يمن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یمن، په رسمي ډول د یمن جمهوري هېواد (عربي: ٱلْجُمْهُورِيَّةُ ٱلْيَمَنِيَّةُ) چې له تاریخي پلوه د سویلي عربستان (عربي: العربية الجنوبية) په نوم پېژندل کېږي، د لویدیځې آسیا هېواد دی چې د عرب ټاپووزمې په سویلي څنډه کې موقعیت لري. له شمال لوري له سعودي عربستان او له شمال ختیځ لوري له عمان سره ګاونډی دی او له ایرتیریا، جیپوتي او سومالیا سره ګډې سمندري پولې لري. دغه هېواد، د مساحت له مخې په عرب ټاپووزمه کې دویم لوی عربي خپلواک هېواد دی، چې مساحت یې ۵۵۵ زره کیلومتر مربع (۲۱۴ زره مایل مربع) دی. ساحلې کرښې یې نږدې ۲۰۰۰ کیلومتره (۱۲۰۰ مایله) اوږدوالی لري. د اساسي قانون له مخې د دغه هېواد پلازمېنه او لوی ښار صنعا دی. په ۲۰۲۱ ز کال کې د دغه هېواد د وګړو شمېر ۳۰ میلیونه او  ۴۹۱۰۰۰ کسه اټکل شوی دی.[۱]

په لرغوني مهال کې، یمن د سبائیانو کور او یو سوداګریز هېواد و چې د معاصرې ایتوپیا او ایرتیریا یو شمېر برخې په کې شاملېدلې. په ۲۷۵ ز کال کې د حمیر پاچهي (په یمن کې د هغه مهال پاچهي وه چې یمن ته هم د حمیر هېواد ویل کېده) د یهودیت تر اغېز لاندې راغله. عیسویت په څلورمه پېړۍ کې دغه هېواد ته راغی. اسلام په دغه هېواد کې په اوومه پېړۍ کې په پراخه کچه پراختیا ومونده او په لومړنیو اسلامي فتوحاتو کې یمني ځواکونو مهم رول درلود. له ۹ مې پېړۍ نه تر ۱۶ مې پېړۍ پورې ګڼ شمېر واکمنې سلسلې، لکه: بنو رسول (یا رسول کورنۍ) رامنځته شوې. په ۱۸۰۰ مه لسیزه کې دغه هېواد د عثماني سترواکۍ او بریتانوي سترواکۍ ترمنځ ووېشل شو. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته او په ۱۹۶۲ ز کال کې د یمن د جمهوریت له تاسیس وړاندې د یمن د زیدي متوکليانو پاچهي جوړه شوه. سویلي یمن تر ۱۹۶۷ ز کال پورې، هغه مهال چې دغه هېواد خپلواکي واخیسته، د بریتانیا تر ملاتړ لاندې و او د عدن تحت الحمایت یې باله، وروسته په یوه مارکسیست - لېننیست هېواد واوښت. دوه یمني دولتونه د یمن د معاصر جمهوریت (عربي: الجمهوریه الیمنیه) د جوړېدو په موخه، په ۱۹۹۰ ز کال کې سره یو موټي شول. د دغه نوي جمهوریت لومړی ولسمشرعلي عبدالله صالح و چې په ۲۰۱۲ ز کال کې یې د عرب پسرلي پر مهال استعفا ورکړه.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

