيون يا د پلازما د کيندنې عمليه کې کارول کېږي. [۷][۸]
د تودوخې درجې او غلظت له مخې يوه معلومه اندازه طبيعي ذرې هم کېدای شي وي، چې په دې حالت کې پلازما ته په اړخيز (پلوي ډول) چارج لرونکې ذره وايي. د نيون نښې او روښنايي په پلوي ډول د چارج لرونکو پلازما بېلګې دي. د مادې د نورو درې حالتونو تر منځ د دورې يا پړاو د لېږد خلاف، پلازما ته لېږد په ښه ډول نه دی راپېژندل شوی او د ژباړې (تعبير) او محتوا يوه ماده ده. دا چې يوې مادې ته د پلازما ويلو لپاره پر چارج لرونکې ذرې د بدلولو (ايوني کولو) يوه ټاکلې اندازه بسنه کوي که نه، په پام کې نيول شويو معلومې ښکارندې پورې اړه لري. [۹][۱۰]
لومړۍ تاریخچه
[سمول]پلازما د لومړي ځل لپاره د Sir William Crookes له لوري په لابراتوار کې وپېژندل شوه. Crookes د ۱۸۷۹ ز اګسټ پر ۲۲ مه نېټه د جمعې په ورځ په Sheffield کې د ساينس د ودې لپاره بریتانوي ټولنې ته د «ځلانده مادې» تر سرليک لاندې يوه وينا وړاندې کړه. د پلازما منظمه څېړنه د Irving Langmuir او د هغه د مرستندويانو له خوا په ۱۹۲۰ ز لسيزه کې پيل شوه. Langmuir په ۱۹۲۸ز کې د پلازما اصطلاح د چارج لرونکي ګاز د يوې تشرېح په توګه هم راوپېژندله. [۱۱][۱۲]
د برېښنايي قطبونو له نږدې برخو څخه پرته، چې د يو څو الکترونونو لرونکې پوښونه يا تيکې لري؛ چارج لرونکی ګاز په نږدې مساوي اندازه ايونونه او الکترونونه لري چې له امله يې د فضا تر لاسه کېدونکی چارج خورا کوچنی دی. موږ بايد د پلازما نوم د ايونونو او الکترونونو د متوازن چارجونو لرونکې سيمې د تشرېح لپاره وکاراوه.
Lewi Tonks او Harold Mott-Smitt چې دواړو له Langmuir سره په ګډه په ۱۹۲۰ ز لسيزه کې کارو وکړ، يادونه کوي چې Langmuiur د پلازما اصطلاح، د وينې پلازما سره يو ځای د ورته والي له مخې وکاروله. Mott-Smith په ځانګړي ډول يادونه کوي، چې له ګرمې ايوني ريښې يا تار څخه د الکترونونو لېږد Langmuir ته «هغه لاره چې د وينې پلازما په کې سره او سپين کرويان او مېکروبونه لېږدوي» ورياده کړه. [۱۳][۱۴][۱۵]
پېژندنې
[سمول]د مادې څلورم حالت
[سمول]له جامد، مايع او غاز څخه وروسته، پلازما ته د مادې څلورم حالت وايي. دا د مادې هغه حالت دی، چې يوه ايوني شوې ماده په کې هغه ټکي ته لوړه برېښنايي لېږدونکې ده، چې د برېښنايي او مقناطيسې برخو اوږده لړۍ په کې خپل چلند اداره کوي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
پلازما د ناټاکلي مثبت يا منفي ذرو يو برېښنايي حنثی ته ورته وسط دی (د پلازما ټول چارج نږدې صفر دی). که څه هم دا ذرې ناټاکلې دي، مګر د نه ازمايل کېدونکو قوو په حس کې «خپلواکې» نه دي. د چارج لرونکو ذرو حرکت برېښنايي بهيرونه توليدوي او د هرې چارج لرونکې پلازما ذرې حرکت د نورو چارجونو له مخې د رامنځته شويو برخو له مخې اغېزناک او اغېزمن کېږي. پلازما په خپل وار د بدلونونو په بېلابېلو اندازو سره ډله یيز سلوک يا چلند اداره کوي. [۲۱][۲۲]
