ټولپوښتنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټولپوښتنه يا ريفرنډم د سياسي ډيموكراسۍ يو اصل دى او د يو سازمان ټولو غړو ته او يا د ټول ملت اراوو ته مراجعه كول، ريفرنډم نوميږي. په ريفرنډم كې پيشنهاد شوې موضوع د ملت له خوا د مستقيمې رايگيرۍ له لارې منل كېږي او يا رديږي. عمومي اراوو ته د مراجعې له لارې يوه ټولنه كولى شي خپل هېواد د نامطلوبو او زيان لرونكو قوانينو له وضع كولو څخه وژغوري.