له ۲۰۱۱ ز کال وروسته، یمن د سیاسي کړکېچ شاهد و چې د بې وزلۍ، بېکارۍ، فساد او د ولسمشر صالح د هغه پلان په اړه چې غوښتل یې د اساسي قانون په تعدیل سره د ولسمشرۍ د دورو محدودیت له منځه یوسي، اړوند لاریونونه پیل شول. ولسمشر صالح استعفا ورکړه او واک عبدربه منصور هادي ته ولېږدول شو. له دې وروسته، دغه هېواد د یو شمېر دولتي بنسټونو ترمنځ د داخلي جګړې شاهد و (په دغه جګړه کې سعودي عربستان، د هادي دولت د بیا واکمنېدو په موخه نظامي لاسوهنه کړې) چې په کې د یمن کابینه، عالي سیاسي شورا او د سویل انتقالي شورا شامل دي. د ۲۰۱۶ ز کال له جنوري میاشتې وروسته، لږ تر لږه ۵۶ زره ملکي وګړي او جنګیالي، د دغه هېواد په وسله وال تاوتریخوالي کې وژل شوي  دي. جګړه د قحطي لامل شوې، چې ۱۷ میلیونه وګړې یې تر اغېز لاندې راغلي دي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

یمن د عربي ټولنې، ملګرو ملتونو، ناپېیلي غورځنګ او د اسلامي همکاریو سازمان غړی دی. «د تلپاتې ودې د شاخصونو په برخه کې د سختو محدودیتونو» له امله، دغه هېواد د لږ پرمختللو هېوادونو ډلې ته اړوندېږي. په ۲۰۱۹ ز کال کې ملګرو ملتونو راپور ورکړ چې، یمن هغه هېواد چې ګڼ شمېر وګړې يې، چې شمېر یې نږدې ۲۴ میلیونه تنو ته رسېږي او د وګړو د شمېر ۸۵٪ یې جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري. په ۲۰۲۰ ز کال کې، دغه هېواد د هېوادونو د زیان منلو د شاخص له مخې، د دغو هېوادونو په سر کې ځای درلود. یمن د نړیوالې لوږې په نوملړ کې دویم ځای لري، یوازې ترې د مرکزي افریقا جمهوریت مخکې دی او د انساني ودې د شاخص له مخې، په ټولو غیر افریقايي هېوادونو کې وروستی هېواد دی.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سیاست

یمن د دوو قانون جوړوونکو جرګو لرونکی جمهوریت دی. د ۱۹۹۱ ز کال د اساسي قانون له مخې، ټاکل کېدونکی ولسمشر، ۳۰۱ چوکۍ لرونکې ولسي جرګه او ۱۱۱ غړي لرونکې مشورتي شورا لري، چې ترمنځ یې واک وېشل شوی دی. ولسمشر د دولت رئیس او لومړی وزیر د حکومت مشر دی. په صنعا کې، عالي سیاسي شورا (چې په نړیواله کچه په رسمیت نه ده پېژندل شوې) حکومت جوړوي.

د ۱۹۹۱ ز کال د اساسي قانون له مخې، ولسمشر باید د لږ تر لږه دوو نوماندانو له منځه، چې د پارلمان د غړو لږ تر لږه ۱۵ موافقې رایې له ځان سره ولري، د عامه ټاکنو له مخې وټاکل شي. په خپل وار سره لومړی وزیر، د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي او باید د پارلمان له درېیو نه دوه برخې رایې ترلاسه کړي. ولسمشریزه دوره یې اووه کاله ده او ټاکل کېدونکې پارلماني دوره یې هم شپږ کاله ده. د اتلسو کلونو او له هغه نه زیات عمر لرونکي کسان، د رایو ورکولو حق لري، خو یوازې مسلمانان کولای شي، ټاکنیز منصب ولري.[۲۷]