پلازما د مادې له نورو حالتونو څخه يو بېل حالت دی. په ځانګړي ډول د يوازې يو ايوني شوي غاز په توګه د لږې غليظې پلازما تشرېح کول ناسم او غولوونکي دي، ان که څه هم دواړه د يوې معلومې بڼې يا حجم د نه لرلو له مخې سره ورته دي. لاندې لښتليک د ځينو بنسټيزو توپيرونو لنډيز جوړوي:
ځانګړتيا | ګاز | پلازما |
تعاملات يا غبرګونونه | دويال يا جفتي: د دوو ذرو يو ځای کېدل په کې اصل دی او د درې جسمونو يو ځای کېدل په کې خورا لږ پېښېږي. | ډله یيز: څپې يا د پلازما منظم حرکت ځکه ډېر اړين دي، چې ذرې د برېښنايي او مقناطيسي ځواکونو له مخې په اوږدو لړيو کې تعامل کولی شي. |
د برېښنا رسولو وړتيا[۲۳] | خورا ټيټ: ګازونه د برېښنايی برخې په يو سانتي متر کې د لسګونو کېلوولټ پياوړتيا پورې غوره عايق يا بېلوونکي دي. | خورا لوړ: د پلازما د رسونې وړتيا د زياتو موخو لپاره کېدای شي ناټاکلې (نامحدوده) وي. |
په خپلواک ډول په نوعو باندې د عمل له مخې | يو: ټولې ګازي ذرې په ورته ډول سلوک کوي، چې له يو بل او د ځمکې د جاذبې له قوې سره د ټکر په واسطه په پراخه ډول اغېزمنېږي. | دوه يا زيات: الکترونونه او ايونونه بېلابېل چارجونه او په پراخه ډول بېلابېلې کتلې لري، نو د پلازما د معلومو څپو په بېلابېلو ډولونو او د پايلې په توګه د راښکاره کېدونکو بې ثباتيو له مخې په زياتو حالتونو کې بېلابېل سلوک کوي. |
د چټکتيا وېش | د مکسول د نظريې له مخې: مخامخ کېدنې يا ټکرونه په عادي ډول د ټولو ګازي ذرو د مکسولي سرعت يا چټکتيا وېش ته لارښوونه کوي. | زياتره وختونه د مکسول د نظريې له مخې نه وي: د مخامخ کېدنې تعاملونه په توده پلازما کې يو څه کمزوري دي او بانديني ځواکونه پلازما له محلي تعادل يا توازن څخه لرې وړلی شي. |
خيالي پلازما
[سمول]درې عوامل خيالي پلازما راپېژني:[۲۴][۲۵]
- د پلازما اټکل: د پلازما اټکل هغه وخت پلی کېږي، چې د پلازما د اندازو کولو اله، په Debye کُره کې دننه د لېږدېدونکو چارجونو اندازه د يووالي په پرتله خورا زياته وي. په اسانۍ سره ښودل کېدلی شي، چې دا معيار د پلازما د برېښنايي سکون او حرارتي انرژي د غلظتونو د تناسب له کوچنيوالي سره برابر دی. [۲۶][۲۷]
- ستر يا دننني تعاملونه: د Debye اوږدوالی د پلازما د فزيکي اندازې په پرتله خورا کوچنی دی. دا معيار دا معنا چې د پلازما په دننه کې تعاملونه، د هغې د څنډو په پرتله خورا مهم دي، چې کېدای شي، د پولې اغېزې په کې پېښې شي. د دې معيار د منلو له مخې پلازما خنثی ته ورته ماده ده. [۲۸]
- نه مخامخ کېدنه يا ټکر نه پېښېدل: د الکترون پلازما پرله پسې والی (چې د الکترونونو د پلازما خوځېدنې اندازه کوي) د الکترون د خنثی ټکر د پرله پسې والي په پرتله خورا ستر دی. که چېرې دا حالت اعتبار ولري، نو electrostatic تعاملونه د عادي ګاز حرکتونه يا د حرکتې قوې پړاوونو باندې واک لري. [۲۹]