ولسمشر علي عبدالله صالح، له ۱۹۹۹ ز کال وروسته د بیاځلي یو موټي یمن لومړنی ټاکل شوی ولسمشر دی (په داسې حال کې چې له ۱۹۹۰ ز کال وروسته د یو موټي یمن او له ۱۹۷۸ ز کال وروسته د شمالي یمن ولسمشر و). هغه بیاځلي په ۲۰۰۶ ز کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د صالح بریا د هغو ټاکنو له مخې اعلان شوه چې، نړیوالو څارونکو هغه «تر یوه بریده آزادې» ټاکنې وبللې، په داسې حال کې چې دغه ټاکنې له تاوتریخوالي، د مطبوعاتو د آزادۍ له محدودیت او ټاکنیزو درغلیو له تورونو سره مل وې. پارلماني ټاکنې د ۲۰۰۳ ز کال په اپریل میاشت کې تر سره شوې او د خلکو عمومي کانګرس (General People's Congress) په کې خپل اکثریت وساته. صالح تر ۲۰۱۱ ز کال پورې، له سیالیو پرته په خپله چوکۍ پاتې شو، تر هغه مهاله چې د بیاځلي ټاکنو د نه ترسره کېدو اړوند سیمه ییزې ناهیلۍ او په ۲۰۱۱ ز کال کې د عرب پسرلي اغېزې د دې لامل شوې، څو ګڼ شمېر ټولیز لاریونونه رامنځته شي. په ۲۰۱۲ ز کال کې هغه اړ شو، چې له واک نه استعفا ورکړي، خو بیا هم په یمني سیاست کې فعال لوبغاړی پاتې شواو د ۲۰۱۰ مې لسیزې په نیمايي کې له حوثیانو سره یوځای شو.[۲۸][۲۹][۳۰]

اساسي قانون، د یوې خپلواکې قضایې قوې د جوړېدو امر کوي. پخواني سویلي او جنوبي حقوقي قوانین سره یو موټی شوي دي. په حقوقي سیستم کې جلا سوداګریزې محکمې او په صنعا کې ستره محکمه شاملېږي. اسلامي شریعت یې د قوانینو اصلي سرچینه ده، چې د ډېرۍ محکمو دوسیې یې، د دیني قوانینو له مخې ارزول کېږي او ډېری قاضیان یې دیني عالمان دي.[۳۱]

بهرنی سیاست

د شمالي یمن جغرافیه او د هغو امامانو واکمنانو دغه هېواد، له ۱۹۶۲ ز کال وړاندې له بهرنۍ اغېز لرې ساتلی و. له سعودي عربستان سره د دغه هېواد اړیکې، د ۱۹۳۴ ز کال په طایف هوکړه کې تعریف شوې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شمالي پوله یې معلومه او د سوداګرۍ او نورو راکړو ورکړو لپاره یې چوکاټ جوړ کړ. د طایف تړون، په ۲۰ کلنه دوره کې نوی او پراخېږي او اعتبار یې په ۱۹۹۵ ز کال بیاځلي تائید شو. په عدن او سویل کې له بریتانوي ښکېلاکي چارواکو سره یې اړیکې تل خرابې( ترینګلې) وې.[۳۲][۳۳]

یمن د ملګرو ملتونو، عربي ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان او د ناپېیلي غورځنګ غړیتوب لري.

پوځ

په یمن کې د نظامي پرسونل شمېر یو څه زیات دی، په ټولیز ډول یمن په عرب ټاپووزمه کې له سعودي عربستان وروسته دویم لوی پوځي ځواک لري. په ۲۰۱۲ ز کال کې یې فعاله وسله وال ځواک په دې توګه تشرېح شوی: پوځ ۳۹۰۰۰۰ کسه، سمندریز ځواک ۷۰۰۰ تنه او هوايي ځواک ۵۰۰۰ کسه.  د ۲۰۰۷ ز کال په سپتمبر میاشت کې، حکومت د عسکري خدمت د بیاځلي جبري کولو اعلان وکړ. په ۲۰۰۶ ز کال کې، د یمن دفاعي بودیجه ،د ټولې دولتي بودیجې ۴۰ سلنه وه. په ۲۰۱۲ ز کال کې، یمن ۴۰۱۰۰۰ کسه فعال پوځي پرسونل درلود.