ناشنډه(خنثی) پلازما
[سمول]د پلازما د برېښنايي ځواک او د لېږد غوره رسونې پياوړتيا او لړۍ په معمولي ډول ډاډمنوي، چې د اندازې وړ په هره سيمه کې د مثبت او منفي چارجونو غلظتونه برابر (خنثی والي ته ورته) دي. يوه پلازما د چارج غلظت د پام وړ ډېروالي سره يا په ډېر لوی حالت کې، د ناخنثی پلازما په نامه له يوې مفردې نوعې څخه ترکيب شوې ده. په دې ډول پلازما کې برېښنايي برخې اداره کوونکې ونډه لوبوي. بېلګې يې چارج لرونکي ذروي شعاع او په يو Penning trap او positron پلازما کې د الکترون يوه ورېځ يا دوړه دي. [۳۰]
سرچینې
[سمول]- ↑ πλάσμα Archived 18 June 2013 at the Wayback Machine., Henry George Liddell, Robert Scott, A Greek English Lexicon, on Perseus
- ↑ Chu, P.K.; Lu, XinPel (2013). Low Temperature Plasma Technology: Methods and Applications. CRC Press. p. 3. ISBN 978-1-4665-0990-0.
- ↑ Piel, A. (2010). Plasma Physics: An Introduction to Laboratory, Space, and Fusion Plasmas. Springer. pp. 4–5. ISBN 978-3-642-10491-6. Archived from the original on 5 January 2016.
- ↑ Phillips, K. J. H. (1995). Guide to the Sun. Cambridge University Press. p. 295. ISBN 978-0-521-39788-9. Archived from the original on 15 January 2018.
- ↑ Aschwanden, M. J. (2004). Physics of the Solar Corona. An Introduction. Praxis Publishing. ISBN 978-3-540-22321-4.
- ↑ Chiuderi, C.; Velli, M. (2015). Basics of Plasma Astrophysics. Springer. p. 17. ISBN 978-88-470-5280-2.
- ↑ Morozov, A.I. (2012). Introduction to Plasma Dynamics. CRC Press. p. 30. ISBN 978-1-4398-8132-3.
- ↑ Chu, P.K.; Lu, XinPel (2013). Low Temperature Plasma Technology: Methods and Applications. CRC Press. ISBN 978-1-4665-0990-0.
- ↑ Morozov, A.I. (2012). Introduction to Plasma Dynamics. CRC Press. p. 4−5. ISBN 978-1-4398-8132-3.
- ↑ "How Lightning Works". HowStuffWorks. اپرېل 2000. Archived from the original on 7 اپرېل 2014.
- ↑ Langmuir, I. (1928). "Oscillations in Ionized Gases". Proceedings of the National Academy of Sciences. 14 (8): 627–637. Bibcode:1928PNAS...14..627L. doi:10.1073/pnas.14.8.627. PMC 1085653. PMID 16587379.
- ↑ "Archived copy". Archived from the original on 9 July 2006. نه اخيستل شوی 24 مې 2006.
{{cite web}}
: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link) "Radiant Matter". Archived from the original on 13 June 2006. نه اخيستل شوی 24 مې 2006. - ↑ Tonks, Lewi (1967). "The birth of "plasma"". American Journal of Physics. 35 (9): 857–858. Bibcode:1967AmJPh..35..857T. doi:10.1119/1.1974266.
- ↑ Brown, Sanborn C. (1978). "Chapter 1: A Short History of Gaseous Electronics". In Hirsh, Merle N.; Oskam, H. J. (eds.). Gaseous Electronics. Vol. 1. Academic Press. ISBN 978-0-12-349701-7. Archived from the original on 23 October 2017.
- ↑ Mott-Smith, Harold M. (1971). "History of "plasmas"". Nature. 233 (5316): 219. Bibcode:1971Natur.233..219M. doi:10.1038/233219a0. PMID 16063290.
- ↑ Frank-Kamenetskii, David A. (1972) [1961–1963]. Plasma-The Fourth State of Matter (په انګليسي) (3rd ed.). New York: Plenum Press. ISBN 9781468418965. Archived from the original on 15 January 2018.
- ↑ Yaffa Eliezer, Shalom Eliezer, The Fourth State of Matter: An Introduction to the Physics of Plasma, Publisher: Adam Hilger, 1989, ISBN 978-0-85274-164-1, 226 pages, page 5
- ↑ Bittencourt, J.A. (2004). Fundamentals of Plasma Physics. Springer. p. 1. ISBN 9780387209753. Archived from the original on 2 فبروري 2017.
- ↑ Chen, Francis F. (1984). Introduction to Plasma Physics and controlled fusion. Springer International Publishing. pp. 2–3. ISBN 9781475755954. Archived from the original on 15 January 2018.
- ↑ Freidberg, Jeffrey P. (2008). Plasma Physics and Fusion Energy. Cambridge University Press. p. 121. ISBN 9781139462150. Archived from the original on 24 ډيسمبر 2016.
- ↑ Sturrock, Peter A. (1994). Plasma Physics: An Introduction to the Theory of Astrophysical, Geophysical & Laboratory Plasmas. Cambridge University Press. ISBN 978-0-521-44810-9.
- ↑ Hazeltine, R.D.; Waelbroeck, F.L. (2004). The Framework of Plasma Physics. Westview Press. ISBN 978-0-7382-0047-7.
- ↑ Hong, Alice (2000). Elert, Glenn (ed.). "Dielectric Strength of Air". The Physics Factbook. نه اخيستل شوی 2018-07-06.
- ↑ Dendy, R. O. (1990). Plasma Dynamics. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-852041-2. Archived from the original on 15 January 2018.
- ↑ Hastings, Daniel & Garrett, Henry (2000). Spacecraft-Environment Interactions. Cambridge University Press. ISBN 978-0-521-47128-2.
- ↑ 1929-, Chen, Francis F. (1984). Introduction to plasma physics and controlled fusion. Chen, Francis F., 1929- (2nd ed.). New York: Plenum Press. ISBN 978-0306413322. OCLC 9852700. Archived from the original on 15 January 2018.
{{cite book}}
: CS1 maint: numeric names: ليکوالانو نوملړ (link) - ↑ Fortov, Vladimir E; Iakubov, Igor T (November 1999). The Physics of Non-Ideal Plasma. WORLD SCIENTIFIC. doi:10.1142/3634. ISBN 978-981-02-3305-1. کينډۍ:Isbnt. نه اخيستل شوی 2021-03-19.
- ↑ "Quasi-neutrality - The Plasma Universe theory (Wikipedia-like Encyclopedia)". www.plasma-universe.com (په انګليسي). Archived from the original on 26 October 2017. نه اخيستل شوی 25 October 2017.
- ↑ Klimontovich, Yu L. (1997-01-31). "Physics of collisionless plasma". Physics-Uspekhi. 40 (1): 21–51. doi:10.1070/PU1997v040n01ABEH000200. ISSN 1063-7869. نه اخيستل شوی 2021-03-19.
- ↑ Greaves, R. G.; Tinkle, M. D.; Surko, C. M. (1994). "Creation and uses of positron plasmas". Physics of Plasmas. 1 (5): 1439. Bibcode:1994PhPl....1.1439G. doi:10.1063/1.870693.