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

  1. McLaughlin, Daniel (1 February 2008). Yemen. Bradt Travel Guides. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84162-212-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Burrowes, Robert D. (2010). Historical Dictionary of Yemen. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 319. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8108-5528-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. St. John Simpson (2002). Queen of Sheba: treasures from ancient Yemen. British Museum Press. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7141-1151-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Kenneth Anderson Kitchen (2003). On the Reliability of the Old Testament. Wm. B. Eerdmans Publishing. د کتاب پاڼې 116. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8028-4960-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Yaakov Kleiman (2004). DNA & Tradition: The Genetic Link to the Ancient Hebrews. Devora Publishing. د کتاب پاڼې 70. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-930143-89-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Marta Colburn (2002). The Republic of Yemen: Development Challenges in the 21st Century. CIIR. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85287-249-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Karl R. DeRouen; Uk Heo (2007). Civil Wars of the World: Major Conflicts Since World War II, Volume 1. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 810. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-919-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Laura Etheredge (2011). Saudi Arabia and Yemen. The Rosen Publishing Group. د کتاب پاڼې 137. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61530-335-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Burrowes, Robert. "Why Most Yemenis Should Despise Ex-president Ali Abdullah Saleh". Yemen Times. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جون ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. James L. Gelvin (2012). The Arab Uprisings: What Everyone Needs to Know. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 68. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-989177-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Mareike Transfeld (2014). "Capturing Sanaa: Why the Houthis Were Successful in Yemen". Muftah. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Steven A. Zyck (2014). "Mediating Transition in Yemen: Achievements and Lessons" (PDF). International Peace Institute. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Silvana Toska (26 September 2014). "Shifting balances of power in Yemen's crisis". The Washington Post. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 8 February 2015 باندې). Houthi leader vows to defend 'glorious revolution'.
  15. Aboueldahab, Noha. "Yemen's fate was sealed six years ago". www.aljazeera.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 26 October 2018 باندې). The Yemen war death toll is five times higher than we think – we can't shrug off our responsibilities any longer. The Independent.
  17. (په 25 April 2017 باندې). A cry for help: Millions facing famine in Yemen. Al-Jazeera.
  18. (په 25 April 2017 باندې). A cry for help: Millions facing famine in Yemen. Al-Jazeera.
  19. (په 5 June 2015 باندې). Saudi-led naval blockade leaves 20 m Yemenis facing humanitarian disaster.
  20. (په October 9, 2016 باندې). Saudi-led coalition in Yemen accused of 'genocide' after airstrike on funeral hall kills 140.
  21. Bachman, Jeff (November 26, 2018). "US complicity in the Saudi-led genocide in Yemen spans Obama, Trump administrations". The Conversation. د لاسرسي‌نېټه January 13, 2020. As a scholar of genocide and human rights, I believe the destruction brought about by these attacks combined with the blockade amounts to genocide. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. کينډۍ:Cite report
  23. "LDCs at a Glance | Department of Economic and Social Affairs". Economic Analysis & Policy Division | Dept of Economic & Social Affairs | United Nations. 2008-05-25. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Least Developed Countries (LDCs) | Department of Economic and Social Affairs". Economic Analysis & Policy Division | Dept of Economic & Social Affairs | United Nations. 2010-09-23. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Yemen: 2019 Humanitarian Needs Overview [EN/AR]". ReliefWeb. United Nations Office for the Coordination of Humanitarian Affairs (OCHA). 2019-02-14. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Global Data | Fragile States Index". fragilestatesindex.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Yemen". State.gov. 8 November 2005. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Freedom in the World – Yemen (2007)". Freedomhouse.org. 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Lewis, Alexandra (May 2012). "Changing Seasons: The Arab Spring's Position Within the Political Evolution of the Yemeni State" (PDF). Post-war Reconstruction and Development Unit Working Paper Series. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  30. (په 10 May 2015 باندې). Yemen's Saleh declares alliance with Houthis.
  31. Mangan, Fiona (March 2015). Prisons in Yemen. Washington, DC: United States Institute of Peace. د کتاب پاڼې 9. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Bidwell, Robin (1983). The Two Yemens. Harlow: Longman and Westview Press. د کتاب پاڼي 243–244. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-86531-295-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. F. Gregory Gause. Saudi-Yemeni Relations: Domestic Structures and Foreign Influence. p. 26